لیکنه: سید احسان الله سادات
لیري، منځنی او نژدې ختیځ یو له هغو اصطلاحاتو څخه دي، چي تر ډیره پورې نن ورځ په سیاسي، تاریخي او جغرافیايي بحثونو کي استعمالیږي، غوره ګڼم چي اول ددغو اصطلاحاتو تاریخي قدامت ته نظر وکړم او وروسته د دغو اصطلاحاتو اوسني مفاهیم تشریح کړم.
د لیرې ختیځ اصطلاح د لومړي ځل لپاره د 12 پیړۍ په جریان کي د اروپایانو له خوا د اروپا ختیځ ته د لیرو پرتو هیوادونو لپاره وکارول سوه، ځکه دوی هغه وخت عقیده درلوده چي دغه سیمه د نړۍ اخیري نقطه ده او پر دغو هیوادونو باندي مځکه پای ته رسي، څرنګه چي دغو هیوادونو د اروپا ختیځ ته په لیرو سیمو کي موقعیت درلود، نو ځکه یي د لیري ختیځ خطاب ورته وکړ.
د 17 او 18 پیړیو په اوږدو کي چي کله انګریزانو هند او ځیني نور اسیايي هیوادونه مستعمره او تر واک لاندي راوستل، نو د هند شمال او ختیځ ته یي پراته هیوادونه ددي لپاره د لیري ختیځ په نوم یو ځلي بیا یاد کړل تر څو خپل تر لاس لاندي سیمو حدود مشخص کړي، چي جاپان، چین او د هند ختیځ ته پراته هیوادونه په کي شامل ول.
مګر کله چي د لومړۍ نړیوالي جګړۍ څخه وروسته په نوموړو سیمو کي برتیانوي امپراتورۍ خپل مستعمرات له لاسه ورکړل نو د لیري ختیځ اصطلاح هم کرار کرار له منځه ولاړه او نن ورځ د دغي اصطلاح پر ځای د ختیځ اسیا اصطلاح کارول کیږي.
د نژدي ختیځ اصطلاح هم د لومړي ځل لپاره د انګریزانو له خوا په 1856م کال کي د هغو سیمو لپاره وکارول سوه چي د لیري ختیځ و لویدیځ طرف ته پرتې وې، چي د هند لويي وچۍ په ګډون د هند لویدیځ ته د پرتو هیوادونو لپاره کارول کیده، چي د لیري ختیځ څخه يي نوموړي سیمې بیلي کړي وې، خاصتاً دغه اصطلاح د هغو سیمو لپاره کارول کیده چي د عثماني امپراتورې تر واک لاندي سیمي وې او انګرایزانو ته نژدې پرتي وې.
مګر په 1876م کال کي د نژدۍ ختیځ پر ځای د منځني ختیځ یا (Middle East) اصطلاح رامنځ ته سوه. د منځني ختیځ هیوادونه د تاریخي لحاظه د نړۍ تر ټولو لرغوني او تاریخي سیمي دي، دغه سیمه د لرغونو تمدنونو زانګو بلل کیږي، د یهودیت، عیسویت او د اسلام غوندي لوی اسماني دینونه ټول په همدې سیمه کي رامنځ ته سوي دي.
منځنی ختیځ د شلمۍ پیړۍ په جریان کي د اقتصادي، سیاسي، استراتژیکي او فرهنګي لحاظه د نړۍ تر ټولو حساسترینه سیمه پاته سوي ده، د منځني ختیځ اصطلاح هغه وخت لا ډیره مطرح سوه چي کله اسرائیلو د فلسطین خاوره لاندي کړه او د عربو او اسرائیلو تر منځ د فلسطین پر سر ناندرې زور واخیست، د منځني ختیځ په هیوادونو کي اوسنیو پیښو نور هم د منځني ختیځ اهمیت زیات کړی دی او ډیر کله د رسنیو د سر خبر ګرځي. دغه اصطلاح هم د لومړي ځل لپاره د بریتانیا له خوا د خپلو مستعمراتو د مشخصولو لپاره وکارول سوه، خاصتاً هغه وخت چي په لویدیځ اسیا او منځني اسیا کي د بریتانیا او تزاري روسيۍ تر منځ د هیوادونو پر سر سخته سیالي روانه وه، چي په تاریخ کي د دغو دوو لویو قوتونو ترمنځ دغه کشمکش او سیالي د (The Great Game) یا لويې لوبۍ په نوم یادیږي دا هغه وخت وو چي تقریباً ټول عربي او غیر عربي هیوادونه چي د اسیا په لویدیځ، منځ او ختیځ کي پراته ول، یا د انګریزانو تر ښکیلاک لاندي ول او یا د تزاري روسيۍ تر ښکیلاک لاندي ول.
په دغه دوران کي بریتانوي امپراتورۍ د نژدې ختیځ اصطلاح پر ځای د منځني ختیځ اصطلاح وکارول تر څو د تزاري روسیۍ څخه خپل مستعمرات بیل او د یوې ځانګړې سیمې په نوم یې یاد کړي، چي لاندي هیوادونه د هغه وخته د نقشې پر اساس په کښي شامل ول: ایران، سعودي عربستان، فلسطین، سوریه، عراق، کویټ، آیالات متحده امارات، لبنان، عمان، یمن، مصر او ځیني نور عربي او غیر عربي هیوادونه په کښي شامل ول. مګر تزاري روسيې د منځني ختیځ څخه بل ډول مفهوم درلود، تزاري روسيې ټول هغه هیوادونه او سیمې د منځني ختیځ په نوم یادول چي د فارس خلیج پر شا و خوا باندي يي موقعیت درلود. د یادولو وړ خبره ده، چي د منځني ختیځ اصطلاح اوس هم په نړۍواله سطحه کارول کیږي او له منځه تللي نه ده.