ژباړه: عطا محمد میاخېل
ډېر ځله مو اورېدلي دي، کله چې کوم کس په خپل کار او دنده کې لوړتیا ( ترفیع ) ترلاسه کوي، نو شاو خوا خلک یې دا موضوع له ښه چانسي او یا هم له رییس سره نږدې اړیکه ګڼي او ډېر کم تر سترګو کېږي، چې دا بریا یې د وړتیاوو او اخلاقي ځانګړنو پایله وګڼي، په داسې حال کې، چې په دې بریا کې بې شمېره لاملونه اغېز لري، چې لاندې ۱۰ مواردو ته یې اشاره کوو، له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ د نویو او نا آشنا ننګونو له منلو سره لېوالتیا لري
موږ ټول په کار پوه او مسلکي کسان پېژنو، چې خپل کار په ښه توګه ترسره کوي، خو افراد په دې کچه بوخت دي، چې نه شي کولای، نوې دندې او ننګونې ومني، په داسې حال کې، چې بریا ته د رسېدو لپاره، نباید داسې وي او په ځانګړې توګه د نوي کار په پیل کې هرڅوک باید ننګونې او بدلونونه ومني او له ستونزو څخه ونه تښتي.
۲ ـــ کوم ځای ته، چې اړینه وي ورځي او د چا د غوښتنې په تمه نه کېني
کله چې کوم ځواک د ناروغۍ او مسافرۍ له امله، له کار څخه غایبېږي، دا کسان په تمه نه پاتې کېږي، ترڅو د ځای ناستي وړاندیز ورته وشي او یا هم په غوره توګه ووایم، هغه ته د غایب کس د ځای ډکولو په اړه وویل شي، بلکې په خپله دواطلب کېږي. د ټیم غړي، چې له موږ ټولو سره مرسته کوي، په ډېره چټکه توګه ترفیع کوي.
۳ ـــ د اړیکې په رامنځته کولو کې ښه استعداد لري
ځینې کارمندان د دې لپاره، چې کاري حجم ( پنډوالی ) یې را کم شي، له نورو سره ډېرې کمې اړیکې ټینګوئ، خو له بدمرغه په دې کار سره د خپل پرمختګ موکه له لاسه ورکوي. د ډله ایز کار لپاره، غوره ده، چې خپلې اړیکې مدیریت کړئ.
۴ ـــ مثبت لید لري
که غواړئ، کوم شرکت جوړ کړئ او یا په سازمان کې بدلونونه رامنځته کړئ، نو باید د لا ګټورتیا د څرنګوالي او یا د خپل پام وړ فرهنګ د رامنځته کولو په اړه مثبت نظرونه وړاندې کړئ.
۵ ـــ له پرمختګ سره مینه او لېوالتیا لري
په هغو سازمانونو کې مبتکرانه بدلونونه رامنځته کېږي، چې د بریالیو کسانو له خوا اداره کېږي. دا افراد، هغه کسان، چې له ورځنیو کارونو سره مینه او لېوالتیا لري او له بدلونونو څخه بېزاره دي، د نویو موقعیتونو لپاره یې نه ټاکي، ځکه په یقین سره ویلی شم، چې د نوي پیل لپاره، کومه بریا نه شي رامنځته کولای.
۶ ـــ لېوالتیا لري، چې د رییس ځای ناستي شي
دا چاره د ډېر کار او ابتکار لپاره اړینه ده، خو د هغه وخت لپاره، چې رییس مو له دندې څخه ګوښه کېږي یا ترفیع کوي، ډېره ګټوره ده. د دې کار لپاره باید له مدیره هیئت سره په اړیکه کې واوسئ، ترڅو د یوه مدیر لپاره اړینې اړتیاوې پیدا او پرې پوه شئ.
۷ ـــ کار په بشپړه توګه پای ته رسوي
هغه کسان، چې هېڅکله ننګونو ته نه تسلیمېږي، نو د غوره کارمندانو برخه دي او که نه نو بهانه کول او نیمګړتیاوې د نورو په غاړه اچول، آسانه کار دی. هوډمن اوسېدل هغه مهارت دی، چې د یوه شرکت د جوړولو لپاره ډېر زیات اړین دی.
۸ ـــ د خپلو زده کړو او سواد کچه لوړوي
ډېر زیات کسان، تر دې ډېر چې د زده کولو لپاره خواري وکړي، نو د کوډګرې رونیزې دورې په لټه کې دي، ترڅو په ډېره کمه موده کې خپل اوسنی کار آسانه او هوسا کړي او ډېر کم تر سترګو کېږي، چې د مهارت د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي او دغه راز په دنده کې لوړې کچې ته د رسېدو لپاره ځان چمتو کړي. نن کولای شئ، چې تر ټولو غوره سوداګریزې روزنې په وېبلاګونو او آنلاین صنفونو کې پیدا کړئ.
۹ ـــ له ځانه ښه انځور وړاندې کوي
ښایي د دې کار لپاره اړینه وي، چې مسلکي جامې واغوندئ او یا خپلو خبرو کولو ته په داسې بڼه بدلون ورکړئ، چې د شرکت له موقعیت او مقام سره مو مناسبې وي. شرکتونه معمولاً په خپلو برنډونو باندې ډېر زیات لګښت کوي او غوره ده، چې تاسو هم یو د هغه د غړي په توګه دې موضوع ته پام وکړئ.
۱۰ ـــ د ستراتیژیکې جګړې لپاره، خپل مهارتونه پیاوړي کوي
نه شئ کولای، چې داسې کوم څوک پیدا کړئ، چې هره مبارزه یې ګټلې وي، نو غوره ده، چې خپل تېر هېر کړئ او د خپلو ماتو په پرتله خپلې بریاوې پیاوړې کړئ. که غواړئ، چې کار رامنځته کوونکي شئ، نو باید همدا نن د خپل ژوند سبک او ډول ته بدلون ورکړئ او پوه شئ، چې پورته یاد شوي موارد کولای شي، په دې تګلوري کې اړین او ضروري وي.