په راشدخان د پاکستاني رسنیو بل تور؛ وايي راشد میچ فیکسینګ کړی

رنګین تجريدي ډیزاین

راشدخان ارمان چې د نړۍ په کچه یو ځلېدونکی او د نړۍ په ډېرو هېوادونو او لیګونو کې ډېر لوبېدونکی لوبغاړی دی؛ نو د پاکستانیانو ورته سترګې نه غړېږي او یو ځل بیا یې پرې د آې پي ایل په یوه لوبه کې د جوړ جاړي تور لګولی دی.
د افغان کرکټ سټایل په نامه یوټیوب چېنل ۸ ساعته وړاندې یوه ویډیو پورته کړې، چې هغې کې راشدخان د ممبيي انډیئنز لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کوي.
راشدخان ویکټ ساتونکي سره شېفر اېښی ترڅو د هغه د توپ اچونې لوری معلوم کړي، ترڅو وېکټ ساتونکی توپ په اسانۍ کیپ کړي او توپ ترې د بای او اضافي منډو لپاره ولاړ نه شي.
challengers challenger sportzpics sunrisers hyderabad celebrates hyderabad 14c8d160 0354 11e8 8651 33050e64100a په راشدخان د پاکستاني رسنیو بل تور؛ وايي راشد میچ فیکسینګ کړی
راشدخان وېکټ ساتونکي ته وايي کله چې زه ګوګلي توپ غورځوم تاته یوه ګوته باندې اشاره کوم، چې بال ګوګلي دی او اېن یا دننه راځي.
کله چې لېګ برېک بال غورځوم بیا نو دوه ګوتې اشاره کوم، تر څو ته پوه شې، چې زما بال بهر سوېنګ اخلي.
د راشدخان د ګوتو دا اشارې پاکستانیو رسنیو غلطې تعبیر کړي او هغه یې د مېچ فېکسېنګ بللی.
دا شفر ولې ایښودل شوی و؟
د راشدخان تېرو لوبو کې توپ اچونه داسې وه، چې جاني بېرسټو څخه توپونه تلل او بای منډې راتلې؛ نو راشدخان بېرسټو سره شفر کېښود او د ګوتو په اشارو سره یې بېرسټو چې د حېدراباد وېکټ ساتونکی دی پوه کړ، چې توپ څنګه ونیسي، د راشدخان دې چارې سره د اضافي منډو مخنیوی وشو.
پاکستان هغه مهال په راشدخان دعوې او الزامونه لګول پیل کړل، کله چې اسیا جام سیالیو کې هغه د پاکستان ویکټې ولړزولې او له ضده ډکه لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.
د حېدراباد د توپ وهنې کوچ او غبرګون
د حېدراباد د توپ وهنې برخې مشر وي وي لکسمن ویلي، چې راشدخان مېچ فېکسېنګ نه دی کړی، بلکې هغه د کيپر د اسانتیا لپاره، چې توپ ښه کیپ کړي، همغږي کړې وه او دا کار یې د ستایلو دی.
نن ماښام اووه بجې حېدراباد د ډیلي پر وړاندې لوبه کوي او راشدخان به بیا هم پکې وي.