د جاس بټلر سوځولو ناندرې راپارولي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د آې پي ایل په څلورمه لوبه کې چې د هندوستان په راجستان سیمه کې په جېپور ښار کې ترسره شوه، د پنجاب او راجستان لوبه له ولولو ډکه وه، لومړیو کې د کرېس ګېل شپږیزو او څلوریزو لوبه خورا ګرمه کړه.
پنجاب ۱۸۵ منډې هدف ورکړ.
د ټارګېټ د پوره کولو پر مهال جاس بټلر چې د راجستان اوپنر دی خورا ښه توپ وهنه پیل کړې وه، په ۴۳ توپونو یې ۶۹ منډې کړې وې، چې لس څلوریزې او ۲ شپږیزې پکې شاملې وې.
د بټلر جنجالي اوټ
اشوېن له خوا د لوبې ۱۴ م اوور روان و، دې وخت کې لوبه ۸۰ سلنه له راجستان لوبډلې سره وه، بټلر د بالر طرف وېکټ ته ولاړ و، اشوېن د بال کولو لپاره سټارټ واخېست او کله چې کرښې ته ورسېد؛ نو بټلر له کریز څخه ووت او اشوېن له لاس تاوولو وروسته بېرته بال ونه کړ او وېکټ یې ووهله.
ان فیلډ یا د لوبغالي لوبڅار له دریم امپایر څخه د مرستې غوښتنه وکړه، دریم لوبڅار له تصمیم وروسته بټلر اوټ حساب کړ.

بټلر هغه مهال له لوبڅار او اشوېن سره لفظي لانجه هم وکړه، چې زه نه یم اوټ.
اوس د راجستان لوبډلې روزونکي پاډي آپټن ویلي، چې بټلر ډېر ښه برخورد وکړ او مونږ به د دې اوټ پوښتنه خامخا له ترډ یا دریم امپایر څخه کوو.
پاډي اپټن ویلي جاس بټلر خورا حېرانوونکې توپ وهنه پیل کړې وه.
د راجستان روزونکي زیاته کړې، چې مونږ د اشوېن د تېرې شپې چلند هم غندو او دا چلند د کرکټ ننداره کوونکو ته د قضاوت په توګه مخ ته ږدو.
کله چې بټلر اوټ حساب شو، نو له ځان سره یې بد رد وویل او پر لار پاویلین یا دمه ځای ته روان و.
د جاس بټلر اوټ کېدلو لوبه ۵۰ سلنه له راجستان واخېسته او پنجاب ته یې راواړوله.
د مجیب اوور او د راجستان زوال
د بټلر له اوټ وروسته بیا هم راجستان ځواکمن توپ وهونکي درلودل او د اشوېن له خوا په مجیب ځدران د اتلسم اوور اعتماد وشو، په دغه اوور کې بېن سټوکس په مجیب ځدران شپږیزه ووهله او سټوکس د دوهمې شپږیزې تابیه هم وکړه؛ خو مجیب د خپل جادویي بالېنګ کمال وکړ او له اف برېک بال څخه یې خپل توپ لېګ برېک ته واړاوه، ګوګلي بال یې وغورځاوه او بېن سټوکس یې له شپږیزې وروسته ښکار کړ؛ مونږ په کلیواله اصطلاح وایو، چې مجیب، سټوکس ته له شپږیزې وروسته چکلېټ ورکړ.

له دې وروسته راهول ټرېپاتي هم خطرناک توپ وهونکی و او غوښتل یې د مجیب ځدران د وروستي اوور او د لوبې د اتلسم اوور پنځم بال شپږیزه کړي، خو په مېډ وېکټ کې کېچ شو.
د مجیب دې کامیاب اوور د پنجاب بریا یقیني کړه، نولسم اوور کې محمدشمي جوفرا ارچر رن اوټ کړ او په دې ډول پنجاب ته ۹۹ سلنه د بریا چانس په لاس ورغی.
په وروستیو کې پنجاب، راجستان ته د راجستان په کورني لوبغالي جېپورکې په ۱۴ منډو ماته ورکړه.
نن ماښام ۷ بجې دوه ځواکمنې او انډول لوبډلې، ډیلي او چینای د آې پي ایل پنځمه لوبه کوي.