ننګرهار کې په رسمي ډول د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ لوبې

رنګین تجريدي ډیزاین

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پرون د لومړي ځل لپاره د کرکټ بورډ د لوبې پراختیایي څانګې له لوري په رسمي ډول د ښوونځي په کچه (School level)کرکټ لوبو پرانېسته وشوه، چې پکې د یادې څانګې د مشر تر څنګ د ننګرهار د پوهنې رییس او اړوند مسوولینو ګډون کړی وو.
د کرکټ بورډ د لوبې پراختیا څانګې مسوول ښاغلي جار عبدالرحیمزي په دې اړه وویل، له دې وړاندې د هېواد په ننګرهار، لغمان، کنړ، هلمند او کندهار ولایتونو کې د لوبې پراختیايي څانګې له لوري د ښوونځي کچې کرکټ لوبې په اړه سروې ترسره شوې وه، چې اوس یې په ننګرهار کې په رسمي ډول د ښوونځيو ترمنځ د کرکټ لوبې پيلېدو شاهدان یو.
56553709 2330189920568926 5600221468005761024 n ننګرهار کې په رسمي ډول د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ لوبې
هغه زیاته کړه: په دغه لړۍ کې د هر زون لپاره ۱۰۰ ښوونځي په پام کې نیول شوي او هر ښوونځی به د ۱۲ کلنو او ۱۵ کلنو دوه لوبډلې ولري او ترڅنګ به یې د کرکټ بورډ ادارې له لوري د لوبې ځينې اړین وسایل لکه بېټونه، توپونه او ویکټې هم وېشل کېږي، نن دا دی ننګرهار ته راغلي یو او په دغه بهیر کې د مرکز جلال اباد ترڅنګ ولسوالیو ته هم ځو او هلته هم دغه لړۍ پیلو او ورپسې د ننګرهار ګاونډ ولایتونو لغمان او کنړ ته ځو.
د هغه په وینا، یاده لړۍ اوسمهال د هېواد په ګرمسېرو ولایتونو کې پیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به سړو سیمو کې هم پیل شي چې پکې د ۱۵ کلنو لوبډلو لپاره سکوربوک هم شتون لري او د دغې لړۍ ځلانده لوبغاړي به بیا د هارډبال یا (سخت توپ) لپاره هم غوره شي.
دغه راز د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس حسیب الله شینواري هم د کرکټ بورډ ادارې دغه کار وستایه او د کرکټ بورډ له ادارې سره یې د هر ډول همکارۍ ټټر وواهه چې په وینا یې د هېواد هر بچی باید د زده کړو ترڅنګ لوبې هم وکړي او لوبې د ځوانانو په ژوندانه کې ډېر مثبت رول لوبوي.
د ویلو ده چې یاده لړۍ د لومړي ځل لپاره د کرکټ ادارې له لوري پیل شوې او دغه اداره په دې لټه کې ده، څو له ښوونځي کچې کرکټ پټ او وړ استعدادونه راپیدا کړي او په راتلونکي کې ترې په ملي لوبډلو کې ګټه پورته کړي
سکول لېول یا د ښوونځیو د کچې لوبې د کرکټ په پراختیا او په کرکټ د پوهو څېرو موندلو لپاره خورا اغېزمن دی.
55708879 2330189977235587 7632624907578245120 n ننګرهار کې په رسمي ډول د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ لوبې
اسټرالیا هېواد په ښوونځي کې د کرکټ اړوند مضمون لري او لوبغاړي پکې د ښوونځي له لومړنیو کلونو روزل کېږي. دا چې د اسټرالیا لوبډله ځواکمنه ده، علت یې د ښوونځي په کچه د لوبو پراخوالی دی.
نو اوس په افغانستان کې د داسې لوبو رامنځته کول او د ښوونځیو په لړ کې زده کوونکو ته پام کول به د افغانستان د کرکټ په راتلونکي خورا مثبت سیوری وغوړوي او ښې، ښې وړتیاوې به لوبډلو ته جذب شي.