د اوو اقتصادي هیوادونو ګروپ یا (G7)

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: سید احسان الله سادات
د G7 یا اوو هیوادونو ډله یا ګروپ هغه هیوادونه دي، چي د اقتصادي او صنعتي لحاظه د خپل ناخالص تولید او نړۍوال عاید پر اساس باندي د نړۍ تر ټول مخکښ هیوادونه دي او هغه چي د اقتصادي لحاظه د نړۍ قدرتمند هیوادونه دي، په ۲۰۱۸م کال کي نوموړي هیوادونو د نړۍ ۵۸٪ په سلو کي سرمایه درلوده او د ناخالص تولید څخه تر لاسه سوی عاید یي د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله زیات وو، چي په ۲۰۱۸م کال کي کچه یې ۳۱۷ تریلیونه ډالرو ته رسیږي.
یاد هیوادونه چي شمېر یي اوو هیوادونو ته رسیږي هر کال د اقتصادي او یو لړ نورو مسایلو په اړه خپل منځي ناستې او غونډې تر سره کوي. د اوو هیوادونو دغه ناسته یا ګروپ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۳ م د مارچ میاشتۍ پر ۲۳ نیټه د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه هغه وخت د نفتو د بحران د مخنیوي په موخه تاسیس سو او له هغه نه وروسته هر کال نوموړي هیوادونه په کال کي یو ځل د اقتصادي مسایلو ترڅنګ د نړۍ پر مختلیفو مسایلو غونډه کوي او حلاري ورته لټوي.
د G7 هیوادونو تر دې دمه پوري خپل تر منځ ۴۴ غونډې تر سره کړي دي، چي هر کال د غړو هیوادونه تر منځ په نوبت سره په جلا جلا هیواد کي ترسره کیږي، چي د ۲۰۱۸م کال ناسته د کاناډا هیواد په کیوبیک ایالت کي د جون پر اتمه او نهمه تر سره سوه. د G7 په غونډه او ناسته کي د ګډون کوونکو هیوادونو اساسي هدف تر ډیره پوري د خپل منځي او د نړي پر اقتصادي مسایلو او اقتصادي بحرانونو باندي بحث کیږي.

مګر په وروستیو کي د غونډۍ د دخیلو هیوادونو تر منځ د نړۍ پر امنیت، د هوا د پر تغیر او همدارنګه د نړۍ پر مهمو سیاسي مسایلو هم بحث کیږي. همدارنګه د نړۍ د نوموړو هیوادونو د اقتصاد د لا ښه کولو لپاره د ۱۹۸۷م کال راپه دي خوا د نوموړو اوو هیوادونو د ماليي وزیران په کال کي دري ځلي یا څلور ځلي د د خپل منځي او نړیوالو اقتصادي مسایلو په اړه غونډه کوي.
د G7 یا نوموړي اوه هیوادونه په دي ډول دي، کاناډا، فرانسه، آلمان، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او د آمریکا متحده ایالات، په ۱۹۹۸م کال کي د غونډي ګډون کوونکو هیوادونو لخوا روسیه هم په رسمي ډول په نوموړي ګروپ کي شامله سوه چي له همدي امله دغه ګروپ د روسيي له ګډون څخه وروسته د G8 یا اتو هیوادونو په نوم یاد سو، مګر په ۲۰۱۴م کال کی د روسيي لخوا د اوکراین د انقلاب ځپلو له امله د ګروپ نورو دخیلو هیوادونو لخوا د غونډې د اجنډا څخه خارج کړل سو او بیرته نوموړی ګروپ د G7 په نوم یاد کړل سو. همدارنګه په ۱۹۷۷م کال کي د بریتاینا په غوښتنه په اروپایی اتحادیه هم نوموړي ګروپ ته ورداخله سوه چي اوس هم شتون لري.
دG7 هیوادونه نن ورځ د نړۍ له قدرتمندو هیوادونو له جملي څخه دي نوموړي هیوادونه نن ورځ د نړي د مهمو موضوعاتو په اړه پریکړه کوي، چي د نړۍ د وروسته پاته هیوادونو برخلیک تر ډیره د دغو هیوادونو په لاس کي دی، چي په سر کي یی د امریکا متحده ایالات دي، د ملګري ملتونو په راس کي او همدارنګه د ملګري ملتونو د امنیت شورا په راس کي هم همدا هیوادونه د زیات واک څښتانان او د تصمیم نیولو صلاحیت لري.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.