لیکنه: آرون تاوبي
ژباړه: غازي عابد
ځیني خلک له دندو او کارونو سره بې سارې مینه لري، ځیني وخت کې ورته دا مینه په زیان واوړي، ځکه دوی له خپلو وړتیاوو نه په بې رحمانه ډول سره استفاده کوي، چې داسې په کار هم نه وي، بلکې په داسې انګیزې او متحرک ډول باید خپل کارونه ترسره کړو چې راته په پراخه ډول منظمه ګټه ورسوي.
دلته هم ځیني داسې لارې چارې دي چې تاسې پرې خپلې دندې او کارونه په ښه ډول ترسره کولی شئ:
۱- د یو کار په ترسره کولو دې ځان قانع او رضا کړه
یوه اسانه لاره چې خپل کارونه پرې په ښه ډول سره ترسره کولې شې، دا ده چې د خپلې دندې یا هغه کار په اړه چې ترسره کول یې در په غاړه وي سخت او منفي فکر ونه کړې.
د کوارا ویب سایټ یو کاروونکې ماري سټين په دې اړه خپله تجربه د مثال په توګه راوړي، نوموړې وايي؛ زه د کار د سختوالي په اړه فکر نه کووم، بلکې زما فکر دا وي چې دا کار به په ډیر ښه ډول سره ترسره کړم او ترسره کولی یې شم.
سټین زیاتوي: سخت ترسره کړه او اسانه وګوره، زه دا چیلینج او ننګونه خوښوم، زه غواړې داسې شخص اوسم چې سخت او پراخې وړتیا لرونکې شم.
۲- کنټرول ولره
کله چې په بیلابیلو سختو دندو، کارونو او مسوولیتونو غالب او بریالې شوې، بیا دې ذهن داسې جوړیږي چې هر ډول سخت او اسانه کار درته ستونزه نه ده، بلکې ته ېې کنټرول اخیستی او ترسره کولی شې.
د کوارا ویب سایټ یو استعمالوونکی براین رویمیلیي خلکو ته سپارښتنه کوي چې هره لحظه او ثانیه مو په خپل کنټرول او واک کې ولرئ.
دی ووايي، ستاسې ټول قدرت او توان ستاسې د کنټرولوونکې قوې په لاسونو کې دی، که ته وغواړې په دې لاسونو لوړ لوړ تمریونه ودانولی هم شې او که غواړې ورانولی یې هم شې. یعنې هر څه ستاسې لاسونو کې دي، چې څه کوې کولی یې شې.
۳- له هغو خلکو سره ناسته پاسته وکړه چې سخت کارونه کوي
هیڅ سړی یا ښځه د ښه یا سخت کار کولو جزیره یا ټاپو نه دی، نه هم همداسې پیدا شوي چې ډیر او ښه کار به کوي.
ددې لپاره چې په پرلپسې ډول خپل اهداف تعقیب کړې، له هغو خلکو سره کیښنه، ناسته پاسته وکړه او ویې څاره چې سخت(ډیر او ښه) کارونه کوي او دا کارونه په ښه ډول سره پرمخ وړي.
کله چې داسې خلک ووینې، چې سخت کار کوې، ته هم ورسره تشویق کیږي او بلاخره دې ته مجبوره کیږي چې د هغوی د کارونو د ښه ترسره کوونې په راز ځان پوه کړې او سبا ته هم هماغه ډول سره کارونه وکړې.
۴- خپل کارونه مو په کوچینو برخو وویشئ
لېکواله ماري سټیني وايي، خپل سخت یا هر کار مو په کوچنیو برخو تقسیم کړئ، ځکه په دې ډول سره به وشۍ کولی چې کار کې ممکن خنډونه معلوم کړئ او پرې د بریالي کیدو لپاره چمتوالی ونیسئ.
کله مو چې خپل کارونه ترسره کړل، خپل ځانته شاباسی ووایاست، څو راتلونکې کې لا نور پياوړي او متحرک شئ.
یو لیکوال ګیرارډ ډانفورډ وايي، کیدای شې وړې بریاوې یو چا ته ډیرې بې ارزښته ښکاري، خو همدا وړې کامیابیانې کولی شي د ژوند نورو ټولو کارونو ته په حیرانوونکي ډول پرمختګ او انکشاف ورکړي، یعنې په حقیقت کې کوچنۍ بریاوې کولی شي په لنډ وخت کې سترې بریاوې در په برخه کړي.
۵- متمرکزه اوسئ
که چیرته خپل ځان باندې په مکمل ډول تمرکز ونه ساتئ، نو دا به سخته وي چې انګیزه ترلاسه کړئ او متحرک شئ.
د کورا ویب سایټ یوه بله کاروونکې مارېنه ابازه وايي، که چېرته تاسې بهرنیو مزاحمتونو او یا نورو غیرې ضروري شیانو کې ځان ډیر زیات ښکیل کړئ، نو هیڅکله به خپل هغه کار چې درسپارل شوی په سم ډول ونه شئ کړای، ځکه متمرکز نه یۍ، مثلاً که ستاسې کار دا وي چې ایمیلونو، پیغامونو او نورو مربوطو کارونو ته ځوابونه ورکړئ، دا به ژر ونه شۍ کړای.
ابازه زیاتوي: که چیرته خلکو یا ملګرو ته مو داسې ویلي وي چې تل د هغوی لپاره ځواب ورکولی او وخت شئ، دا هم ورته ووایۍ چې ځیني وخت د مصروفیت له امله نه شئ کولی، یعنې خلکو ته باید واضح ووايې چې کوم وخت به ستاسې غوښتنې ځوابولی یا درسره وخت تیرولی شم او کوم وخت کې نه.
۶- تل له ځان سره (ولې) په یاد لره
دا هم یو متحرک کوونکی کار دی چې له ځانه سره دا رایادوې چې ولې یو کار ترسره کوې، ولې پرې وخت تیروې؟ چې د ولې ځواب پیدا کوې، نو منشا یې متحرک کوونکی شی وی.
کله چې یو کار ترسره کوو ولې یې ترسره کوو؟ د کار ترسره کولو لامل به خامخا ورسره مینه وي. یا دا چې تاسې خپلې کورنۍ ته خوراک تیاروئ او بیا یې ورته په میز ږدئ، څو همکاري ورسره وکړئ او هغوی یې وخوري. دا ټول هغه کارونه دي چې تاسې د یو څه له امله هڅیدلي یې، څو داسې وکړئ، کله چې دا له ځانه سره بیا بیا یاد کړئ او ووايئ چې ولې داسې کووم نو مثبت عوامل یې دریادیږي او لا نور هم هڅیږئ.
د کورا یو کارونکی ډیویډ برایډلي وايي، تاسې اکثره وخت په ځینو ادارو کې یا خپل کاروبار کې دا اورئ او دا تصور هم کوئ، چې (ولې) هغه ادارې یا کمپنئ؟ یعنې دا خیال او تصور همدا دی چې ولې هغه کمپنۍ دومره مشهوره ده، موږ هم باید د هغوی په شان کار وکړو او همداسې یو ځای ته ورسیږو. دلته هم د کار لپاره انسان تحریک کیږي، ځکه تحریک کوونکی یې هغه بله کمپنۍ شوه، نو تاسې هم بیا همداسې غواړئ چې باید مشهور شئ او ډیره ګټه ترلاسه کړئ.
۷- مثبت اوسئ
که یو څوک درته ووایي چې ناکامي حتمي ده، خو دا ستاسې په لاس کې ده چې څه ډول ناکامۍ سره مبارزه کوئ او بلاخره په پای کې بریالیتوب رسیږئ.
د کورا یو بل کارونکی راوي ټانډن سپارښتنه کوي؛ هغه څه کوه چې ستا اهداف پرې ترلاسه کیږي، د نورو خبرو او دې پسې مه ګرځه چې خلک به ستا په اړه څه ووايي.
مارینا ابازه وايي، خپلو کمزوریو سره د پاتې کیدو پر ځای مو په خپل قوت او انرژۍ ډیر تمرکز وکړئ.
موږ ډیر کله وایو چې زه دا کار نه شم کولی، دا یو غلط ذهنیت دی او غلطه لاره ده، بلکې هر وخت کې باید ووایو اود ا مثبت فکر وکړو چې دا کار شونی دی، زه یې کولی شم او دا هر څه هغه وخت، که چیرې خپل قوت وکاروو او له ناکامۍ سره رښتیني مبارزه وکړو، مثلاً ورته تسلیم نه شو، کار نیمايي کې پرینږدو او پرلپسې مخته لاړ شو، هر ډول کار کولی او بریا ترلاسه کولی شو.