
د کرکټ ځېنو وېب پاڼو تازه راپور خپور کړی، چې د ویرات کولي او سمریتي مندانا ترڅنګ راشدخان هم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کال کې غوره بالر راغلی او جایزه ورته ځانګړې شوې ده.
ویرات کولي دا دریم ځل دی، چې د ویسډن جایزه ګټي او د راشدخان بیا لومړی ځل دی، چې د دې جایزې ګڼل مستحق کېږي.
کولي په ۲۰۱۸ م کال کې د یو ورځنیو او ټېست لوبو غوره توپ وهونکی و او لا هم په دغه مقام کې پاتې دی.
په دغو لوبغاړو کې د ویرات کولي ترڅنګ راشدخان ارمان، جاس بټلر، سام کورن، روري برنز او بیومونټ هم شامل دي.
د ښځینه کرکټ لوبغاړو په منځ کې بیا هندۍ سمریتي مندانا او انګلستانۍ بیومونټ ټاکل شوي دي، دوی دواړه د کال مخکښې توپ وهونکې دي.
ویرات کولي په ۲۰۱۸ کال کې په ټولو ډولونو( شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ) لوبوکې ۲۷۳۵ منډې کړي دي او د انګلستان خلاف سیریز کې یې ۵۹۳ منډې کړې وې.
کولي په ۲۰۱۸ کال کې په ټیسټ لوبو کې ۵ سلیزې وهلې وې.
سمریتي مندانا
هندۍ کرکټ لوبغاړې سمریتي مندانا ۲۰۱۸ کال کې ۶۶۹ منډې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې کړي دي او دې هم د وېسډن په نامه جایزه کې ځان ثبت کړ.
په ویسډن جایزه کې دریم نوم د راشدخان ارمان دی
افغان ستوری راشدخان ارمان چې د نړۍ په کچه په شل اوریزو لوبو کې لومړی توپ اچوونکی دی، د کال د شل اوریزو لوبو مخکښ لوبغاړی راغلی دی، هغه د هندوستان په سوداګریز لیګ کې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱ وېکټې اخېستې وې.
راشدخان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې بې جوړې و، هغه ۲۰۱۸ کال د ۲۲ وېکټو په اخېستلو پای ته ورساوه او په دې ډول مخکښ توپ اچوونکی و.
وېزډن یا وېسډن څه شی دی؟
تاسې به د وېسډن جایزې په اورېدلو سره حېران شوي یاست او یا به هم درسره پوښتنه پېدا شوې وي، چې دا څه دي.
دا د پخواني انګلستاني کرکټ لوبغاړي جان له خوا رامنځته شوې یوه مجله ده، چې دا مجله ۱۸۸۴ م کال څخه را په دېخوا د کال غوره کرکټ لوبغاړي له ځان سره ثبتوي او کله ناکله کې یې په جایزو نازوي.
وېزډن بیا د کرکټ لوبغاړو لپاره یو ماخذ یا اخځلیک هم دی، چې دا د هماغه وخت راهیسې تر اوسه پورې د لوبغاړو ریکارډونه ثبتوي او خلکو ته یې د یوې معلوماتې بستې په توګه په واک کې ورکوي.