د کورنیو چارو وزرات مني، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې پروین درانۍ د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې کې د چیک پواینټ یو ساتونکی ډبولی او سپک کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
“امنیتي ځواکونو د ولس او ټولنې د خوندیتوب لپاره د کابل په لسمه حوزه (چهاراهي مسعود) کې د تالاشۍ لپاره ولاړ ول، او موټر يې تالاشي کول. په دې جریان کې د پروین درانۍ موټر هم ودرول شوی، چې په پایله کې د درانۍ له لورې د پوځ یو سرتیری ګواښل شوی، سپک شوی او ان ډبول شو دی.”
ښاغلی رحیمي وايي، کورنیو چارو وزارت مشرتابه د کابل امنیه قومندانۍ ته امر کړی، چې د قوانینو سره سم یاده موضوع په مربوطه څارنوالۍ کې تعقیب کړي.
په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې ددې پیښي تصویرونه او ویډوګانې خپرې شوي، چې د عامه خلکو توند غبرګون يې پارولی. ګڼ شمیر خلک د اغلې پروین درانۍ د نیول کیدو غوښتنه کوي او د سرتېرو د حیث د اعاده غواړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مخکیني وزیر امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:
“د ارګ په څو کیلومترۍ کې د پولیسو سره د بد چلند ویډو ټکان ورکوونکې ده. ما مخکې له دې چې داسې حالت ووینم، د سرتیرو لومړنی شعار بدل کړی و. ما هغوی ته ویلي وه، چې تاسې (پولیس) د خلکو د نیولو او ویشتلو صلاحیت لرئ. زه له داسې یو سرتیري سره، چې له خپل صلاحیته خبر نه وي، هیڅ خواخوږي نلرم.”
نوموړی وړاندې لیکي:
“زما د هیواد زړورو او عزتمنو سرتیرو: پوه شئ، چې تاسې د نیولو او ویشتلو صلاحیت لرئ. که څوک ګوتې درتیروي، قانون صلاحیت درکړی، چې د روغ تن په ځای يې، مړی قبرستان ته ولیږئ.”
یو شمیر فیسبوک کاروونکي لیکي، چې اغلې میرمن درانۍ د پولیسو یونفورم او د ولس ساتونکو ته سپکاوی کړی او باید مجازات شي.
د یادونې ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې وکیلانو، چارواکو، او جنګسالارانو ته منسوب کسان او یا هم هغوی خپله په امنیتي ځواکونو لاس پورته کوي، توهینوي او سپکې سپورې ورته وايي؛ بلکې تر دې پخوا هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دا ډول پیښې شوي، چې ځینې يې بیا په عرفي روغه جوړې حل شوي او د ځینو نورو خو بیا چا پاڼه هم نه ده اړولې.
یو شمیر خلک دا هم وايي، چې که ددې ډول پيښو مرتکبین مجازات نشي، د پولیسو مورال ضعیف کیږي او بیا بل چارواکی یا وکیل ته سترګې نشي ورپورته کولای.
ځینې کسان داسې شک هم کوي، چې د چارواکو هغه موټرې چې تالاشي نه ورکوي، د ترهګریزوو پيښو او عاملینو ملاتړي بلل کیږي او پخپلو ضد مرمي موټرو کې ترهګر، قاچاق او وسلې تر ښارونو رسوي.