شاعران یا مینه وال یې شئ؛ شاعري رواني خپګان ختموي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
که څه هم د افغانستان په شان ټولنه کې شاعري د غم ځپلو، وزګارو او زړه خوړینۍ هنر ګڼل کیږي، خو په دې مطلب کې به خبر شئ، چې برعکس شاعري او نور هنرونه د رواني خپګانونو په ختمولو کې مرسته کوي.
علمي څېړنه یې وایي
دا خبره د چا شخصي نظر نه دی؛ په امریکا کې روان پوهانو یوه څېړنه کړې او هغوی موندلې، چې شاعري د رواني خپګان په ختمولو کې مرسته کوي.
د څېړنې ترسره کوونکو ویلي، چې په رواني خپګان ۳۰ لوړ عمره کسان یې په څېړنه کې ازمایلي او موندلې یې ده، چې د شاعرۍ لوستل حتا د خپګان په کمولو کې مرسته کوي.
په څېړنه کې دا هم موندل شوې، چې د نارینه وو په پرتله ښځینه له شاعرۍ څخه ډېرې اغېزمنیږي.
یانې که ښځینه رواني ناروغانې شاعري واوري او ولولي د نارینه وو په پرتله به یې رواني روغتیا زر ښه شي.
دلیل یې څه دی؟
روان پوهانو پخپلو څېړنو کې پر رواني خپګانونو د شاعرۍ د تاثېر دلیل دا ګڼلی، چې شاعري تر ډېره ناویلې خبرې لري او بهترینه شاعري خو ژوره وي او خپل مخاطبین په عامه اصطلاح بلې دنیا یا خیالونو او سوچونو ته بیایي.
په دې اساس ویل شوي، چې د شاعرۍ اغېز پر رواني ناروغانو مثبت دی.
رواني ناروغان معمولاً خپلو اندیښنو په مخه کړي وي، په بل څه فکر و غرض نه لري او پخپلو وړو یا لویو اندیښنو خپل ځان او خپل ژوند خرابوي.
ژوره او اغېزناکه شاعري دوی د اندیښنو له دنیا بلې دنیا ته بیایي، نوي خیالات، سوچونه، تصورات او ذهني نندارې ورته مساعدوي.
په دې ډول ده، چې شاعري د رواني ناروغیو د درملنې یوه له ښو وسیلو څخه یاده شوې ده.
د روح د غذا مسئله
د روان پوهانو دا څېړنه به موسیقۍ سره هم اړونده وي، ځکه د موسیقۍ مدافعین دا هنر د روح غذا ګڼي.
په مذهبي لحاظ به په دې موضوع ملاحظې موجودې وي، خو د روان پوهنې علم ټینګار کوي، چې موسیقي، شاعري، سېنما او نور هنرونه ټول د انسان روح یا روان ته خوښي بښي او مثبت تاثیر ورباندې لري.
خو شاعري تر شاعرۍ ده!
عام خلک یا له شاعرۍ سم خوند نه شي اخیستی، یا د سمې شاعرۍ په موندلو نه بریالي کیږي.
دا نو ستاسې مهارت پورې ده، چې څنګه بهترینه شاعري انتخابوئ، یا که سپینه یې ووایو چې خپل ذوق څنګه لوړوئ څو له بهترینو او خوندورو شعرونو څخه د خوند اخیستو جوګه شئ.
په دې کې شک نشته، چې ډېر شاعران به ښه شاعران نه وي، د ذهني سکون او پند پرځای به ستاسې طبیعت لا خرابوي، مګر د ښو شاعرانو کمی هم نشته.
هغوی بیا له خپلو مخاطبینو ګیله لري، چې د دوی سمه شاعري یې پریښې او په بې ارزښته او بد ذوقه شعرونو پسې دي.
نو که غواړئ له ښې شاعرۍ ښه خوند واخلئ، خپل ذوقونه ښه کړئ، ډېره ګټه به وکړئ!

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.