په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي هییت او طالب استازو ترمنځ خبرې یو څه ورو شوي، خو راپورونه وايي چې لا هم د تړولو دروازو تر شا ناستې ولاړې روانې دي.
طالبان وايي، له امریکايي لورې سره یې خبرې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او امریکا ته ددې ډاډ ورکولو په اړه دي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهګرو او یاغي ډلو له خوا د نورې نړۍ پر ضد نه کارول کیږي. خو امریکايي چارواکي وايي، پر یادو مسلو سربیره په افغانستان کې د اوربند او افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو د چمتو کیدو مسالې هم په اجنډا کې شاملې دي.
د دواړو خواوو ترمنځ نن د خبرو اترو یوولسمه ورځ ده. هغه افغان فعالان چې په قطر کې دي وايي دواړه خواوې هڅه کوي چې د خبرو جزییات یوې نتیجې ته تر رسیدو مخکې پټ وساتي او همدارنګه دا تمه هم شته چې نن یکشنبې یا سبا دوشنبې به ددې خبرو یوه نتیجه اعلان شي.
اختلاف چیرې دی؟
داسې ښکاري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، او د نورې نړۍ پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو پر مسلو امریکایان او طالبان خپلو کې یوه تفاهم ته رسیدلي، او دا هغه ټکي نه دي چې د قطر خبرې یې لانجمنې کړې دي.
هغه رسنۍ چې په دوحه کې د دواړو لورو خبرې څاري وايي، ښايي د خبرو د اوږدیدو او لانجمنیدو سبب د طالبانو له خوا د یو اوږدمهالۍ اوربند منل او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د غاړې ایښودو پر سر بحثونه او ناندرې وي.
همدارنګه د افغانستان راتلونکې حکومتي جوړښت، له ګاونډیو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د اړیکو څرنګوالي هم هغه مسلې دي چې د امریکایانو او طالبانو خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د افغان حکومت انتظار
داسې ښکاري چې په کابل کې افغان چارواکي هم ددې خبرو نتایجو ته په بې صبرې انتظار کوي خو خپله ولسمشر غني او همکاران یې په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د روانو خبرو په اړه له څه ویلو ډه ډه کوي او یا یې په اړه په ډیر احتیاط غږیږي.
پر ځای یې ولسمشر غني په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ دوره یې په پای ته رسیدو ده، ولایتي سفرونو ته زور ورکړی، او په وروستیو څو ورځو کې یې کونړ، فراه او کندهار ته پرلپسې سفرونه وکړل او هلته یې له خلکو سره د امنیت په ټېنګښت او نورو برخو کې ډیرې داسې ژمنې وکړې چې باید د واک په لومړیو کې یې کړې وی او تر اوسه عملي شوې وی. د ولسمشر سیاسي مخالفان باور لری چې ښاغلی غني دا سفرونه د انتخاباتي کمپاین او د سولې په خبرو کې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ خپلولو په هدف کوي. دوی وايي هغه ژمنې چې ولسمشر یې په دې سفرونو کې کوي، دده د ولسمشرۍ په پاتې څو میاشتو کې یې د پوره کیدو امکان نه شته.
خو ولسمشر غني او همکاران یې دا سفرونه له نژدې څخه د خلکو د ستونزو د لیدو او ورته د حل لارو د موندلو لپاره مهم ګڼي او دا نه مني چې ګوندې د غیرې مستقیم انتخاباتي کمپاین برخه دې وي.
په عین حال کې افغان حکومت وايي، د طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې یقینې دي او دوی ورته له خپل لورې د یو باصلاحیته او ټول شموله هییت پر ټاکلو کار کوي.
د افغان حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله بیا له افغان سیاستوالو غوښتي چې د عادلانه سولې او ملي ګټو لپاره دې یو موټی شي. نوموړې د جمعې په ورځ د مارشال محمد قسیم د مړینې د پنځم تلین مراسمو کې وویل چې افغانان په هیواد کې یوې دوامدارې سولې ته نژدې دي.
په همدې مراسمو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي وویل: دولت باید دا تمه ونه لري چې طالبان ته تسلیم شي. د ښاغلي خلیلي په وینا هماسې چې موږ بیرته د طالبانو د اسلامي امارت د راستنیدو تمه نه لرو، باید دا تمه هم ونه لرو چې طالبان دې په بشپړه توګه تسلیم شي. نوموړې ټینګار وکړ چې باید پر داسې لارو چارو غور وشي چې دواړه خواوې پر سلا وي.
د ښاغلي خلیلي په وینا دا مهال په افغانستان کې هره ورځ له دواړو خواوو څخه له سلو تر دوه سوو پورې افغان ځوانان وژل کیږي او دا یو نه جبرانیدونکی زیان دی.