نړیوال جام ته د هند لوبډله؛ کپټان یې کولي دی

سپینه تجريدي ډیزاین

تر اسټرالیا وروسته هندي کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه.
اسټرالیا د دوشنبې په غرمه ۱۴ کسیزه لوبډله د اېرون فېنچ تر لوبډلمشرۍ لاندې اعلان کړه؛ خو اوس دوهمه لوبډله د هندوستان ده، چې نوملړ یې رسنیو ته وښودل شو.
ویرات کولي لوبډلمشر، روهېت شرما مرستیال لوبډلمشر، شېکردوان، ویجی شنکر، ایم ایس ډوني، کېدرجداف، هارډېک پانډیا، روېندرا جدیجا، محمدشمي، کولډیپ یداف، جسپرېت بومرا، یوزوېندرا چهل، بونېشور کومار، کی ایل راهول او دېنېش کارتېک.
دا هغه لوبغاړي دي، چې هندوستان پرې د نړیوال جام اتلولۍ دعوه کوي او د بلو ټایګرز یا شنو پړانګانو په نامه یې یادوي.
222 1 نړیوال جام ته د هند لوبډله؛ کپټان یې کولي دی
سورېش رېنا، یوراج سېنګ، امبټي ریوډو او ځېنې نور لوبغاړي چې د ۲۰۱۱ نړیوال جام اتلولۍ کې یې هندته کلیدي رول لوبولی و، دې لوبډله کې نشته.
ایم ایس ډوني چې په دې لوبډله کې تر ټولو مشر او له تجربو ډکو لوبغاړو څخه دی، په دې جام کې یې دا وروستۍ نړیوالې لوبې دي او له دې جام وروسته به له نړیوالو لوبو سره مخه ښه کوي.
هندوستان د جون په ۵ مه نېټه له سهیلي افریقا سره د نړیوال جام لومړۍ لوبه کوي، دا لوبه په روز بوول لوبغالي ترسره کېږي.
هند د جون په ۱۶ مه نېټه له خپلې سرسختې لوبډلې پاکستان سره لوبه لري او افغانستان سره د جون په ۲۲ مه نېټه لوبه لري.