د لومړۍ، دوهمې او دریمې نړۍ هیوادونو اصطلاحات

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: سید احسان الله سادات
د لومړۍ، دوهمۍ او دریمۍ نړۍ هیوادونو اصطلاحات هغه مفاهیم دي چي نن ورځ تر ډېره پوري په سیاسي بحثونو مناقشو کي کارول کیږي، نو ځکه دا مي غوره وګڼل چي په دې اړه یوه علمي لیکنه خپره کړم.
که څه هم نوموړي اصطلاحات نن ورځ له منځه تللي دي او پر ځای یې نور اصطلاحات رامنځ ته سوي دي، نو ځکه لومړی به د لومړۍ، دوهمې او دریمې نړۍ هیوادونو اصطلاحاتو تاریخچه بیان کړو.
ټول هغه هیوادونه چي د دوهمې نړېوالې جګړي څخه وروسته د سړې جګړې په دوران کي د کمونیسټي هیوادونو یا ختیځ بلاک پر ضد د ناټو یا غربي بلاک متحد او ملګري وه، امریکا متحده ایالاتو ورته د لومړۍ نړۍ هیوادونو اصطلاح کارول، او د ختیځ بلاک هغه هیوادونه چي کمونیسټ-سوسیال نظامونو درلودونکي وه او د شوروي اتحاد ملاتړي او ملګري وه، د غربي بلاک له خوا ورته د دوهمې نړۍ هیوادونو اصطلاح کارول کیده. خو بل طرف ته هغه هیوادونه چي د سړې جګړي پر مهال بي طرفه او له هیڅ کوم بلاک سره یې تعهد نه درلود، نو د غربي بلاک لخوا ورته د دریمې نړۍ هیوادونو اصطلاح کارول کیده، چي د ۷۷ ګروپ هیوادونو په نوم هم یادیدل، ځکه شمېر یې ۷۷ هیوادونو ته رسیدی.
د ختیځ بلاک یا د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته په (۱۹۹۱ ز) کال کي ددې دریو اصطلاحاتو پر ځای درې نور اصطلاحات رامنځ ته سول. چي: ۱.پرمختللي هیوادونه ۲.مخ پر وده هیوادونه ۳.له پرمختګه پاته یا وروسته پاته هیوادونو په نومونو یادیدل. نو ځکه د شلمې پیړۍ په وروستیو کي ددغو دریو ډوله هیوادونو په نوملړ کي د هغوی د پرمختګ پر اساس تغیر او تبدیل راغلی وو.
د ختیځ بلاک تر ړنګیدو وروسته پرمختللي یا د لومړۍ نړۍ هیوادنه په دې ډول وه: د لویدځي او مرکزي اروپا هیوادونه، کاناډا، امریکا متحده ایالات، جاپان، جنوبي کوریا، سینګاپور، استرالیا، نیوزیلنډ.
د پرمختللي نړۍ هیوادونه په ثابت حالت کي قرار لري او د پرمختګ لوړو پوړو ته رسیدلي دي، په داسي حال کي چي مخ پر وده او شاته پاته هیوادونه همیشه دتغیر په حال کي دي، مخ پر وده هیوادونه ددې توانائي لري، چي په پرمختللو هیوادونو تبدیل سي او شاته پاته هیوادونه کوم چي د ژوند کولو کچه په کښي د اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، تکنالوجيي او علمي لحاظه ډېره کښته او په ابتدائي حالت کي وجود لري، دې ډول هیوادونو ته په ډېره مشکله سره ددې زمېنه مساعده کیږي، چي پرمختګ وکړي او مخ پر وده هیوادونو په نوملړ کي ځان ځای کړي.
داهیوادونه تل د پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو د لاسوهني قرباني وي. مګر په وروستیو کي د ملګرو ملتونو لخوا د هیوادونو په درجه بندي کي یو لړ تغیرات راغلل، ددغو تغیراتو پر اساس ټول هیوادونه د پرمختګ له لحاظه پر دوه ډوله وویشل سول، چي پرمختللي او پرمختیائي هیوادونو په نومونو یادیږي.
ملګرو ملتونو د هیوادونو د درجه بندۍ لپاره یو لړ اصول او شرایط وضع کړل، چي بنیادي یې په کښي تعلیم، روغتیا او (GDP) یا نا خالص داخلي تولید دي. البته یو لړ نور مسائل هم په نوموړي درجه بندي کي دخیل دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.