د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

آې پي ایل په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی له هغه وخته یې سپانسري یا مالي ملاتړ ځېنې کمپنۍ او اشخاص کوي.
دلته یې په اړه بشپړ معلومات درکوو:
ممبيي لوبډله
2659b 15452303827895 800 د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
د ممبيي لوبډلې مالکه موکېش امباني دی؛ خو چارې یې انېتا امباني پر مخ وړي.
په دې کې د هندوستان سپورټس شخصي کمپنۍ هم ګډون لري.
د دې لوبډلې لوبډلمشر روهېت شرما دی، دې لوبډلې درې ځلې د آې پي ایل اتلولي ګټلې.
چینای سوپرکېنګز لوبډله
د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
د دې لوبډلې لوبډلمشر مخکښ لوبغاړی ایم ایس ډوني دی، د دې لوبډلې سپانسر د هندوستان سېمنټو کمپنۍ ده، چې مشر این سرېنېواسان دی.
دې لوبډلې درې ځلې د آې پي ایل اتلولي ګټلې او د مارچ په ۳۱ مه نېټه د نومرو په جدول کې په لومړي مقام کې وه.
ډیلي کپېټلز لوبډله
Delhi Daredevils PTI 60 د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
د دې لوبډلې نوم مخکې ډیلي ډېئر ډیویلز و، خو ۲۰۱۹ کال کې ډیویلي کپېټلز ته بدل شو.
د دې لوبډلې لوبډلمشري مختلفو لوبغاړو کړې؛ خو اوسنی لوبډلمشر یې هندی شيریاس ایئر دی.
د دې لوبډلې مالي ملاتړ جي ایم آر ګروپ کوي دا یوه ورزشي کمپني ده.
د کمپنۍ مشر راو نومېږي.
راجستان لوبډله
RR Team IPL د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
راجستان لوبډله ۲۰۰۸ کال کې د آې پي ایل اتله پاتې شوې وه، د دې لوبډلې اوسنی لوبډلمشر اجینکیا رهانی دی، او منوج بډالی یې مالک دی، دا رویال ملټي سپورټس په نامه یوه کمپني لري، لګښتونه یې همدا کمپني ورکوي.
رویال چلېنجرز بنګلور
RCB IPLT20 60 د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
بنګلور لوبډله د ویرات کولي له خوا رهبري کېږي، د دې لوبډلې مالي ملاتړی رویال چلېنجرز سپورټس شرکت دی او ډیاجیو په نامه شرکت هم ورسره مل دی.
کېنګز ایلیون پنجاب
Kings XI Punjab د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
ریوي چندرن اشوېن یې اوسنی لوبډلمشر دی د دې لوبډلې مالي ملاتړې د هندوستان د فلم نړۍ ستورې پرېټي زېنټا ده او نېس وادیا، موهېټ بورمنو او کرن پال هم ورسره شریکان دي.
افغان اتلس کلن ځوان مجیب ځدران د همدې لوبډلې برخه دی.
کلکته نایټ رایډرز لوبډله
d8581 15433974848402 800 د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
دېنېش کارتېک یې اوسنی لوبډلمشر دی، دې لوبډلې دوه ځلې د ګاتم ګمبير په لوبډلمشرۍ کې اتلولي ګټلې، ستر مالي ملاتړی یې د هندوستان د سېنما ستوری شاه رخ خان دی، جی مېهتا هم ورسره دی، چې دی بیا د رایډرز په نامه ورزشي شرکت لري.
مېهتا د فلمي اداکارې جوهي چاولا خاوند دی.
سن رایزرز حېدراباد لوبډله
ipl 2019 د IPL د ټولو لوبډلو مالکان، شرکتونه او لوبډلمشران
د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر اوس مهال نیوزیلېنډی کېن ویلیمسن دی، ۲۰۱۶ کال کې ډېوېډ وارنر لوبډلمشر و او اتلولي یې هم ګټلې وه.
د دې لوبډلې مالک کلانېتي ماران دی او د سن په نامه نېټ ورک لري.
دوه افغان ستوري محمد نبي عیسی خېل او راشدخان ارمان هم همدې لوبډله کې لوبېږي او له ۲۰۱۶ م کال راهیسې ورسره ملګري دي.