ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا خاوند مو د کور کارونو ته زړه نه ښه کوي؟ له کومې ډلې څخه دی؟ هغه کسان، چې وایي په لنده کاسه لاس نه وهي، یا هغه کسان، چې په بېلابېلو بهانو سره د کور له کاره ځان غړوي، تر هغه وخته پورې، چې اوضاع لاپسې ترینګلې شي او کار ترسره کړي؟ یا هغه کسان، چې لږ ځنډ کوي او په یو څه باندې ځان بوختوي، ترڅو تاسو غوره وګڼئ، چې کارونه په خپله ترسره کړئ؟ فکر کوئ ولې؟ دلته یې ولولئ:
بلدتیا نه لري:
ښایي سخته وي، چې باور وکړئ، خو رښتیا دا دي، چې ډېری نارینه د کور کارونه، نه ترسره کوي، ځکه چې بلدتیا نه لري. نارینه د ښځو په پرتله د کور په کارونو کې بلد نه دي. د بېلګې په توګه: د لوښو په وینځلو کې، چې په کومو تخنیکونو باندې ښځې بلدې دي، نارینه نه دي بلد. په پایله کې کوم کار، چې یوه مېرمن په ۱۰ دقیقو کې ترسره کوي، نارینه یې په یو ساعت کې نه شي ترسره کولای، له ستړیا سره سره، ښځې پرې پټکې هم کوي، چې ولې دې دومره ځنډ وکړ، یا ولې له ښو او غوره تګلارو څخه ګټه نه اخلې. ښه، بلدتیا نه لري! که چېرې ستاسو په کور کې هم همدا موضوع روانه وي، نو ښه ده، چې نارینه په رښتینې توګه وغواړي، چې د کارونو د ترسره کولو په چټکو لارو چارو باندې ځان پوه کړي او مېرمنې هم باید په ډېرې حوصلې سره یې ورزده کړي او وروسته د تمرین لپاره کافي وخت په پام کې ونیسي.
په یاد مو، چې دا ګډون ستاسو دواړو او په پای کې ستاسو د ماشومانو په ګټه دی. له دې وروسته، له دې کار څخه د یوې وسیلې په توګه د یو بل د ځورولو لپاره کار مه اخلئ. مېرمنو! شیطانت مه کوئ او د دې هوس هم کوئ، چې په کومه مېلمستیا کې ووایئ، چې د خاوند مو کوم کارونه، نه و زده، هرڅومره هم، چې ستاسو په نظر دا خبره ښه وبرېښي.
هېرېږي یې:
باور وکړئ، چې ډېری نارینه د کور په کارونو باندې نه دي عادت، هېرېږي یې، چې باید د کور کارونه ترسره شي. د بېلګې په توګه: ترڅو چې د خیرنو او ککړو لوښو ډېرۍ ونه ویني، په لوښو باندې لاس هم نه وهي، د مېرمنو په څېر یې د کور کارونو ته پام نه وي، کله چې دا ډول نارینه د هغو مېرمنو خاوند کېږي، چې تمه لري، نارینه دې په خپله پوه شي او نه یې خوښېږي، چې تل له دې موضوع څخه نارینه ته یادونه وکړي، نو اوضاع خرابېږي.
البته خو سړی څومره یادونه وکړي؟ نو چاره څه ده؟ تر ټولو غوره کار دادی، چې د دې موضوع په تړاو یو سم پروګرام ولرئ، که چېرې د کور کارونه او ستاسو دواړو کارونه د ورځې په اوږدو یو مشخص پروګرام لري، نو کولای شئ، د اوونۍ لپاره یو پروګرام ولرئ. د بېلګې په توګه: باید معلومه وي، چې د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر له خوا مېز ترتیب شي.
که چېرې پروګرام په دې اندازه مشخص نه دی، یا دا چې خپله نه غواړئ، د ښوونځي په څېر اوونیز پروګرام ولرئ، نو په کور کې یوه لیک دړه ( تابلو ) ولګوئ، په داسې یوه ځای کې، چې دواړه یې ووینئ. د بېلګې په توګه: په پخلنځي کې یو سپینه تخته کولای شي یوه ښه ټاکنه وي، له دې وروسته د دواړو ذهن ته، چې کوم کار راغی، چې باید په کور کې ترسره شي، نو په هغې باندې یې ولیکئ. په دې ډول، هر وخت، له تاسو څخه هر یوه، چې تش وخت پیدا کړ، نو کولای شئ، یو له دې کارونو څخه ترسره کړئ او په ټیک مارک سره یې نښه کړئ او یا پرې خط کش کړئ.
د دې تختې شتون یوه ښه یادونه ده. کله چې سړی یو کار وویني، چې دوې یا درې ورځې کېږي، چې د تابلو پرمخ پاتې دی، نو ترسره کوي یې، پټکو او خپګان ته هېڅ اړتیا نه شته.
فکر کوي، چې د کور کار د ښځینه دی:
له بده مرغه د هغو نارینه و شمېر ډېر زیات دی، چې د کور کارونه، ښځینه کارونه ګڼي، ډېری نارینه له هغو کارونو او چلندو څخه وېره لري، کوم چې ښځینه ګڼي، هغوی له دې څخه وېرېږي، چې ګواکې نور به یې د ښځې د غلام په نوم ونوموي.
ښاغلو! که چېرې په خپل ذهن کې دا ډول اندېښنه لرئ، نو غوره ده، چې له ځان سره رښتیني واوسئ، ځان ته دروغ ونه وایئ او دا اندېښنه مو د ذهن په ژورو کې پیدا کړئ، له دې وروسته یو ځل بیا ورته وګورئ او ووینئ، چې آیا رښتینې ده، که یوه پخوانۍ وېره، چې د تنکۍ ځوانۍ له وخته پرځای پاتې ده، اوس تاسو کورنۍ لرئ، نور نو اړینه نه ده، چې د خپلو همزولو د تایید او نه تایید په کیسه کې واوسئ، تاسو دا ټاکئ، چې د ژوند تګلاره مو څه ډول وي او هېڅوک نه شي کولای، چې ستاسو په دې تصمیم باندې اغېزه وښندي، مګر دا چې تاسو اجازه ورکړئ.
مېرمنې هم په دې اړه خپله خوله بندوي او خپل نارینه نه رټي. که چېرې خپله یې وغوښتل په دې اړه له تاسو سره خبرې وکړي، نو کولای شئ، هغه ته روحیه ورکړئ او خپلواکي یې وستایې او وې هڅوئ.
د کور کار خپل کار نه ګڼي:
لکه څنګه، چې ډېری ښځې په داسې کورونو کې سترې شوې دي، چې دا یې زده کړي دي، چې د کور ټول کارونه په ښځې پورې تړاو لري، ډېری نارینه هم دې ته ورته کورونو کې ستر شوي دي او تصور یې دا دی، چې د کور کارونه د ښځې پر غاړه دي، حتا که مېرمنې یې له دوی څخه زیاتې، له کور څخه بهر بوختې وي یانې دنده ولري. هغه نارینه، چې دا ډول فکر کوي، په خپل نظر کې بدلون نه رامنځته کوي، خو دا چې خپله وغواړي. مګر نه.
ښاغلو! د مهربانۍ له مخې یو ځل بیا د دې موضوع په اړه فکر وکړئ او وګورئ، چې دا مو خپل نظر دی، یا دا چې یوازې مو دا ډول زده کړي دي. مېرمنو! په یاد مو وي، په دې اړه خبرې کول، له خاوند سره مو مرسته کوي، ترڅو خپل رښتینی باور پیدا کړي او د خپل نظر د بدلون لپاره تصمیم ونیسي، په پټکه کولو او لانجه کولو سره یوازې اوضاع لاپسې خرابېږي.
کولای شئ، هغه وخت، چې تاسو دوه کسان یاست، پرته له دې، چې والدین یا اولادونه مو وغواړي، له یوه لوري څخه د دفاع کولو ټیم جوړ کړي او اوضاع لاپسې خرابه کړي، د دې موضوع په اړه خبرې وکړئ او له یو بل سره مرسته وکړئ، ترڅو د یو بل نظر په ښه توګه درک کړئ. مېرمنو فکر مه کوئ، چې ستاسو سترګو ته په کتو سره به په خپله پوه شي، نه هېڅکله نه. انسانانو ژبه د همدې لپاره اختراع کړه، که نه نو ټولو به یو بل په خپلو اشارو او چلندو سره، په خپلو موخو پوهول.