د ملېنګا فري هېټ او د لوبڅار تېروتنه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د مارچ په ۲۸ مه نېټه د آې پي ایل ۷ مه لوبه په بنګلور ښار کې د کوربه لوبډلې رویال چلېنجرز بنګلور او مېلمنې لوبډلې ممبيي انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
بنګلور، ممبيي لوبډله توپ وهنې ته دعوت کړه.
ممبيي په شل اورونو کې ۱۸۷ منډې وکړې او ۱۸۸ منډې هدف شو.
دوهمه پاڼۍ کې لوبه هله جنجالي شوه، کله چې دوو اورونو کې ۲۲ منډې پاتې وې.
د ممبيي چټک بالر جسپرېت بومرا په نولسم اوور کې یواځې ۵ منډې ورکړې او ویرات کولي یې وسوځاوه.
د کولي له اوټیدو وروسته لا هم خطرناک توپ وهونکی ډیویلیئرس په کریز کې موجود و، هغه په خپلو توپاني شاټونو ممبيي لوبډله ولړزوله.
د ملېنګا وروستی اوور او ۱۷ منډې
ملېنګا چې کله اوور ته راغی کیڼ لاسی توپ وهونکی نافدیپ سېني ورته په سټرایک ولاړو، لومړی بال د لانګ اف په سر باندې اوږده شپږیزه شوه.
ورپسې بال یوه منډه شوه، پرله پسې څلور بالونه یوه، یوه منډه راغله.
په وروستي توپ ۷ منډې بریا ته او یوه منډه مساوي یا لېول ته پاتې وې، دا مهال ای بي ډیویلیرس په سټرایک و.
ملېنګا چې د یارکرو په پاچا مشهور خښ یارکر توپ یې وغورځاوه او یواځې یوه منډه جوړه شوه، له دې وروسته ممبيي لوبډلې د بریا مراسم ولمانځل او لوبه د ممبيي په ګټه شوه.

خو کله چې وروسته توپ چېک شو، د ملېنګا پښه له ټاکلې کرښې څخه بهر وه او نو بال و؛ خو لوبڅار نو بال نه و ورکړی.
په دې ډول د لوبڅار تېروتنې د بنګلور ماته یقیني کړه.
اوس ویرات کولي ویلي، چې لوبڅاران د همدې لپاره دي، چې لوبه وڅاري او اصول پر ځای کړي.
لوبڅاران ډیری وخت تېر وځي او د یوې لوبډلې ګټونکې لوبه بلې لوبډلې ته ورکوي.
ممبيي لوبډلې په شپږو منډو خپله لومړۍ بریا ونمانځله او خوښي یې څرګنده کړه؛ خو لوبڅارانو سره به خامخا قانوني چلند کېږي.
ایس راوي او نندن په هغې لوبه کې لوبڅاران وو.