محمدنبي حېدراباد لوبډله لومړي مقام ته ورسوله

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د آې پي ایل سیالیو په دوام ۱۶ مه لوبه د ډیلي کپېټلز او حېدراباد لوبډلو ترمنځ په فِروز شاه کوټله لوبغالي کې ترسره شوه.
ټاس حېدراباد وګاټه او توپ اچونه یې وکړه، ډیلي لوبډله په لومړي سره کې د محمدنبي د او بونېشور کومار د توپ اچونې ښکار شوه.
محمدنبي شېکردوان او رېشاب پنټ له لوبغالي بهر کړل.
نبي په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.
دوه افغان لوبغاړي او د حېدراباد بریا
که څه هم محمدنبي په خپله لومړۍ لوبه کې هم د اتل رول لوبولی و او څلور وېکېټې یې اخېستې وې دا ځل یې بیا په توپ اچونه کې شهکار وکړ.
د هغه ترڅنګ راشدخان هم ښه توپ اچونه وکړه او لوبه یې کابو کړه.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان په ګډه اته اورونه وکړل، درې وېکټې یې واخېستې او ۳۹ منډې یې ورکړې، د نبي ایکانومي ۵ اعشاریه ۲۵ وه او د راشد بیا څلورنیم وه.
Rashid Khan or Mohammad Nabi whom should SRH retain in 2018 IPL محمدنبي حېدراباد لوبډله لومړي مقام ته ورسوله
محمدنبي او حېدراباد له سخت حالت څخه راویستل
د بالېنګ په برخه کې هم محمدنبي لوبډله له بُحران څخه راوویسته، دوه کيڼ لاسي او چټک توپ وهونکي یې له مخې پورته کړل.
د توپ وهنې په برخه کې محمدنبي داسې حال کې توپ وهنې ته راښکته شو، چې لوبه پنځوس، پنځوس وه او د حېدراباد مینه وال خاموش و او دا خاموشي محمدنبي په درې شاټونو ماته کړه او د حېدراباد بېرغونه یې رپانده کړل.
د محمدنبي درې شاټونه او د ډیلي ماته
محمدنبي د کرېس مورېس یو توپ چې اتلسم اوور څلورم بال و په فاین لېګ یې د څلورو منډو لپاره بهر کړ، دا مهال د حېدراباد ساه په چلېدو شوه.
وروستيو دوه اورونو کې لس منډې پاتې وې، یوسف پټان په لومړي توپ یوه منډه وکړه او محمدنبي ور واوښت.
ده لومړی توپ د مېډ وېکټ په لوري څلوریزه کړ او ۵ منډې پاتې وې، په بل توپ یې پواینټ لوري ته شپږیزه ووهله او ډیلي لوبډله یې له لوبې بې غمه کړه.
عیسی خېل په ۹ توپونو د دوه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۷ منډې وکړې او لوبډله یې په ۵ وېکټو بریا ته ورسوله.
محمدنبي عیسی خېل ته د غوره بالر جایزه ورکړل شوه؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی یو ځل بیا جاني بېرسټو راغی، هغه په ۲۸ توپونو د ۹ څلوریزو او یوې شپږیزې په ملتیا ۴۸ منډې وکړې.
دا دوهمه لوبه وه، چې محمدنبي پکې ولوبېد او د لوبډلې د اتل په څېر رول یې ولوباوه.
حېدراباد لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ شوه او پنجاب یې دوهم مقام ته راوغورځوله.
دا د دوو افغان ستورو او یو انګلستاني برکت و، چې حېدراباد یې لومړي مقام ته ورساوه.
محمدنبي عیسی خېل د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې څلورم بالر دی، چژ په دوه لوبو کې شپږ وېکټې اخېستي.
ډيپک هوډا ته د رېشاب پنټ د کېچ ایوارډ ترلاسه کړ، اکشر پټېل د سوپر سټرایک رېټ ایوارډ واخېست او شېریاس ایئر د سټایلش توپ وهونکي ایوارډ واخېست.
نن د اپریل په پنځمه نېټه به بنګلور او کلکته لوبډلې مخ شي.