په افغانانو او ویسټنډیزیانو ښایسته IPL

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

آې پي ایل سیالیو کې د ډېری هېوادونو لوبغاړي لوبېږي، خو هغه چې اکثره وخت یې لوبې ډېرې په زړه پورې وي، له ډلې یې افغانان او ویسټنډیزیان یادیږي.
ویسټ انډیزیان او آې پي ایل کې یې ونډه
ویسټ انډیز کې داسې لوبغاړي دي، چې د شل اوریزو لوبو لپاره خورا ښه او مناسب دي، دوی کله په ویکټو اخېستلو او ډېر کله په توپ وهنه کې د بونډریانو باران جوړوي، ناممکنې لوبې د خپلو لوبډلو لپاره ممکنوي او ننداره کوونکي په جذبو او جوش راولي.
هلته له هندوستان وتلي، په نورو هېوادونو کې هم د دوی له شپږیزو، څلوریزو او کېچونو سره خلک اشنا دي او ډېری یې مینوال دي.
دلته د ځینو همدغو لوبغاړو یادونه کوو:
سونېل نرېن د ویسټ انډیز اف بریک بالر دی، له ۲۰۱۴ کال راهیسې دی په کلکته لوبډله کې د یو بالر په صفت لوبېده او لومړیو کې یې توپ اچونه دومره اغېزناکه وه، چې په کمه ایکانومي او ویکټو اخېستلو کې یې نوم درلود.
cd2d346da6f118e4df69e5dbddcfb3de په افغانانو او ویسټنډیزیانو ښایسته IPL
خو په ۲۰۱۸ م کال آې پي ایل کې دی د کلکتې لوبډلې د رهبرۍ غړو او روزونکو له خوا د توپ وهنې اوپننګ ته وټاکل شو.
نوموړي داسې توپ وهنه وکړه، چې یو توپ هم ترې ډاټ یا بې منډو نه دی تېر شوی، په سلو کې یې ۸۰ سلنه بونډریانې ولوبولې او د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ یې هم جوړ کړ.
له هغې وروسته دی د یو ښه اوپنر توپ وهونکي په توګه کلکتې لپاره ثابت شوی او اوس هم اوپننګ ته راځي.
تېر کال آې پي ایل کې یې د لوړ سټرایک رېټ لوبولو له امله هغه کوچنی موټر چې هلته به ولاړ و، وګاټه.
دوهم لوبغاړی کېرون پولارډ
کېرون پولارډ شا او خوا ۲۰۱۱ کال راهیسې ممبيي لوبډلې سره لوبېږي او د یو خطرناک الراونډر په توګه یې ځان د نورو لوبډلو لپاره ثابت کړی.
د چینای لوبډلې خلاف لوبه کې یې له سورېش رېنا څخه داسې کېچ ونیو، چې د هماغه کېچ په اخېستلو سره یې د چینای لوبډله د زوال په لور بوتله او په ۳۷ منډو یې له ممبيي لوبډلې ماته وخوړه.
د حېدراباد خلاف لوبه کې یې ۱۰۰ منډې هدف په ۱۳۶ منډو بدل کړ، په ۲۶ توپونو یې ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۲ څلوریزې پکې شاملې وې.
وړمه شپه د اپریل په ۱۰ مه نېټه د آې پي ایل په ۲۴ مه لوبه کې یې په وانکېډی لوبغالي کې ریکارډي بریا خپله کړه.
IPL 1 په افغانانو او ویسټنډیزیانو ښایسته IPL
پولارډ په دې لوبه کې لوبډلمشر هم و، ټاس پولارډ وګاټه او توپ اچونه یې وکړه.
کرېس ګېل او لوکېش راهول د پنجاب لپاره خورا چټک پیل وکړ، دواړو اوږده ملګرتیا وکړه، ۷ شپږیزې او درې څلوریزې کرېس ګېل ووهلې او ۶ شپږیزې او ۶ څلوریزې لوکېش راهول جوړې کړې.
ګېل ۳۶ توپونه ولوبول او ۶۳ منډې یې وکړې؛ لوکېش راهول بیا په ۶۴ توپونو ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
پنجاب د بونډریانو باران وکړ او هدف یې ۱۹۸ منډو ته ورساوه.
د ممبيي لوبډلې له خوا پیل ښه نه و، خو په منځنۍ برخه کې د پولارډ لسو شپږیزو او درې څلوریزو پنجاب له ماتې سره مخ کړ.
پولارډ په ۳۱ توپونو ۸۳ منډې وکړې او پنجاب لوبډلې ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
د پولارډ دې بریا ممبيي لوبډله د نومرو په جدول کې له پنځم مقام څخه دریم مقام ته راورسوله.
دریم؛ انډري رسل
رسل د کلکتې لپاره د ویسټ انډیز خورا غوره الراونډر دی، هغه له ۲۰۱۴ م کال راهیسې د کلکتې لوبډلې ملا ورتړلې او تل یې په خپله بې رحمه توپ وهنه کلکته لوبډله بریا ته رسولې او نورې لوبډلې یې مغلوبې کړي دي.
رسل د حېدراباد خلاف لوبه وګټله او د حېدراباد لوبډله یې حېرانه کړه، د بنګلور خلاف لوبه کې یې بې رحمه توپ وهنه وکړه او ویرات کولي یې خفه کړ، د چینای خلاف لوبه کې یې په خورا سخت حالت کې پنځوسیزه ووهله او هدف یې تر ۱۰۹ منډو ورساوه.
رسل اوسمهال په منډو کې څلورم لوبغاړی دی، هغه ۲۵۷ منډې جوړې کړي دي.
نوموړی په غوره سټرایک رېټ کې لومړی دی او هم د آې پي ایل د ارزښتناکو لوبغاړو لومړۍ څېره ده.
وېکټو کې یې دوه ویشتم ځای نیولی په څلورو لوبو کې یې توپ اچونه کړې او ۵ وېکټې یې اخېستي دي.
ویسټ انډیزی الزاري جوزیف
الزاري جوسیف د آې پي ایل په پیل کې د دې لوبو په تاریخ کې غوره توپ اچوونه وکړه، د حېدراباد ۶ لوبغاړي یې وسوځول او ۱۲ منډې یې ورکړې.
افغان لوبغاړي او دښې لوبې
راشدخان د آې پي ایل پیل لوبه کې د ګوجرات لاینز وېکټې ولزړولې، تېر کال یې کلکته په سیمې فاینل کې له سیالیو بهر کړه او حېدراباد یې پایلوبې ته ورساوه.

56800675 2591892150825201 2950556710315491328 n 1 په افغانانو او ویسټنډیزیانو ښایسته IPL
د پنجاب لوبډلې په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:
Afghan di ایان, IPL di ښکلا 🕸 🇦🇫

مجیب ځدران تېر کال په خپله توپ اچونه پریټي زېنټا خوښه کړه.
او محمدنبي بیا سږ کال خپله لومړۍ لوبه کې د ۲۰۱۹ آې پي ایل سیالیو غوره توپ اچونه وکړه، د ویرات کولي لوبډله یې له ستونزو سره مخ کړه، په ۱۱ منډو ورکولو سره یې ۴ وېکټې واخېستې.
له الزاري جوزیف څخه وړاندې د محمدنبي توپ اچونه سږکال غوره توپ اچوونه وه.
دا د ویسټ انډیزيانو او افغان لوبغاړو ونډه ده، چې د آې پي ایل رنګ یې سږ کال یو څه راجوړ کړی.
دا چې افغان لوبغاړي نسبت ویسټ انډیزي لوبغاړو ته په آې پي ایل کې کم دي، نو ځکه د ویسټ انډیزیانو د لوبو بازار ګرم دی، که په آې پي ایل کې حضرت الله ځاځی، شهزاد محمدي او شفیق الله شفق په شان لوبغاړي وای کېدای شوای، چې دوی تر ویسټ انډیزیانو ښه او باوري لوبه کړې وای او خلک به یې په خپله لوبه رامات کړي وای.