ژباړه: عطا محمد میاخېل
د یوې روغې، سالمې او مناسبې جنسي اړیکې لرل د جوړو د روغتیا او سلامتیا لپاره ډېر مهم دي، په دې اړه په زړه پورې ټکي شتون لري، چې د دې لیکنې په دوام به یې ولولئ.
ډېره موده کېږي، چې د انسانانو په روغتیا او سلامتیا باندې د یوې سالمې او منظمې جنسي اړیکې مثبتې اغېزې ثابتې شوې دي او په زړه پورې ده، پوه شئ، چې د ډېری اروایي ناروغیو او ځینو جسمي ستونزو په له منځه وړلو کې فوق العاده مرستندوی ګڼل کېږي، خو په دې وروستیو کې څېړونکي دې پایلې ته رسېدلې دي، چې له هوښیارتیا او مغز سره مستقیمه اړیکه لري.
اروپایي څېړونکي نوي دې پایلې ته رسېدلي دي، چې نچوړ یې په اروپایي روغتیایي وېب پاڼو کې په دې ډول نقل شوی دی:
څېړونکو موندلي، چې روغه او سالمه یانې منظمه او سمه جنسي اړیکه، د مغز لپاره یو محرک دی، داسې کله چې افراد په ځانګړې توګه ښځې، له یوې صمیمي او له لانجې، تاوتریخوالي او اروایي فشار څخه پرته اړیکې څخه برخمنې دي، مغز ته یې سګنالونه لېږدول کېږي، چې دا سیګنالونه په مستقیمه توګه د دماغ په رګونو باندې یې اغېزه کوي او په یو ډول یې رغوي.
دا په داسې حال کې ده، هغه کسان، چې له ښې جنسي اړیکې څخه برخمن دي، تر ډېره له بې رغبتۍ او هېرې سره نه مخامخ کېږي. دا پایلې په سلګونو ښځو او نارینه و باندې له دقیقې څېړنې او ارزونې وروسته تر لاسه شوې دي، چې ډېری یې له منځنۍ کچې هوښیارتیا څخه برخمن وو او په هوښیارتیا او IQ کې یې هېڅ توپیري او ځانګړی ټکی نه و لیدل شوی.