
آې پي ایل کې د ډېرو منډو جوړوونکو او ډېرو وېکټو اخېستونکو لوبغاړو ترڅنګ د لوړ سټرایک رېټ لرونکو لوبغاړو او د غوره توپ اچوونکو نومونه ځانګړي ځایونه لري.
د دغو لوبغاړو په منځ کې محمدنبي او راشدخان هم ځای شوي دي، نبي د توپ اچوونکو په منځ کې یو وخت په دوهم مقام کې و، چهل پسې دی و؛ خو وروسته بیا ځېنې بالرانو ښه کارکرده ګي وکړه او محمدنبي وروسته شو.
نبي د اپریل په دوهمه نېټه خپل نوم د آې پي ایل په وېب پاڼه کې درې ځایه ثبت کړی و.
خو اوس یې هم نوم سوچه لرې شوی نه دی، بلکې لا یې هم نوم د غوره لوبغاړو په قطار کې دی.
اې پي ایل د سلو (۱۰۰) غوره توپ وهونکو نومونه ثبتوي، د دغو توپ وهونکو په لړ کې محمدنبي عیسی خېل پنځوسم ځای خپل کړی دی، هغه په درې لوبو کې ۴۰ منډې کړي، چې یوه لوبه کې یې په ۷ توپونو ۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په څلوریزه او شپږیزه بریا ته ورسوله.
عیسی خېل په توپ وهونکو کې پنځوس تر شا پرېښي او له براوو څخه یو قدم وړاندې دی.
نبي بیا د توپ اچوونکو په لړ کې یوولسم ځای ته رسېدلی، د رباډا، ډیپک چهر، عمران طاهر، محمدسراج او نورو لوبغاړو مخکې تګ د دې سبب شو، چې نبي عیسی خېل شاته شي او له دوهم مقام څخه یوولسم مقام ته ولوېږي، نن ماښام حېدراباد له ډیلي لوبډلې سره د آې پي ایل ۳۰ مه لوبه کوي، که لوبه کې محمدنبي وي او درې وېکټې واخلي، کولای شي بېرته دوهم مقام واخلي.
محمدنبي د غوره ایکانومي په لحاظ لومړی و؛ خو د هاربجن سېنګ د ښې توپ اچونې له امله هغه لومړی شو او نبي دوهم شو، محمد نبي یوه لوبه کې ښه توپ اچونه ونه شوای کړای او همدا وجه وه، چې ایکانومي یې له دریو لومړی څلور او اوس ۵ اعشاریه ۴۹ ته بره شوه.
خو محمدنبي لا هم په غوره ایکانومي کې دوهم ځای لري. نوموړي په یوه پاڼۍ کې د غوره توپ اچونې ریکارډ خپل کړی و، خو دا ریکارډ ویسټ انډیزي الزاري جوسیف مات کړ او اوس محمدنبي دوهم نمبر دی.
راشدخان ارمان
راشدخان ارمان د توپ وهونکو په برخه کې ۶۷ م ځای کې دی، هغه په دوه پاڼیو توپ وهنه کې برخه اخېستې یوه لوبه کې یې ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او بله لوبه کې په صفر اوټ شو.
راشدخان د غوره توپ اچوونکو په برخه کې یوویشتم ځای نیولی؛ هغه په ۶ لوبو کې سږ کال پنځه وېکټې اخېستي او ۵ اعشاریه ۸۳ یې ایکانومي ده.
خان بیا په غوره ایکانومي کې له عمران طاهر وروسته پنځم ځای خپل کړی.
مجیب الرحمن
مجیب الرحمن بیا په غوره ایکانومي کې دوه دېرشم ځای نیولی او ۸ اعشاریه ۴۱ یې ایکانومي ده.
دا مجیب ځدران په روان آې پي ایل کې تر اوسه په توپ وهنه کې هیڅ کوم نه دی لوبولی؛ نو توپ وهونکو کې یې نوم هم نشته.