د پایښت پرمختیايي اهداف (SDGs)

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: سید احسان الله سادات
د پایښت پرمختیايي اهداف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړي پر اساس په 2015 کي د ځینو نړیوالو ناخوالو د لیري کولو او له منځه وړلو لپاره ۱۷ لویو اهدافو ته ویل کیږي، چي نوموړي 17 لوی اهداف به د ملګرو ملتونو 193 غړو هیوادونو له خوا تر 2030 میلادي کال پوري اجرا او د هغو د تر لاسه کولو لپاره به هلی ځلي کوی.
نوموړي اهداف په اصل کي په نړيواله کچه د چاپیریال ساتني لپاره جوړ کړل سول مګر ځیني نور نړیوال مسایل هم رانغاړي، لکه ټولنیز، اقتصادي، غربت، روغتیا، تعلیم، انرژي او داسي نور مسایل او د هغو په وړاندي په نړيواله کچه مبارزه کول دی. د پايښت پرمختایي اهداف پر دوو برخو ویشل سوي دي، چي یو یي لوي او بنیادي اهداف دي چي شمیر یي 17 ته رسیږي او دوهم یی عرضي اهداف دي چي ټول شمیر يی 169 ته رسیږي.
د پایښت پرمختیايي 17 اهداف په دي ډول دي:
1. د فقر له منځه وړل: ملګرو ملتونو د پایښت پرمختیايي اهدافو څخه یو دا دی چي تر ۲۰۳۰م کال پوري په نړیواله کچه فقر باید له منځه یوړل سي.
2. د لوږۍ له منځه وړل: تر ۲۰۳۰م کال پوري باید په ټوله نړۍ کي لوږه ختمه کړل سي، او ددغه هدف د لاس ته راوړلو لپاره باید په نړیواله کچه زراعتي محصولات دوه برابره سي.
3. غوره روغتیا په وجود راوړل: هدف دا دی چي په نړیواله کچه به تر ۲۰۳۰م کال پوري د مرګوني ناروغیو مخه نیول کیږي.
4. د تعلیم پرمختیا: د نړۍ په ټولو هیوادونو کي د ماشومانو لپاره د تعلیم زمینه برابرول څخه یي هدف دی.
5. جنسي مساوات: هدف ځني دادی چي د نړۍ په هر هیواد کي باید د نارینوو په پرتله ښځو ته هم مساوي حقوق ورکول سي، او د ښځو په وړاندي موجوده ستونزي باید له منیځه یوړل سي.
6. پاکي اوبه: په نړۍ کي په میلونونه انسانان موجود دي کوم چي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د پایښت پرمختیايي اهدافو څخه یو همدا دی تر څو تر ۲۰۳۰م کال پوري ټولو انسانانو ته د څښاک لپاره د پاکو اوبو زمینه برابره سي.
7. بریښنا: د نړۍ په هر ګوټ کي انسانانو ته د عصري بریښنا رسول، تر څو د ژوند د نورو اسانتیاوو څخه برخمن سي.
8. اقتصادي پرمختیا: هدف ځني دادی چي په هره ټولنه کي باید بي روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره سي او ورسره اقتصادي پرمختیا وده وړکړي.
9. پرمختللی صنعت او زیربنایی کارونه په وجود راوړل.
10. د هیوادونو تر منځ د نابرابري له منځه وړل او همدارنګه په هیوادونو کي دننه د نابرابري له منځه وړل.
11. ښارونه پرمختللي او د امن په ځایونو بدلول.
12. هر ملت ته ددي زمینه برابرول تر څو د خپلو طبعي منابعو څخه په خپلواکه توګه ګټه پورته کړي.
13. د ککړي هوا او نورو چاپیرال اړونده مسایلو په وړاندي په جدي ډول په نړیواله کچه مبارزه کول.
14. د مځکي د منابعو څخه په صحیح ډول ساتنه او استفاده کول، لکه د ځنګلونو ساتنه او داسي نور.
15. د سمندرونو او د هغو د منابعو او حیواناتو څخه سالمه ساتنه کول.
16. د نړۍ په هره سیمه کي د سولي راوړل او عدالت قایمول.
17. په نړیواله کچه د بي وسه او شاته پاته هیوادونو او ټولنو سره په دي ټولو برخو کي همکاري او مرسته کول.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.