ژباړه: عطا محمد میاخېل
بریالۍ ښځې د غیر طبیعي وړتیاوو لرونکي افراد نه دي، بلکې په کاري چاپېریال کې په ښو او مناسبو چلندونو باندې په غوره توګه پوهېږي.
هغه ټکی، چې بریالۍ ښځې یې په کار کې د بریا لپاره سپارښتنه کوي
په ډاډ سره ویلی شم، چې بریالي کسان د خارق العاده کیسې لرونکي دي او غوره اتلان ګڼل کېږي، خو د کار او ژوند په اړه ډېر ټکي شتون لري، چې موږ کولای شو، ترې زده کړه وکړو د Wonder Woman ( بریالۍ ښځې ) د فلم په پیل او پای کې وینو، چې هغه په یوه دفتر کې تل د کار کولو په حال کې ده، که څه هم موږ نه شو کولای، چې د هغې په څېر غوره اتل واوسو، خو د دې لیکنې په دوام وینئ، چې داسې درسونه شتون لري، چې کولای شو، په خپله مسلکي نړۍ کې یو څه ترې زده کړو.
لومړی درس: که چېرې تاسو له کوم څه سره مینه لرئ، نو وې څارئ
دیانا، چې د یوې بریالۍ ښځې په توګه پېژندل شوې ده، د ځوانۍ له وخته د تورې په وسیله یې له مبارزې سره مینه لرله، خو مور یې د هغې غوښتنه نه مني. دا مینه یې دومره زیاته وه، چې دیانا د خپلې مور د خبرې پرخلاف پاڅېده او له خپلې ترور څخه یې د تورې د کارولو چل زده کړ. یوازې هغه څه، چې کولای شو، د ماشومتوب دورې په اړه یې ووایو، دا دي، چې ماشومان په دې دوره کې په خپلو استعدادونو او وړتیاوو باندې پوهېږي او پیدا کوي یې او ښایي په راتلونکې کې یې په مسلکي کار باندې بدل شي، نو غوښتل د ترسره کولو وړتیا ده. کوم کار، چې له هغه سره مینه لرئ، نو دوام ورکړئ، ترڅو په هغه کې یو غوره اتل واوسئ.
دویم درس: په ځان باندې باور وکړئ؛ دا تمه مه لرئ، چې تل نور تاسو ته انرژي درکړي
په بشړه توګه په خپلو وړتیاوو باندې باور کول او د دې باورونو او وړتیاوو ساتل آسانه کار نه دی. یا کولای شو، داسې ووایو، چې موږ په خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو باندې شک لرو. د دیانا ترور، کله چې دیانا تمرین کاوه، نو هغې ته یې وویل، چې هغه تر هغه څه ډېره پیاوړې او ځواکمنه ده، کوم چې په اړه یې تصور کاوه او په دې ترتیب دیانا په ځان باندې باور وکړ.
که چېرې شوني وي، هر هغه څه، چې په ځان باندې د باور د ډېرښت سبب مو ګرځي، وې لیکئ او د هرې ورځې او یا هرې اوونۍ په پیل کې یې وګورئ او دا کړنه به ستاسو د ودې او پرمختګ لامل شي.
درېیم درس: د غوره نظرونو له ورکړې څخه مخنیوی مه کوئ
دا په دې مانا نه ده، چې تاسو له خپل کاري دفتر څخه بهر شئ او داسې یو کار ترسره کړئ، چې ستاسو او د دفتر د رییس ترمنځ اختلافات رامنځته شي. تاسو کولای شئ، د خپل شرکت د ټیم یوه برخه واوسئ او خپل افکار او نظریات ولرئ. که چېرې له ۶ شپږ میاشتو څخه مو ډېر کار کړی وي، نو فکر کوئ، چې تاسو په ښه توګه کار کوئ او رییس به مو هم ستاسو په اړه همدا احساس ولري، غوره داده، چې د کاري وړاندیزونو له ورکړې څخه مه شرمېږئ او د کاري منطق پر بنسټ پرمخ لاړ شئ، که چېرې فکر کوئ، چې کولای شئ د شرکت کاري ټیم ته داسې لارښوونه وکړئ، چې د ودې او پرمختګ سبب یې ګرځي، نو دا نظریه مو له نورو سره شریکه کړئ او د یادونې وړ ده، چې که چېرې د عمل د سموالي او روغوالي په اړه یې ډاډمن یاست، نو دا خبره مو لومړی د ډلې له یوه غړي سره شریکه او ورسره مشوره وکړئ او وروسته یې له نورو غړو سره شریکه کړئ.
څلورم درس: که چېرې داسې احساس کوئ، چې رییس مو غیر اخلاقي او غیر منطقي تصمیم نیونه کوي، نو ورسره خبرې وکړئ
مخکې ترې دې، چې د دې موضوع په اړه له خپل رییس سره خبرې وکړئ، په پیل کې غوره ده، چې تاسو د رییس په وړاندې د خبرو کولو مثبت او منفي اړخونه په پام کې ونیسئ او وګورئ، چې څنګه هغه تر اغېزې لاندې راولئ. که چېرې په ښه توګه مو وړاند وینه وکړه او ګټې مو له ګواښ سره نه مخامخ کېدې، نو ورسره خبرې وکړئ، خو که چېرې دې ته مو پام شو، چې له خپلې کړنې څخه به پښېمانه شي، نو وړاندیز کېږي، چې په بشپړه توګه یې نالیدلی ونیسئ او په عادي توګه خپل کار ته دوام ورکړئ.
پنځم درس: د هغو مسؤولیتو پر وړاندې، چې پر غاړه یې اخلئ، باید مکث وکړئ
داسې وختونه راځي، چې تاسو نه غواړئ، تر ډېره وخته پاتې شئ او هغه ستړي کوونکي کارونه، چې رییس مو د کارکوونکو په غونډه کې، تاسو ته در سپاري، ترسره یې کړئ، د یادونې وړ ده، چې تاسو نباید د رییس د غوښتنو پر وړاندې ووایئ (هو) او په هغه فرد باندې بدل شئ، چې ټول ترې ګټه اخلي. له موږ څخه هېڅ یو نه شي کولای، چې دا ټول کارونه ترسره کړي، خو کولای شو، چې تر یوه بریده یې ترسره کړو، مګر کولای شو، له تګلارو او د غبرګونو له ډول څخه یې درس واخلو او په خپل مسلکي کار باندې یې ور زیات کړو.