۴ غټې ننګونې چې تاسې د یوه رهبر په حیث ورسره مخ کیږئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: جیم رون
ژباړه: غازي عابد
کله مو چې د یوه رهبر په حیث ځانته اهداف وټاکل، که په خپله یوه دستګاه یا اداره جوړولو، د خپل سازمان د پیاوړي کولو یا هم د خپل وړوکي ټیم د رهبري کولو لپاره وي، خو بیا هم په هر حالت کې له چیلنجونو سره مخ کیدای شئ.
نو ددې لپاره چې په دې د ژوند نازکه ماموریت کې د بریالیتوب لپاره مناسب خلک وګمارئ، دلته یې په اړه دا څلور ټکي یاد لرئ:
۱- د هغوی (کارمندانو) بیګارونډ یا شالید وګورئ
دا شاید تر ټولو څرګند ګام وي، خو ډیر مهم دی. د کارکوونکو یا افرادو په اړه ترلاسه کیدونکي معلومات راټول کړئ، چې مخکې یې څه کړي یا نه دي کړي، څو د هماغې پر اساس مخته لاړ شئ او خپله دنده ښه اجرا کړي. کیدای شي دلته درته هغه څه ومومئ چې یو کارکوونکي یې تاسې ته د ګمارلو پرمهال نه وايي.
۲- د هغوی د علاقې سطحه وګورئ
یو ځل چې د هغوی په وړتیاوو پوه شئ، بیا د کارکوونکو واقعي علاقې قوت باندې پوهیدای شئ. ځیني وخت خلک خپل ذوقونه جعلي جوړوي، خو تاسې د یوه لیډر په حیث باید ددې وړتیا ولرئ چې د هغوی یا یوه شخص وړتیا وګورئ او په دې پوه شئ چې دا شخص رښتیا نه وايي، فقط بهانه کوي.
د مخامخ خبرو لپاره ورسره کیښنئ، او کوښښ وکړئ چې د هغه یا هغې اخلاص و ارزوئ، چې ستاسې مطلوبې وړتیا مطابق دی او که نه !
ډیر کله چې خلک مخامخ شي، پوهیږي چې څوک څومره دی او څومره نه، یعنې په یوه ډول درک کیږي.
۳- د هغوی ځوابونه وګورئ
یو ځواب یا عکس العمل درته د هغوی د صداقت و سپیڅلتوب، شخصیت او مهارتونو په اړه ډیر څه وايي. د هغوی ځوابونو لپاره متوجه اوسئ، لکه داسې: «دمه یوازې لس دقیقه ده؟» «زه به دوه ماښامه، یوه اوونۍ او شنبې ورځ کار وکړم» «زه باید هلته وحتي حاضر یم؟» «ایا زه باید هلته ناوخته پاتې شم؟» …
د دوی دا نښې او علایم له پام نه شئ غورځولی، سړی یې د ویلو له انداز او خبرو کولو پوهیږي چې څه ډول دی او څه نه دی. یعنې هغوی خپل شخصیت ښکاره کوي او درته وايي چې څومره ښه او سخت کار به وکړي.
زموږ انګرینې او وضعې زموږ د داخل نه انعکاس اخلي، نو حتا که موږ یو وخت پورې بل کس وغولوو، خو زموږ واقعي دروني حالت به ناڅاپه او په خپل سر یو وخت ښکاره شي. یعنې که ناسم وي، خامخا معلومیږي.
۴- پایلې یې وګورئ
څومره چې په موثره ډول کولی شو چې افرادو و ارزوو، ښه به وي. خو وروستی قضاوت باید پایله لرونکی وي. دلته د قضاوت کولو دوه ډولونه دي:
لومړی ډول یې د کار و فعالیت دی او دا په ساده څارنې سره کولی شو. په یوه پلورونکې اداره کې تاسې له یوه نوي ګمارل شوي پلورونکي یا خرڅوونکي شخص نه په لومړۍ اوونۍ کې لس زنګونه یا له مشتریانو سره تماسونه غواړئ چې باید ویې کړي. که چیرته د هغه شخص پایله ښه نه وه، او ددې بدې پایلې د توجیه کولو لپاره یې درته کیسې کولې او یا یې بهانې جوړولې، نو دا یې د ناکامۍ نښه ده. که یې همداسې ناکامۍ دوام کاوه، نو پوه شئ چې دا شخص ددې وړ نه دی چې ستاسې د ټیم غړی وي.
دویم ډول یې د کار و محصول کتل دي چې څنګه مخته روان دی. د یوه مناسب ټیم ښه ارزونه دا ده چې د هغوی ممکنه پرمختګ په یوه مناسب وخت کې ارزیابي شي، مثلا وټاکئ چې په دومره وخت کې به د یوه شخص یا کار پایله ارزوئ.
همداراز باید له خپل ټیم سره اوسئ چې څو هغوی ته وښيئ چې د څه ډول محصول یا پایلې تمه ترې لرئ. دې ته مه پاتې کیږئ، چې وروسته بیا له حیرانۍ سره مخ شئ، ښه دی چې له اول نه ورسره شئ او مخته لاړ شئ.
که دا پورته څلور چیک لیستونه وکاروئ، نو ستاسې شخصیت او طبعیت به دې ته برابر شي چې پروسه مو کامیاب مخته روانه وي او بریالی ټیم ولرئ.
بل؛ په یاد ولرئ چې د یوه بریالي ټیم جوړول به ستاسې تر ټولو یوه مهمه ننګونکې دنده وي. نو باید د ښه ټیم جوړولو لپاره له دقت کار واخلئ.