«د لوبډلې د بریا په موخه میدان ته ښکته کیږم، نه د شهرت»

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: سمیع الله هلال
د خپل کرېکټ په تاریخ او د هندوستان غوره لیګ سیالیو په لومړۍ لوبه کې د دولسو منډو په ورکړې سره د شپږو لوبغاړو سوځونکی ویسټ انډیزی الزاري جوزف وایي، چې د شهرت لپاره نه لوبېږم بلکې خپله لوبډله بریا ته رسولو لپاره په مېدان کې لوبېږم.
تیز توپ اچونکی الزاري جوزف چې د ویسټ انډیز دی، سږ کال هندوستان غوره لیګ یا IPL کې د ممبي انډیینز سره لوبېږي، نوموړی په لومړیو کې نه و پلورل شوی، وروسته له هغې الزاري جوزف د هند غوره لیګ لوبولو وړانديز وشو کله چې ممبي انډیینز د نیوزلینډي تیز توپ اچوونکي ایډم میلان څخه محروم شو، نیوزلینډی تیز توپ اچوونکی د تمریناتو پر مهال ټپي شوی او له سږ هندوستان غوره لیګ سیالیو سره يې خدای پاماني کړې.
الزاري جوزف د خپل کرېکټ په تاریخ کې ښه توپ اچونه تر سره کړه، نوموړي د شنبې په ورځ د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په وړاندې خپله لومړنۍ ای پي ایل سیالی ترسره کړه، چې د څلورو اورونو کې یې دوولس منډو په ورکړې سره شپږ لوبغاړي وسوځول.
نه یوازې دا چې الزاري جوزف د ځان لپاره تاریخي ورځ جوړه کړه بلکې د ۲۰۰۸ کال ای پي ایل سیالیو هغه ریکارډ یې هم مات کړ، کوم چې پاکستاني تیز توپ اچوونکي سهیل تنویر په خپل نوم کړی وو.

سهیل تنویر د ای پي ایل په لومړي پړاو سیالیو کې د کمو منډو په ورکولو سره د زیاتو ویکټو اخیستلو ریکارډ په خپل نوم کړی و.
د جوزف د زیږیدو او لوبیدو په اړه
الزاري جوزف چې ۲۲ کاله او ۱۴۰ ورځې عمر لري د ویسټ انډیز په انتیاګو ښار کې په کال ۱۹۹۶ کې زیږېدلی نوموړی د ممبي لوبډلې ها خوا د ویسټ انډیز په ملي او نونلس کلنه لوبډلې سربېره لیوارډ ایسلینډ او کیټس لوبډلو کې هم لوبېدلی.
تر دې دمه یې نهه ټیسټ یا پنځه ورځينۍ لوبې، یوه ورځینۍ ۱۶ لوبې او اته یې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.
لومړنۍ تیسټ لوبه یې د هند پر خلاف په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ترسره کړه، نوموړي یوه ورځینو لوبو پیل د پاکستان کرېکټ لوبډلې پر وړاندې په کال۲۰۱۶ کې ترسره کړ.
الزاري جوزف چې تر اوسه یې هېڅ نړیواله شل اوریزه لوبه نه ده ترسره کړې د خپل کرېکټ تاریخ لومړۍ لوبه یې په کال ۲۰۱۶ میلادي کې د د ویسټینډيز کریبین کورني غوره لیګ کې د بارباډوس لوبډلې پر خلاف ترسره کړه.