د زیمبابوې د کرکټ چارواکي وايي، افغانستان کرکټ ټیم له هغه سفر په شاه شوی چې ټاکل شوې وه راتلونکې میاشت کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لپاره ورشي. د زیمبابوې چارواکو ددې سبب ددې یو ورځنیو لوبو د تلویزوني خپراوي پر سر اختلاف بللی دی.
افغانستان کرکټ بورډ په اصل کې له زیمبابوې غوښتي و چې د نړیوال جام د لوبو لپاره د چمتووالي په موخه دې د دوی کوربه توب وکړي. ټاکل شوې وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دا لوبې د اپریل له 18مې نیټې تر 28مې نیټې په هراري کې ترسره شي.
د کرکټ د نړېوال جام لوبې د مې د میاشتې څخه تر جولای پورې په انګلیستان او والز کې ترسره کیږي چې د نړۍ بیلابیل مخکښ ټیمونه ورته د چمتووالي په موخه خپلو کې په تمریني لوبو بوخت دي.
د کریک اینفو ویب پاڼه وايي، افغانستان موافقه کړې وه چې ددې پنځو یو ورځنیو لوبو لګښت به له زیمبابوې سره شریکوي. خو اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ ددې لوبو د تلویزوني خپراوي پر سر اختلاف ددې سبب شوی چې افغانستان دې هیواد ته سفر لغوه کړي.
اختلاف په څه دي؟
د زیمبابوې د کرکټ سرپرست مشر ګیوري مکاني وايي” افغانستان غوښتل چې دا لوبې دې په ټلویزوني بڼه خپرې شي، خو موږ یې د لګښت له کبله په انټرنیټ په ژوندۍ بڼه په خپریدو ( لایف سټریم) ټینګار کاوه.“
نوموړې سنډي ټایمز ته ویلي ” افغانستان د کرکټ بورډ هغه اجرایه ریس هم له دندې لرې کړی چې د یو ورځنیو لوبو له دې لړۍ سره یې موافقه کړې وه.“
افغانستان به د زیمبابوې سره ددې لوبو پر ځای د مې په میاشت کې د نړیوال جام ته د تیاري په هدف له ایرلنډ او سکاټلنډ سره تمریني سیالۍ وکړي.
افغانستان په ورستیو کې په هندوستان کې د ایرلنډ سره د یو ورځینو لوبو لړۍ مساوي کړه. او راتلونکې اونۍ دواړه ټیمونه خپلو کې وروستۍ ټیسټ لوبه ترسره کوي.
زیمبابوې ټیم بیا د وروستي ځل لپاره د نومبر په میاشت کې بنګله دیش ته د سفر پر مهال د کرکټ لوبو په نړیوال ډګر کې لیدل شوی.