ژباړه: صادق طارق
د هغو میندو په اړه به ډېر معلومات لرئ، چې د اولادونو له بې پلاره کیدو سره یې هغوی ته د پلار تشه هم ډکه کړې او د هغوی مینه یې ورکړې.
دا به هم درمعلومه وي، چې ځینو پلرونو هم له مېرمنو تر بې برخې کیدو وروسته خپلو اولادونو ته د میندو مینه ورکړې او لوی کړي یې دي.
له دې ممکن خبر نه وئ، چې د داسې پلرونو په برخه کې ځینې مشهور نړیوال شخصیتونه هم شامل دي.
په دې مطلب کې به یو شمېر همداسې پلرونه درمعرفي او د دوی د مورولۍ کیسې درته وکړو:
۱- ټام کروز
ټام کروز د سینمایي نړۍ یوه وتلې نړیواله څېره ده. هغه دغه مقام ته د رسیدو لپاره ډېرې خوارۍ وکړې، خو دغو خواریو یې کورنۍ ته هیڅکله پاملرنه کمه نه کړه.
کروز او مېرمنې یې ۲ ماشومان لرل، خو وروسته یې مېرمنه ورنه جلا او د ماشومانو لویول مجرد ټام کروز ته پاتې شول.
۲- جاني دپ
جاني دپ له خپلې مېرمنې ونسا پارادایس څخه ۲ ماشومان لري.
د ژوند دا جوړه په ۲۰۱۲ کې سره جلا او د ماشومانو ټوله سرپرستي دپ ته پاتې شوه.
د دپ ملګري وایي هغه د خپل ژوند یوه لویه برخه وخت خپلو اولادونو ته ورکړی، چې جالبه او نه هېریدونکې قرباني ده.
۳- آشر
آشر په ۲۰۰۹ کې له خپلې مېرمنې جلا او د ۳ اولادونو مورولي هم ورغاړې شوه.
په دغه مسولیت کې یې سخته صدمه هم ولیده، دلیل یې دا و چې ۱۱ کلن ماشوم یې سیند یوړ او ومړ.
۴- کریستیانو رونالډو
کریستیانو رونالډو د فوټبال مشهور نړیوال ستوری دی، چې میلیونونه مینه وال لري.
دا ستوری له ۲۰۱۰ راهیسې د خپل زوی مورولي هم کوي.
هغه هیڅکله د خپل زوی د مور نوم نه دی اخیستی.
داسې هم ویل شوي، چې هغه خپله مېرمنه خوشې کړې او د اړیکې د نه رسوا کیدو په بدل کې زښتې زیاتې پیسې یې ورکړي.
۵- چارلز، شهزاده ولز
چارلز د ملکه ډایانا د ژوند ملګری و. دوی په 1996 کې سره جلا شول.
له دې وروسته هغه په یوازې ځان د خپل زوی ویلیام و هري د لویولو مسولیت پرغاړه واخیست.
دی په دې کار بریالی شو او وتوانیده، چې خپل اولادونه ډېر ښه وروزي.
۷- سیل
دا مشهور ستوری( د المان نوموتی ماډل) په 2005 کې له هایدي کلوم سره واده وکړ.
دوی په ۲۰۱۴ کې سره په داسې وخت جلا شول، چې مېرمنه یې حامله وه.
له دغه نازیږیدلي ماشوم پرته نوموړي ۳ نور اولادونه هم لرل، چې د ګډ ژوند له پای ته رسیدو وروسته د ټولو اولادونو سرپرستي پرغاړه واخیسته.
۷- شان کامز
شان کامز له ۳ مېرمنو ۵ اولادونه لري، چې د ټولو اولادونو سرپرستي یې پرغاړه واخیسته او په ښه ډول یې ترسره کړه.
۸- ډیویډ آرکټ
آرکټ له ۱۱ کلن ګډ ژوند وروسته خپلې مېرمنې کورتني کاکس نه جلا شو.
دوی د یوازیني اولاد په اړه هوکړې ته ورسېدل او په وقفه یي ډول یې هغه وپاله.