دا ۱۰ جملې هېڅکله د خپل ژوند شریک ته مه وایئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله وخت د غوسې له مخې داسې یوه خبره کوو، چې ښه پایله نه لري، هغه خبرې، چې کولای شي، یوه ژوره عاطفي اړیکه په بل مخ کړي، کله وخت پښېماني هم کوم درد نه شي دوا کولای، له دې امله د یوې ښې، سالمې او خوشاله اړیکې د لرلو لپاره، نباید ځینې څیزونه وویل شي. که چېرې تاسو هم غواړئ، له هغو جملو سره، چې د یوې عاطفي اړیکې د له منځه تګ سبب ګرځي آشنا شئ، نو له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ.
ای کاشکې د هغه په څېر وای:
په هېڅ وجه د خپل ژوند شریک له نورو سره مه پرتله کوئ، توپیر نه کوي، چې نور څوک دي: خور، ورور، خپل او خپلوان او داسې نور… په هر صورت کې پرتله کول یوازې د مقابل لوري په ځان باندې باور له منځه وړي، چې د اړیکې لپاره به مو له ځان سره مثبته پایله ونه لري.
ته ما نه درک کوې:
ښایي واقعاً د ژوند شریک مو تاسو نه درک کوي، خو د دې جملې ویل، نه یوازې د کوم درد درملنه نه کوي، بلکې د دې سبب ګرځي، چې هغه د خپل چلند د ښه کولو لپاره هېڅ هڅه ونه کړي. د ژوند مینه مو یوازې په هغه صورت کې، چې تاسو په ډېر صبر، زغم او بردبارۍ سره یې په څنګ کې واوسئ، په خپل چلند کې به د بدلون لپاره هڅه کړي، نو د رټلو پرځای، غوره ده، چې د لا ډېر درک لپاره، هغه ته په ځان باندې اړین باور ورکړئ.
یوازې مې پرېږده:
ښایي د ډېرې زیاتې غوسې له امله وغواړئ، چې لږ یوازې واوسئ، که څه هم دا یوه ښه نظریه ده، خو نباید خپل نظر دا ډول څرګند کړئ د ( یوازې مې پرېږده ) د ویلو پرځای غوره ده ووایئ: ( ۱۵ دقیقې وروسته خپل بحث ته دوام ورکوو)، په دې وخت کې لږ قدم ووهئ، خپلې پښې اوږدې کړئ او ژوره ساه وباسئ، ترڅو افکار مو یو ځل بیا خپل تمرکز او کنټرول تر لاسه کړي، د ( یوازې مې پرېږده) په ویلو سره به شرایط او حالات لاپسې خراب کړئ.
پای ته یې ورسوه:
که چېرې د خپلو خبرو په منځ کې د ( پای ته یې ورسوه ) یا ( بس کړه ) له جملو څخه ګټه واخلئ، په حقیقت کې له ځان او د خپل ژوند له شریک څخه به مو د خبرو کولو فرصت اخیستی وي. تاسو باید له یو بل سره خبرې وکړئ او د یو بل له احساساتو او افکارو څخه ځان خبر کړئ، ترڅو وکولای شئ، په سمه توګه تصمیم ونیسئ. د هغه خبرې نالیدلې ګڼل نه شي کولای، چې ستاسو د کوم درد درملنه وکړي، نو د دې پرځای له هغه څخه ډېرې پوښتنې وکړئ او هغه ته دا ښکاره کړئ، چې ارزښت ورکوئ، په دې صورت کې به هغه هم له تاسو څخه منندوی وي او د اړیکې د ښه والي لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.
ښایي غوره وي، چې سره جلا شو:
هېڅکله د خپل ژوند شریک په جدایۍ باندې مه ګواښئ. په خبرو کې د جدایۍ د کلمې بیان یوازې تاوتریخوالی او اروایي فشار زیاتوي. ښایي تاسو د دې خبرې په کولو کې ډېر جدي ونه اوسئ، خو مقابل لوری مو ښایي دا خبره په بشپړه توګه جدي ونیسي. که چېرې د جدایۍ په اړه جدي یاست، نو لومړی له یوه مشاور څخه مرسته وغواړئ.
واقعاً کارونه دې ځورونکي دي:
په ډاډ سره ویلی شم، د ژوند د شریک ځینې کارونه مو ستاسو خوښ نه دي او ځوروي مو، خو نباید له هغو څخه په تونده لهجه یادونه وکړئ. له کومې لهجې څخه چې تاسو ګټه اخلئ، په اړیکه کې مو بنسټیز رول لري، پرځای د دې، چې خپله ګوته تل د هغه په لور پورته کړئ، نو له دې ستونزې څخه د خلاصون د لارو چارو په اړه فکر وکړئ.
هېڅکله له تا راضي نه وم:
پرته له شکه، د ژوند شریک مو هڅه کوي، چې تل تاسو خوشاله وویني، خو ښایي کله وخت په دې لاره کې له ماتې سره مخ شي. کله چې تاسو هغه ته وایئ، چې هېڅکله له هغه څخه خوشاله او راضي نه وئ، په حقیقت کې هغه ته دا پیغام ورکوئ، چې ټولې هڅې یې بې ګټې وې. ښه ده، چې په رښتیني ډول خپل نظر څرګند کړئ، خو د هغو کلمو په ټاکنه کې، کومې چې په خوله یې راوړئ، له ډېر احتیاط او پام څخه کار واخلئ. که چېرې دا ستونزه په سمه لهجه بیان کړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د حل یوه واحده او مناسبه لاره به پیدا کړئ.
زه دا کار نه کوم:
ښایي ستاسو نظر یا هغه لاره، چې ټاکلې مو ده، د ژوند له شریک سره مو توپیر ولري، خو په دې باندې هم ځان پوه کړئ، چې اړیکه دوه اړخیزه ده او تاسو هم د هغه په څېر تمه لرئ. له دې امله د خپل مقابل لوري نظرونو ته غوږ ونیسئ او وروسته خپل نظریات په مناسبه لهجه بیان کړئ، ترڅو په پای کې یوې واحدې او مناسبې پایلې ته ورسېږئ.
نه پوهېږم، چې ولې مې دا اړیکه پیل کړه:
ښایي تاسو د ډېرې غوسې له امله دا جمله په خوله راوړئ، خو که چېرې نه غواړئ، چې خپلې اړیکې ته د پای ټکی کېږډئ، نو دا ډول جملو له ویلو څخه په کلکه ډډه وکړئ. په ډاډ سره ویلی شم، وروسته چې کله لږ آرامه شوئ، نو له خپلو خبرو څخه به پښېمانه شئ، ښایي داسې وخت وي، چې ډېره به ناوخته شوې وي.
په یاد مو وي، ښایي زموږ خبرې وبښل شي، خو هېڅکله به هېرې نه شي، نو له دې امله خپلې ستونزې په ډېرې مهربانۍ او د هغې مینې په مرسته، چې ترمنځ مو ده، حل کړئ، ترڅو د ځان لپاره یوه ښکلې اړیکه جوړه کړئ او له هرې شېبې څخه یې خوند واخلئ.