د هالیوډ یا انګلیش سینما پخوانی مشهور ټلویزیوني فلم سریز ايئر وولف هیرو، جان مائیکل مړ شو.
نوموړی یو له مشهورو فلم ستورو وه چې وروسته یې بیا حتی نوم هم د مینوالو په خولو پاتې نشو.
ایکسپریس نیوز وایي چې نوموړی تېره شپه مړ شوی.
د معلوماتلو له مخې، جان مائیکل د وخت تر ټولو قیمتي فلم لوبغاړی و، خو وروسته بیا ناروغ شو او همداسې بیا د مینوالو هم له یاده ووت.
رپوټ وایې نوموړی له ۱۹۸۴کال څخه تر ۱۹۸۶ کال پورې په مشهور او د ډېرو مینوالو لرونکي ټلویزیوني سریز کې کار وکړ.
نوموړي ۷۴ کاله په دې نړۍ کې ژوند وکړاو له څه مودې د جنوبي کرولینا په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې و.
د ځينو رپوټونو له مخې، جان مائیکل درې وړاندې مړ شوی، خو د مرګ تائید یې هغه وخت شوی چې کله یې د مړینې تصدیق خپور شو.
جان مائیکل د مشهور ټلویزیوني سریز مهم غړی وه او په دغه سریز کې یې په یوه قسط کې په دوه لکه ډالرو کار کړی وه، چې د معلوماتو له مخې په هغه وخت کې تر ټولو لوړ قیمت حسابېدلی شي.
د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۲ کال کې مائیکل په یوه ناروغۍ اخته شو چې بیا پښه هم غوڅه شوه، چې ترې وروسته نوموړي همداسي خاموش پاتې شو په یوه نوم ورکي حالت کې مړ شو.