
د آې پي ایل ۲۶ مه لوبه د جمعې په ماښام د ډیلي کپېټلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، دغه لوبه د کلکتې په کورني لوبغالي ایډن ګارډن کې وه.
کلکتې، ډیلي ته ۱۷۹ منډې هدف ورکړی و.
ډیلي دا هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او کلکتې ته یې په خپل کورني لوبغالي کې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
دغه لوبه له ځېنو ریکارډونو سره مله وه.
شپږویشتمه لوبه او ریکارډونه
شوبمن ګېل چې ۱۹ کاله عمر لري او د هند لوبغاړی دی، د لومړي ځل لپاره یې کلکتې لوبډلې ته اوپننګ وکړ، هغه په ۳۹ توپونو ۶۵ منډې وکړې.
رسل بیا د شپږم ځل لپاره له څلویښتو زیاتې یعنې په ۲۱ توپونو ۴۵ منډې ترسره کړې.
شېکردوان ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا په کلکته لوبغالي کې دریمې سترې منډې دي، په ۲۰۱۰ م کال کې ډېوېډ وارنر ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې کړې وې، پریتوي شاو د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل لوبه کې د مارچ په ۳۰ مه نېټه ۹۹ منډې وکړې، دی هم د ډیلي لوبډلې اوپنر دی او شېکردوان دریم لوبغاړی شو، چې په دغه لوبغالي ۹۷ ناسوځېدلې منډې کوي.
رېشاب پنټ بیا دوهم لوبغاړی شو، چې د ډیلي لپاره زیاتې منډې کوي، هغه په دغې لوبه کې ۴۶ منډې وکړې او شېکردوان سره یې ۱۰۵ منډې ملګرتیا وکړه.
ډیلي لوبډله او کلکتې ځواکمنې لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماته
دا دوهم ځل دی، چې ډیلي لوبډله کلکتې ته په خپل کورني لوبغالي ماته ورکوي، ډیلي لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې هم کلکتې ته ماته ورکړې وه.
بل پلو کلکتې ډیلي ته په لوبو کې ۹ ځلې ماتې ورکړې وې؛ خو په لسم ځل ډیلي ته په ماته ورکولو کې کلکته لوبډله ناکامه شوه او خپله یې د ناکامۍ جام نوش کړ.
دریم ریکارډ
شېکردوان دوهم لوبغاړی شو، چې د څلورم ځل لپاره ۹۰ یا نوي جمع منډې کوي، لومړی ډېوېډ وارنر دی، هغه ۵ ځله داسې منډې کړي دي.
دریم ویرات کولي دی هغه او مکسویل درې، درې ځلې نوي یا له دې ډیرې منډې کړي دي.
شېکردوان د ډیلي لپاره لومړنی لوبغاړی دی، چې سږ کال په یواځې ځان په ایدن ګارډېن لوبغالي ۹۷ منډې کوي.
هغه څوارلسم لوبغاړی شو، چې شل اوریزو لوبو کې پنځوس یا له دې ډیرې منډې کوي او لسم لوبغاړی شو، چې شل اوریزو لوبو کې ۵۰ نیمه سلیزې وهي.
دوان د ګمبیر ریکارډ مات کړ
ګمبیر هم د هندۍ لوبډلې کیڼ لاسی اوپنر و او شېکر دوان هم کیڼ لاسی اوپنر دی، ګمبیر په شل اوریزو لوبو کې ۷۴۷ څلوریزې وهلي او شېکردوان بیا د ده دا ریکارډ مات کړ؛ هغه ۷۵۴ څلوریزې پوره کړې او د ګاتم ګمبیر د څلوریزو ریکارډ یې تر شا پرېښود.
شېکردوان د آې پي ایل په ۲۶ مه لوبه کې ۱۱ څلوریزې ووهلې.
رسل او شپږ ځلې ۴۰ منډې
په روان آې پي ایل کې رسل د کلکتې لپاره د ملا تیر لوبغاړی ثابت شوی، هغه په پرله پسې ډول ۴۰ یا له څلوېښتو بره منډې کړي دي.
روبېن اوتاپا په ۲۰۱۴ م کال کې د کلکتې لپاره پر له پسې ۱۰ ځلې ۴۰ جمع منډې کړې وې.
انډري رسل او د وېکټو نیمه سلیزه
رسل په همدې لوبه کې د ډیلي د لوبډلمشر شیریاس ایئر ویکټ واخېسته او د وېکټو نیمه سلیزه یې په ټولو آې پي ایل لوبو کې پوره کړه.
رسل اووم لوبغاړی شو، چې د الراونډر په توګه پنځوس وېکټې اخلي او هم + ۱۰۰۰ یا زر پلس منډې کوي.
کولېن اېنګرام او ریکارډ یې
کولېن اېنګرام چې افریقایي لوبغاړی دی، هغه په شل اوریزو لوبو کې ۶ زره منډې پوره کړې او څلورم افریقایي لوبغاړی شو، چې ۶ زره منډې پوره کوي.
ډیویلیرس ۷ زره ۵۶۹ منډې کړي، ډیوېډ مېلر ۶ زره ۳۱۸ منډې کړي او ډومني بیا ۶ زره ۷۶ منډې کړي دي.
کولېن اېنګرام د آې پي ایل په ۲۶ مه لوبه کې د ډیلي لوبډلې لپاره ۱۴ منډې وکړې او خپلې شل اوریزې منډې یې ۶ زرو ته ورسولې.