په ژوند او کار کې ویره ځورونکې ده، څنګه له ویرې او تزلزل وتلی شو؟

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: غازي عابد
– مثبتې خبرې وکړئ. کله مو که واورېدل چې د ځان په اړه منفې خبرې کوئ، ژر تر ژره دا حالت بدل کړئ او د منفي پر ځای مو د ځان په اړه مثبتې خبرې پيل کړئ.
– په انسانانو کې ته یوازینی شخص یې چې خپل ځان ډیر ښه پيژنې. نو له خپل ځان سره مینه وکړه، شاید نور خلک هم درسره همداسې وکړي.
– څه چې لرۍ شکر پرې وباسئ. ځکه څه چې لرو او په هغه شکر وباسو؛ دا له نیمګړتیا او ناخوښۍ سره مبارزه ده. نو باطن کې د شکر ګذارۍ احساس د اطمینان او ډاډ لپاره حیراونونکې ګټې لري.
– هیڅکله دا مه وايئ چې بشپړ او پوره یوو. ځکه هیڅ شی او هیڅ انسان نه دی پوره، بلکې نیمګړی دی. زموږ ستاسې ژوند به ورځ تر بلې ګڼو نمیګړتیاو او خنډونو سره مخ کیږي، خو دا به په داسې ډول سره قبلوو او ورسره مبارزه به کوو، څو ترې راتلونکې کې زده کړه او تجربه ترلاسه کړو.
– د اطمنان، پوهې قوت او رهبریت په ګډون مو ځان په بیلابیلو حالاتو کې تصور کړئ. په دغه ډول خیالاتو کولو سره د نورو بهرنیو عواملو پر ځای ښه اطمینان ترلاسه کولی شئ او باید پر دې باوري اوسئ.
– هره ورځ داسې ژوند وکړه چې دا دې وروستۍ ورځ ده. څوک پوهیږي چې کله مو وروستۍ ورځ ده؟ څوک دې ته پام کوي چې یا دې هڅوي چې باید مثبت فکر او احساس وکړې؟ نو اړینه ده څو خپله مثبت احساس او فکر وکړې او خپله لاس په کار شې، چې اطمینان ترلاسه کړې.
– داخلي یا باطني انګیزه مو بیا وروزوئ. کله چې په ځینو حالاتو کې د اطمنان د نشتوالي احساس کوئ، نو لامل به یې دا وي چې ستاسې داخلې انګیزه یا له داخله غږ منفي دی. په همدې اساس ضروري دی چې لومړی باید باطن کې مثبت اوسئ.
-ځانته اهداف وټاکئ، نه هیلې.
– د تګ لپاره مو لوری معلوم کړئ او ځان مطمئین کړئ چې په سمه روان یاست.
– هر وخت ځان په ښيښه کې لیدلو یا بل غبرګون سره، د ځان په اړه خوښي او صمیمیت ښکاره کړئ. دا کار تر هغې پورې کوئ، تر څو چې صمیمت، خوښي او قدردانی په حقیقت بدل شي.
– هر کله چې سهار له خوبه راپورته شوۍ، ځانته ښېښه کې وګورئ او ووايئ چې په ژوند کې مو ډیر پرمختګ کړی؛ هیڅکله او هیڅ شی به مو شاته نه کړي یا له پرمختګه مخنیوی ونه کړي.
– ځیني وخت ممکن خلک ستاسې په اړه یا تاسې ته له ضده او قصده څه خبرې وکړي. کیسه کې یې مه اوسئ، ځکه هغوی بخیلان دي او تاسې روغ نه غواړي. بس تاسې هڅه وکړئ له ژونده خوند او ګټه واخلئ.
– د مشرۍ او رهبرۍ په اړه ځینو ټولګیو او ډلو کې ځان شامل کړئ. د چارو واک ترلاسه کولو چل زده کړئ. که چېرې په ښوونځي کې یاست، نو هڅه وکړئ یو ټولنیز موقف ترلاسه کړئ، لکه د یوه کلب مشري ترلاسه کول. ځکه دا وړتیا درلودل چې نور رهبري کړې او یا نورو ته ځواب ویونکی اوسې، له تاسې سره مرسته کوي څو په خپل ځان اطمینان ترلاسه او په ژوند له ډاډه بشپړ اوسئ.
– کله مو چې د خپل ځان په اړه بد احساس کاوه، نو خپل بل هغه ملګری مو تصور کې راولئ چې داسې احساس یې درلود. دې وخت له ځانه سره یوه پاڼه را واخلئ، پرې ولیکئ چې نورو خلکو ته د ښه احساس څه توصیه کوئ. هغه توصیه پرې ولیکئ یا دا جملې هم بسنه کوي. بیا دا پاڼه له ځانه سره جلا وساتئ، هر کله چې مو بد احساس کاوه، دا پاڼه را واخلئ او ویې ولولئ. ځکه کله چې دا لولۍ نو بیا له ځانه سره حتماً وايۍ چې باید ځان باندې یې هم عملي کړم.

نور بیا…
سرچینه: ویکي هاو ویب پاڼه