ژباړه: نسیمه محمدي
په پخوا زمانو کې چې بشر لا په ځمکه پل نه وو ایښی، د لومړي ځل لپاره، فضیلتونه او تباهي هر ځای کې ستړي، ستومانه او لالهانده ګرځېدل. یو له دې ورځو څخه فضایل او تباهۍ سره له ټولو ستومانیو راټول شول. ناڅاپه، هوښیارتیا ودریده او ویې ویل: راځۍ چې یوه لوبه وکړو. لکه، پټ پټونې، د ټولو دا وړاندیز خوښ شو. لیونتوب سمدستي، په شور ګډ شو. ویې ویل زه سترګې پټوم، زه سترګې پټوم. څنګه چې هېڅ یو نه غوښتل چې په لیونتوب پسې وګرځي، نو ټولو ورسره ومنله. لیونتوب د یوې ونې څنګ ته سترګې پټې کړې او په شمېرلو یې پیل وکړ یو…… دوه……درې………. ټول لاړل تر څو ځانونه پټ کړي، نرمۍ ځان په سپوږمۍ پسې راځوړند کړ.خیانت د خځلو په یوه لوی انبار کې پټ شو، وصال د ورېځو په منځ کې ځای ونیوه، هوس د ځمکې تل ته لاړ.
دروغ وویل زه به د یوې ډبرې لاندې پټ شم مګر د سمندر تل ته لاړ، طمع په یوې کڅوړه کې چې په خپله یې ګنډلې وه پټ شو. لیونتوب په شمېرلو بوخت وو نهه اویا…. اتیا…. یو اتیا…. ټول پټ شوي وو پرته له مینې چې لا زړه نا زړه وه چېرته پټه شي، او نه یې شو کولای چې پرېکړه وکړي. د حیرانتیا خبره نه ده ټول پوهېږو چې د مینې پټول ګران کار دی، په همدې وخت کې د لېونتوب شمېرل هم پای ته ورسېدل، پنځه نوي….شپږ نوي….. اوه نوي….. همدا چې لېونتوب سلو ته ورسېد مینه والوته او د هلاهل د ګل لاندې پټه شوه.
لېونتوب په لوړ غږ وویل درځم، درځم، لېونتوب راستون شو لومړی يې ټنبلي پیدا کړه ځکه هغه د خپلې ټنبلۍ له امله چېرې نه وه پټه شوی، نرمي یې پیدا کړه چې په سپوږمۍ پورې يې ځان ځوړند کړی وو، دروغ یې د سمندر له زړه او هوس یې د ځمکې په تل کې پیدا کړ پرته له مینې، د مینې له پیدا کولو نا امېده شو او د حسادت انګازې یې په غوږونو کې زمزمه کېدلې، چې ته باید مینه پیدا کړې، او هغه د هلاهل د ګل لاندې پټه شوېده ده.
لېونتوب چنګک ته ورته ښاخ له ونې پرې کړ او په ټول زور او قوت یې د هلاهل په بوټي کې ښخ کړ، له څو ځلي تکرار وروسته مینه په چيغو بېرون شوه لاسونه یې مخ ته نیولي وو د ګوتو له منځه یې وينو لارې کړې وې ښاخ د مینې سترګې ړندې کړې وې.
لېونتوب وویل دا مې څه وکړل، دا مې څه وکړل، څنګه کولای شم ستا درملنه وکړم؟ مینې ځواب ورکړ: ته نشې کولای زما سترګې ورغوې، که غواړې زما لپاره څه وکړې نو زما لارښود شه. همداسې ده چې له هغې ورځې وروسته مینه ړنده او لېونتوب ورسره د لارې مل دی.