اجرایه رییس عبدالله عبدالله تازه د جوړیدونکې (مشورتي لویې جرګې) مخالفت وکړ. هغه دا مخالفت په یوه اعلامیه کې څرګند کړی.
دې اعلامیه کې یې د (اجرایه رییس) پرځای د (ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم) نوم لیکلی، په داسې حال کې چې دا اعلامیه هم د عبدالله له شخصي پیج ځیني نه، بلکې د حکومت له رسمي اجرایه ریاست (ریاست اجراییه جمهوری اسلامی افغانستان) پاڼې نه خپره شوې.
په اعلامیه کې د ښاغلي عبدالله له قوله ویل شوي:
«د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د «سولې مشورتي جرګې» تر عنوان لاندې په ناسته کې ګډون نه کوي او دغه ناسته د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اغېزناکه نه بولي.»
ده ویلي د ناستې په اړه قانع کوونکي دلایل هم نه لرو او په اړه یې د مشورې طرف هم نه و.
نو چې د حکومت نیم مشر دومره ناراضا او مخالف شي:
۱- څنګه به وکړای شي چې حکومت په واحد دریځ سره طالب ته ورمخته شي او بریالۍ مذاکره وکړي.
مذاکراتو کې هغه وخت د بریا چانس ډیر وي چې په یوه قوت سره له مقابل یا مخالف لوري سره وشي، ځکه مخالف لوری په دې پوهیږي چې زما مخاطب هغومره کمزوری نه دی چې نورې دعوې او زور دې ووهم.
۲- چې دومره یووالی نه وي، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب بیا هسې امریکا ته شکایتونه کول، چې ددوی دریځ له طالبانو ټیټ شوی، فکر کوم د ټیټ والي یو اصلي لامل دغه هم دی. باید په همدې یووالي یې کار کړی وای.
دا له حکومته بهر مخالفې سیاسي کړۍ خو هسې هم بهر وې، خو د حکومت برحاله مهمه یا نیمايي برخه (عبدالله) باید یوه خوله شوای وای. خیر که په نورو برخو کې مخالفت کیږي، هغه په خپل ځای خو په داسې مهمو ملي او سرنوشت سازه مسایلو کې مخالفت بد او د ښې پایله لرونکې مشورې نه کول او نه یوه خوله کیدل بیخي بد دی.
۳- ولسمشر غني که د امریکا، طالب او نورو نه میدان ګټل یا خپله تله درنه غواړي، باید ټول لوري یې داسې خواره واره او مرور نه وای پریښي.
د عبدالله نامناسب مخالفت
عبدالله عبدالله په وروستیو کې ان له موقت حکومت سره هم موافقه ښودلې، ده ویلي که سوله راځي دی موقت حکومت ته هم تیار دی، په داسې حال کې چې ولسمشر غني له موقتې ادارې سره کلک مخالفت ښودلی او تر اوسه مقاومت کوي.
اوس د (مشورتي لویې جرګې) په اړه خبره ډیره نه ده واضح چې عبدالله عبدالله ته په دې اړه د مشورې بلنه ورکړل شوې او کنه، خو ښاغلي عبدالله په تازه اعلامیه کې ویلي:
«موږ د ثبات او همپالنې ټيم، نه په دې ټیم کې د شاملو احزابو او سیاسي شخصیتونو او نه د حکومت په کچه، تر دې دمه د دې ناستې اړوند د مشورې طرف نه و او په عین حال کې د دې ناستې اړوند قانع کوونکي دلایل هم نه لرو.»
نو له دې ښکاري چې بیخي یې په دې اړه له ولسمشر سره بحث نه دی کړی.
په کار وه چې په مخالفت پيل حکومت هر څه کې مخالفت ته ترجیح نه وای ورکړی، عبدالله عبدالله د حکومت د حیثیت ساتلو لپاره د سولې په اړوند که له طالبانو سره مذاکرات وي او یا هم مشورتي لویه جرګې جوړیدل وي، د حکومت دریځ یو او دروند ساتلی وای.
همداراز کیدای شي نور لاملونه هم ولري، خو ولسمشر غني ځکه د موقت حکومت مخالفت کوي چې ښايي داسې حکومت رامنځته یا ورته زمینه برابره شي چې زموږ ګاونډیان یې په خپله خوښه غواړي، په داسې حال کې چې دداسې حکومت رامنځته کیدل هیڅکله افغانستان ته د ګټې تضمین نه شي ورکولی.
نو ښاغلي عبدالله هم باید دغه ټکي ته په کتو هره برخه کې د حکومت ننګه کړی وای، حکومت به په مذاکراتو کې د موقت ادارې پر ضد یووالي سره مبارزه کړی وای، بلاخره خبره بیا نورو اپشنونو ته پاتې کیده، چې هغه په همدې برحاله حکومت کې طالب ته ونډه ورکول او یا مستقماً له یوه څه وخت وروسته انتخاباتو ته ورتلل ول.
پایله
د ولسمشر غني سیاسي چلند تر اوسه ددې لامل شوی چې د په خولا کیدو پرځای ورسره مخالفت ډیر شوی، په داسې حال کې چې ځیني وخت مصلحتونه شدیده اړتیا وي، لکه اوس چې ده، که همدا مخالف سیاسي او حکومتي لوري له غني سره یوه خوله وای، نو نړۍ به د حکومت او افغانستان غږ په کوم ډول چې حکومت غوښت، اوریدلی.
همداراز عبدالله عبدالله ته په کار وه چې دومره ژر یې په دې اساسه مسله کې داسې دریځ نه وای نیولی. ځکه ده له سیاسي مخالفینو وروسته په لوی لاس نړۍ امریکا او طالب ته لا ډیر فرصت په لاس ورکړ چې حکومت ته اهمیت ورنه کړي او که د حکومت خوښه وي یا نه وي، باید چې څنګه معامله کیږي ودې شي.
یادونه:
په وروستیو کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د حکومتي استازو په شمول د مرورو سیاسي لوریو سره یو ګډ ټیم جوړ شوی، خو تازه داسې اوازې خپریږي چې ددغه ټیم په جوړښت کې هم ستونزې راپيدا شوي او تر اوسه نه دی مکمل شوی. چې په خپل ذات کې دا وروستی او یو څه ناوخته خو ښه ګام، سم اقدام شوی. کاش له اول نه پر دې کار شوای وای، اوس به داسې پاشلی حالت نه وای موجود او بیلابیل دریځونه به نه وای ښکاره شوای.
هیله ده اوس هم دا ټیم ژر مکمل شي او څه چې افغانان غواړي، هغه وکړي.