
د اسټرالیا د کرکټ پخواني لوبغاړي ایئن چپېل ویلي، پاکستان د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په هیڅ صورت نه شي ګټلای.
هغه پنځه لوبډلې یادې کړي، چې ددغو لسو لوبډلوپه منځ کې خورا فوم کې دي او پآکستان ته هیڅ چانس نه شته چې د نړیوال جام تر پایلوبې ورسېږي.
چپېل د هندوستان لوبډلې تېرو لوبو ته اشاره کړې، چې ۱۹۸۳ م کال کې یې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او اتلولي هندوستان یوړه، هغه مهال کپيل ډیو د هندوستان لوبډلمشر و.
ایئن چپېل وایي د ایئن مورګن دا خبره سمه نه ده، چې هغه ویلي پاکستان به دریمه لوبډله وي، چې نړیوال جام به وګټي.
هغه ویلي د انګلستان، اسټرالیا، سهیلي افریقا، هند او نیوزیلېنډ په شتون کې سږ کال نړیوال جام پاکستان نشي لمس کولای.
ده ویلي اسټرالیا د ښه بېټېنګ لاین سره، سره خطرناک فسټ بالېنګ اټېک لري، چې کولای شي لوبډلې وځپي او اتلولي د شپږم ځل لپاره وګټي.
ده زیاته کړې، نیوزیلېنډ مناسبه لوبډله لري او کولای شي، چې بریا د ځان کړي.
چپېل ویلي چې سهیلي افریقا د فاف ډوپلیسي، کاینټن ډیکاک، هاشم امله، رضا هنډرېکس، پرېټوریوس او نورو لوبغاړو په شتون کې داسې لوبډله ده، چې ډېرې لوبډلې به وننګوي.
هغه ویلي انګلستان نن سبا په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او د جېسن رای، الېکس هېلس، جو روټ، جاس بټلر او نورو په شتون کې خورا ځواکمن بېټېنګ لاین لري او کولای شي د لومړي ځل لپاره اتلولي خپله کړي.
د انګلستان لوبډلمشر ایئن مورګن د یکشنبې په ورځ ویلي ول، چې ښایي سږ کال انګلستان، هند او پاکستان نړیوال جام وګټي؛ خو ایئن چپېل بیا د ده په څرګندونو د بطلان کرښه راښکله او پاکستان یې د بریمندو له لېست څخه وویست.
بل پلو هیڅوک د افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او ویسټ انډیز نومونه نه یادوي، چې لوبې به وګټي؛ خو افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا سره په مرکه کې ویلي وو، چې مونږ ښه توپ اچونه لرو او کولای شو، نړیوال جام کې لوبډلې وننګوو.