زمبابوې د متحده اماراتو ټیم راګیر کړی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

عربي متحده اماراتو، زِمبابوې ته د څلورو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی، مېلمنې لوبډلې ته زِمبابوې پوره عزت ورکړ، درې لوبې یې سر په سر له عربو وګټلې او د څلورو لوبو سیریز یې درې
د صفر پر وړاندې مخته یوړ.
لومړۍ لوبه چې د اپریل په لسمه نېټه په هراری لوبغالي کې ترسره شوه، عربي متحده اماراتو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې وکړې او شپږ څلوېښتم اوور کې یې ټولې وېکټې ولوېدې.
چېټارا درې، جاروېس، ټرېپانو او ماووټا دوه، دوه وېکټې واخېستې.
زِمبابوې په ۲۴ م اوور کې هدف پوره کړ او عربو ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه، کرېګ اېروېن ۵۱ منډې وکړې.
دوهمه لوبه د اپریل په ۱۲ مه نېټه ترسره شوه، عربي متحده اماراتو ۳۵ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې اوټ شول او ۱۶۹ منډې یې وکړې، شېمن انور ۷۲ او غلام شبیر ۵۶ منډې وکړې.
arab زمبابوې د متحده اماراتو ټیم راګیر کړی
لوبه د باران له امله ۳۵ اورونوته راښکته شوه.
زِمبابوې هدف ته په دوه دېرشم اوور کې ځان ورساوه او په ۶ وېکټو یې عربي متحده اماراتو ته ماته ورکړه.
چېکابوا ۷۸ او پېټرمور ۴۵ منډې وکړې.
دریمه لوبه د اپریل په ۱۴ مه نېټه وشوه، زمبابوې، عربو ته د شین ویلیمس د ۱۰۹ ناسوځېدلې منډو، د پېټر مور د ۵۸ ناسوځېدلو منډو او د کرېک ایروېن د ۶۴ سوځېدلو منډو په مرسته ۳۰۸ منډې هدف ورکړ.
متحده عربي اماراتو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶ اعشاریه ۲ اورونوکې ۱۷۶ منډې وکړې او لوبه ترې زِمبابوې په ۱۳۱ منډو وګټله.
د وروستۍ لوبې غوره لوبغاړی شین ویلیمس اعلان شو.
دا درې پرله پسې یو ورځنۍ لوبې وې، چې زِمبابوې له مېلمنې لوبډلې وګټلې.
څلورمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۱۶ مه نېته ترسره شي.
زِمبابوې مخکې له افغانستان ماتې خوړلې وې او اوس غواړي د خپلو بایللو لوبو زور له عربي متحده اماراتو وښکي.