د پاکستان مشهوره فلم ستورې وینا ملک وایي، له دې وروسته به هېڅ کله هم هند هېواد ته د کار کولو لپاره ولاړه نشي.
دې زیاته کړې چې هند کې یې د کار کولو په جریان کې ښه سبق اخیستی او بیا به دغه هېواد ته ولاړه نشي.
ایکسپریس نیوز خبري ویپاڼه وایي، وینا ملک په یوه مرکه کې په هند سینما کې د کار کولو په تړاو ویلي، چې په هند کې یې کار کولو تجربې ډېر څه ور زده کړي او هوښياره کړې یې ده.
دې زیاته کړې چې په هند سینما کې کار کول یې د هېڅ چا له وېرې یا د اخطارونو له امله نه دي پریښي بلکې په خپله خوښه یې دا هرڅه پریښي دي.
وینا ملک زیاته کړې چې په هند کې په کار کولو سره کولی شي ټول ژوند هلته تېر کړي مګر په هغه تاریخ کې به د هيڅ پاکستاني فنکار نوم شامل نشي.
دا وایي، پاکستان کې کار کول به یې له مرګ وروسته هم د خلکو په یاد وي خو کله چې ترې د نورو ته د نصحیت کولو په تړاو وپوښتل شول زیاته کړه چې خپله هم ممثېله ده نو په دې خاطر نورو هنرمندانو ته کولی شي نصیحت وکړي.
مېرمن ملک وایي هر شخص د خپل ژوند د ښه کولو لپاره څه غواړي او په ژوند کې موقعې ته په تمه وي تر څو ګټه ځينې واخلي.
په خبره یې که نن هر څه ده د خپلو ځينو تصیمونو له امله ده خو په خبره یې که دویم ځلي ورته په بالیوډ یا هند کې د کار کولو موقع هم ورکړل شي نو هلته به ولاړه نشي.
وینا ملک د دې پوښتنې په ځواب کې که چېرته ورته د سلمان خان یا شاه رخ خان سره د کار کولو موقع په ګوتو ورشي نو په دغه وړاندیز به غور وکړي؟ ویلي یې، نه!
د هغې په وینا؛ کله یې چې په هند کې کار کولو نو څو ځله ورته د سلمان خان سره د یوځای کولو کولو وړاندیزونه شوي، خو وایي چې په خپلو هڅو باور ساتو او د پاکستان سینما ته کار کوو.
پاکستانۍ اداکاره دا خبرې په داسې مهال کوي چې په هند کې له وروستي خونړي برید وروسته پر پاکستان هنرمندانو او اداکارانو سخت بندیزونه ولګول او له خپل هېواد یې وېستل.