محمدنبي: نړیوال جام کې پیاوړې لوبډلې ننګوو !

سپینه تجريدي ډیزاین

محمدنبي عیسی خېل په تازه څرګندونو کې ویلي، غواړي د آې پي ایل په څېر نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې لپاره وځلېږي او لوبډلې ته بریاوې ورکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا وېب پاڼه کې د هغه څرګندونې تازه د جمعې په ورځ خپرې شوې دي.
افغان غوره الراونډر په دې باور دی، چې دوی د نړۍ په کچه ځواکمن بالېنګ لاین لري او کولای شي نړیوال جام کې لوبډلې وننګوي او ماتې یې کړي.
نوموړي ویلي چې افغان لوبډله د توپ اچونې ښه توازن لري، په سپېن بالرانو کې اف بریک او لېګ برېک بالران لري، چې پرمټ به یې وکولای شي، ښه لوبه وکړي او لوبډلې مغلوبې کړي.
عیسی خېل به له دوو نورو سپېن یا څوکه توپ اچوونکو سره د دریم غوره اف برېک بالر په توګه ملتیا وکړي.
محمدنبي عسی خېل کولای شي، چې مېس بالونه وکړي او راشدخان بیا په منځنیو اورونو کې د افغانستان تکیه بالر دی.
د چټک توپ اچوونکو ترڅنګ د مُجیب وړتیا د ستایلو ده او کولای شي له چټکو توپ اچوونکو سره اوږه په اوږه اغېزناک پیل وکړي.

Mujeeb Ur Rahman Mohammad Nabi and Rashid Khan محمدنبي: نړیوال جام کې پیاوړې لوبډلې ننګوو !
د افغانستان درې پیاوړي ورو توپ اچوونکي

مجیب، راشدخان او محمدنبي عیسی خېل د انګلستان په ویشتن ځایونو لوبې کړي او ښه بلدتیا ورسره لري، مجیب په لېنکاشایر، راشدخان په سسېکس او محمدنبي عیسی خېل لېسېسټر شایر لپاره په بلاسټ سیالیو کې کلیدي او ملاتړي لوبغاړي وو.
محمدنبي وایي دا هستۍ به وکولای شي، چې افغان لوبډله د بریا پر لور رهي کړي.
درې واړه لوبغاړي د ۲۰۱۹ کال بلاسټ سیالیو لپاره یو ځل بیا د لوبډلو له خوا اخېستل شوي دي.
محمدنبي ویلي؛ تېرې بلاسټ سیالۍ زمونږ لپاره د تجربو یوه نړۍ وه او له امله یې مونږ د نړۍ غوره لوبغاړو او ویشتن ځایونو سره اشنا شو.
عیسی خېل زیاتوي دا هغه څه دي، چې مونږته د بریا هیلې راکوي.
افغان لوبغاړي له محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او راشدخان پرته په سهیلي افریقا کې د نړیوال جام د چمتووالي لپاره په سختو تمریناتو بوخت دي.
عیسی خېل دارنګه څرګنده کړې، له فشاره ډک حالت کې د آې پي ایل لوبې د نړیوال جام څخه وړاندې مونږ ته لا د ځواکمنتیا ډاډ راکوي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ای ایف پي خبري اژانس په حواله لیکلي، چې محمدنبي سږ کال آې پي ایل په خورا اغېزناک انداز پیل کړ او په خپله لومړۍ لوبه کې یې خورا ښه توپ اچونه وکړه.
محمدنبي عیسی خېل په داسې حال کې نړیوال جام ته خوشبیني ښیي، چې دې جام ته کابو ۴۷ ورځې پاتې دي او افغانستان د جون په لومړۍ نېټه اسټرالیا سره خپله لومړۍ لوبه کوي.
shahzad mohammad nabi محمدنبي: نړیوال جام کې پیاوړې لوبډلې ننګوو !
افغان لوبډلې اسټرالیا سره د ۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز نړیوال جام په لړ کې ۲۶ مه لوبه کړې وه، چې اسټرالیا، افغانستان ته ۴۱۸ منډې هدف ورکړی و.
افغان لوبډلې په ۳۷ اعشاریه ۳ اورونو کې ټولې ۱۱۴ منډې کړې وې او لوبه ترې اسټرالیا په ۲۷۵ منډو ګټلې وه.
خو له هغې راوروسته افغان لوبډله ډېره بدله شوې، په اسیا جام سیالیو کې یې وروستیو لوبو وښوده، چې افغان لوبډله اوس هغه پخوانۍ لوبډله نه ده او کولای شي، د پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا او نورو پیاوړو لوبډلو پر وړاندې خنډ شي.
محمدنبي عیسی خېل ویلي، چې که خدای کول، مونږ به په راتلونکي کې د ټېسټ لوبو لوبډلې هم وننګوو.