که دوام ورکړې، نو ګټونکی یې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
هېڅکله مه تسلیمېزه، د هغو کسانو خندا در په یاد کړه، چې ستا ماتې ته په تمه دي.
د خپل ژوند د جوړولو لپاره، هېڅکله مه ناهیلی کېږه.
یوه ورځ په هوښ راځې او ویاړې، له دې چې دوام دې ورکړی دی او نه یې تسلیم شوی.
یوازې په یاد دې وي…
هغې ورځې ته د رسېدو لپاره، باید پشتکار او پایښت څرګند کړې.
هغې ورځې ته د رسېدو لپاره، باید ذره بین واوسې او په بشپړه توګه په خپلې موخې باندې تمرکز وکړې.
هغې ورځې ته د رسېدو لپاره، نباید د هغو ستونزو پر وړاندې، کومې چې ستا د پرمختګ په لاره کې را زرغونېږي، کم راشي او په له منځه وړلو کې یې پاتې راشې، ځکه داسې هېڅ ستونزه نه شته، چې د حل لاره ونه لري.
نباید ووایې، چې زه یو بد چانسه کس یم، برخلیک مې همدا دی او دغه راز نباید خپلې موخې ته د رسېدو تګلوری پرېږدې، چانس په خپله ته یې او برخلیک هم ستا په لاس کې دی. د ډېرو کار را منځته کوونکو کسانو د میلیاردر کېدو دوره مو ولیدله، چې له صفره او واقعاً له صفر څخه یې شروع وکړه او هغو شتمنیو ته ورسېدل، کومې چې خوښېدلې یې ور ورسېږي.
هغوی اوس پوهېږي، هرڅومره، چې وغواړي، کولای شي، خپله ګټه او شتمني زیاته کړي، ځکه په لارو چارو باندې یې پوهېدلي دي.