د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي نادرکه شوی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي د تېر ماښام راهیسې د بهسودو پل څېرمه سپین غر کرکټ لوبغالي څخه نادرکه شوی دی.
احمد قریشي د کرکټ ځوان ستوری دی چې په دې وروستیو کې ډېرو کرکټ پوهانو پام ځانته اړولی دی.
نوموړی په جلال اباد کې د سپين غر په کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ په تمریناتو بوخت و.
د کرکټ د اکاډمۍ مسؤلین وایي چې دی د ماښام له شپږ نیمو بجو وروسته له تمرین کولو پس کورته په لاره نادرکه شوی.
د احمد قریشي کورنۍ هم مني چې نوموړی د سر ماښام راهیسي د کرکټ له اکاډمۍ کور ته نه دی ورګرځېدلی.
د قریشي ورورعبدالله قریشي په ورخطا غږ یاران ته وویل چې ورور یې ماښام راهیسې، د بهسودو په قعله جانان خان سیمه کې نادرکه شوی او تر اوسه یې هېڅ معلومات نلري.
ده زیاته کړې چې د ورور بیک، وسایل او موبایل یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په دامان سېمه کې د یوه غره تر څنګ موندل شوي.
نوموړي په خپه او نږدې ژړغوني غږ وویل چې مور یې روحي تکلیف لري او په خبره چې د ورور احمد خبره یي ترې تر ډېره پټه کړې وه چې تر خبرېدو وروسته یې د مور حالت هم ښه نه دی.
د احمد ورور زیاته کړه چې له هېچا سره هیڅ ډول دښمني نه لري او نه هم تر دې وړاندې ورته چا اخطار ورکړی و.
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو د احمد قریشي په نادرکه کېدو خواشیني ښوولې او له امنیتي ادارو غوښتنه کړې چې ژر تر ژر دې د پیدا کېدو لپاره هڅې پيل کړي.
احمد قریشي د کرکټ تنکی ځوان ستوری دی، چې په خپله وړتیا یې په ډېر کم وخت کې خپل ځان خپلو مینوالو ته وپېژنده.
قریشي په ټولنیزو رسنیو کې هم فعاله دی او وخت نا وخت د خپل تمرین ويډوګانې پر خپلو اکونټونو پورته کوي.