د امو او بند امیر زونونو ترمنځ د فرسټ کلاس لومړۍ لوبه په وروستیو کې ډېره جالبه ترسره شوه، ځکه بند امير ته ۸۰ منډې د بريا لپاره پاتې وې او ۸ لوبغاړي يې درلودل، خو د امو زون شرف الدین اشرف ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د بند امير لوبغاړي یې په پرلپسې ډول وسوځول او امو ته يې لومړۍ بريا ورپه برخه کړه. امو زون خپله لومړۍ لوبه کې په ۷ منډو خپله کړه.
د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه د امو زون او بند امیر زون ترمنځ د اپريل په څلورمه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيل شوه. د لوبې پچه بند امیر زون وګټله او د امو زون لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د امو زون د لومړۍ پاڼۍ توپ وهنې پيل عبدالمالک او جمعه ګل وکړ، خو لومړي توپ وهونکي په ښه توپ وهنه ونه توانېدل، عبدالمالک په ۷ او جمعه ګل په ۱۴ منډو وسوځېدل. همدا راز تر دوی وروسته عبدالرزاق او اسدالله متني هم په توپ وهنه کې بريالي نه شول او په ۲ او ۴ منډو وسوځېدل، تر دوی وروسته حیات الله ښه لوبه وکړه او ۸۰ منډې يې ترسره کړې. په نورو لوبغاړو کې شرف الدین اشرف ۲۹، میروېس اشرف ۲۳ او سلیم ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
امو زون د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۷ منډې وکړې.
د بند امیر زون لخوا بيا نجات مسعود ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د امو زون ۵ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز عبدالله عادل او فرمان الله ساپي دوه دوه لوبغاړي وسوځول او يوه ویکټ بیا محمد انعام الله واخيسته.
د بند امير زون لوبډلې لخوا د لومړۍ پاڼۍ توپوهنې ته عمران جنت او اصف موسی زی راووتل، که څه هم په پيل کې توپوهونکو د ښې لوبې هڅه پيل کړه، خو د امو زون توپ اچونې ته ونه درېدل او پرلپسې يې ويکټې له لاسه ورکولې. نورالحق تر ټولو زياتې ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز اصف موسی زي ۳۳، یونس احمدزي ۲۵ او ضیا الحق ۱۲ منډې وکړې، تر دوی پرته هيڅ لوبغاړی په دې ونه توانېده چې خپلې منډې تر لسو ورسوي.
د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره بند امیر زون ۱۵۷ منډې وکړې چې د امو زون څخه ۵۰ منډې وروسته پاتې و.
د بند امو زون لخوا بيا ټولو توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه، میروېس اشرف او عبدالواسع درې درې لوبغاړي وسوځول، دوه لوبغاړي شرف الدین اشرف وسوځول او سلیم او عبدالله مزاري هم يوه – يوه ویکټ ترلاسه کړه.
د ۵۰ منډو په برترۍ سره د امو زون لوبډلې يو ځل بيا خپله دویمه پاڼۍ پيل کړه چې دا ځل د امو زون لوبډلې ښه توپوهنه وکړه او د لوی هدف ټاکلو هڅه يې وکړه.
عبدالمالک ۹۸ او شرف الدین اشرف ۶۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. په نورو لوبغاړو کې حیات الله او عبدالرازق څلوېښت څلوېښت منډې وکړې. جمعه ګل ۳۲ او حاجي مراد مرادي ۱۹ منډې وکړې.
د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره امو زون ۳۵۹ منډې وکړې او د بند امیر زون لوبډلې ته يې د ۴۱۰ منډو هدف وټاکه.
دا ځل محمد انعام الله ۵، وقار سلامخېل ۳ او عبدالله عادل او فرمان الله ساپي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۴۱۰ منډو د هدف پوره کولو لپاره د بند امیر زون څخه عمران جنت او اصف موسی زی توپوهنې ته راووتل، دا ځل بند امیر هم ډېر ښه توپوهنه پيل کړه، دوه لوبغاړو پکې سليزې هم ووهلې، یونس احمدزي ۱۷۰ او ضیا الحق ۱۰۲ منډې وکړې او عمران جنت بیا ۵۸ منډې وکړې.
د لوبې په وروستۍ يا څلورمه ورځ بند امیر زون ته د بریا لپاره ۸۰ منډې پاتې وې او ۸ لوبغاړي يې درلودل، خو شرف الدین اشرف د امو زون لپاره ډېره خطرناکه توپ اچونه وکړه او د بند امیر زون لوبغاړي يې يو په بل پسې وسوځول چې په ۷ منډو يې خپلې لوبډلې ته بريا ور په برخه کړه.
تر یادو لوبغاړو پرته فرمان الله ساپي ۱۳، اصف موسی زي ۱۰، نجات مسعود هم ۱۰ منډې وکړې، بل کوم توپوهونکی په دې ونه توانېده چې زياتې منډې وکړې او د بند امیر ټوله لوبډله په ۴۰۲ منډو وسوځېده.
شرف الدین اشرف بایللې لوبه بېرته راوګرځوله او امو زون يې بريا ته ورساوه، نوموړي په خپله وروستۍ پاڼۍ کې ۷ لوبغاړي وسوځول، همدا راز میرویس اشرف، سلیم او عبدالله مزاري هم يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د لوبې په څلورمه ورځ له جالبې لوبې وروسته امو زون په ۷ منډو بريا ترلاسه کړه او د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیاليو لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف ونومول شو چې په لوبه کې يې تر ټولو ښه توپ اچوونه ترسره کړه.
امو زون د لوبې له بريا سره ۲۰ نومرې ترلاسه کړې.
په دې لوبه کې فرمان الله ساپي خپله لومړۍ فرسټ کلاس لوبه ترسره کړه.
به دغه لوبه کې د بند امیر زون یونس احمدزي تر ټولو زياتې منډې وکړې، نوموړي په دوه پاڼيو کې ۱۹۵ منډې وکړې او د امو زون لوبډلې شرف الدین اشرف بيا تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې، نوموړي په دوه پاڼيو کې ۹ لوبغاړي وسوځول.