که مطالعه ونه کړئ، دا ۳۴ زیانونه به ووینئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: نرګس صافۍ
که په لاندې څلور دېرش کړنو کې کوم یوه پخپل وجود کې ګورئ نو مطالعه وکړئ مطالعه مو له تیارو دې رڼا پر لور بیا یي.
۱- خلکو او ټولنې سره به یې پېژندلګلوي کمه وي
۲- پر ځان او نفس به باور نه لري
۳- تکراري خبرې به کوي
۴- د لغتونو زېرمه به یې کمه وي
۵- له ډار او بې باورۍ سره به ژوند کوي
۶- ذهني وړتیا به نه لري
۷- له عقلې اړخه به کمزوري وي
۸- پر خپل خبرو به باور نه لري
۹- د نورو خبرو ته به په غوږ نیولو نه پوهیږي
۱۰- د دروغو او رښتیا ترمنځ به توپیر نشي کولی
۱۱- د خلکو په ځانګړنو به نه پوهیږي
۱۲- په اسانۍ به څه نشي زده کولی
۱۳- د ژوند په پرېکړو به نه پوهیږي
۱۴- پخپله ګټه او تاوان به نه پوهیږي
۱۵- په سیاست او نور روان ژوند به نه پوهیږي
۱۶-په مجلس کې به خبرې نشي کولی
۱۷- په مشوره اخېستلو به نه پوهیږي
۱۸- ژوند به یې ګډوډ وي
۱۹- ښه ملګري به نشي پیدا کولی
۲۰- سرګردان به وي
۲۱- ژر به غوسه کیږي
۲۲-له خپل او د نورو له حقوقو به خبر نه وي
۲۳- له فکري او شخصي پوهې به لرې وي
۲۴- په هر ځای کې به له اجازې پرته خبرې کوي
۲۵- نورو خلکو ته به ژر ښکنځلې کوي
۲۶- د پوهې او نا پوهۍ تر منځ به توپیر نشي کولی
۲۷- د ژوند په نزاکتونو به نه پوهیږي
۲۸- ورځنۍ چارې به یې بې نظمه وي
۲۹- حافظه به یې کمزورې وي
۳۰- د پوهې کچه به یې کمه وي
۳۱- بې جُراته به وي
۳۲- په ډېره وړه خبره به وار خطا وي
۳۳- ژر به د نورو خلکو تر اغېز لاندې راځي
۳۴- ژوند کې به تل ناکامه او وروسته پاتې وي
FEB 19, 2019, 2:29 PM
کله به مو دې ټکی ته پام کړی وي چې ولې د ناوې ملا دې واده به ورځ په سور یا شین دسمال ملاتړی؟
مخکې له دې چې ناوې دې خاوند کورته لاړه شي دې واده به ورځ یې دې پلار یا مشر ورور له خوا په سور یا شین دسمال ملا تړي، که پلار یا مشر ورور یې نه وي له نږدې خپلوانو څخه یو کس هم کولی شي چې د ناوې ملا وتړي
هو باوري یمه چې تاسې به هم د خپلې خور، لور ملا تړلې وي یا به تاسې ته ورور او پلار ملا تړلي وي خو په دې به نه پوهېږئ چې ولې د ناوې ملا تړل کیږي؟
کله چې انجلۍ واده کوي نو خاوند او کورنۍ یې دې انجلۍ څخه د ښه کورنۍ تربیې تر څنګه د بکارت ( پېغلتوب) تمه لري، له نورو ښکلي دودونو څخه بې خبره دي خو خلک په دې نه پوهیږي چې دې ناوې ملا تړل له کوم وخته او ولې تړل کیږي؟
دې ناوې ملاتړل له سلګونو کلونو پخوا څخه دود شوي دي هغه هېوادونه چې ګډه جغرافه او تاریخ لري لکه افغانستان، ایران، ترکیه، او دې آسیا منځي هېوادونو کې دود ده
خو دې ملا تړل په عمومي ډول دې یو کار دې ترسره کولو لپاره وي کله چې یو شخص وغواړي یو لوی کار خپل پر سر او په یوازې ځان وکړي نو ملا ورته تړي
دغه کلیمه چې دې یو کار لپاره ولې باید ملا وتړل شي له کومه شوه؟
نارینو به پخوا له ځان سره پټو، دسمال، درلوده مېر منو به هم له ځان سره یو څادر درلوده کله چې یې درانه کارونه کول لکه دې اوبو راوړل، دې قلبې کول، واښه کول، په یوازې ځان کوم کار تر سره کولو نو ملابه یې تړله دغه دودو له پخوا څخه له یو نسل نه بل نسل ته باتې شوی دی او تر نن ورځې دوام لري
خو دلته به تاسې دا وایاست چې دا کلمه له ناوې او واده سره څه تړاو لری؟
له پخوا څخه ویل کېدل چې کله یو هلک او انجلس واده کوي نو به دې مانا نده چې انحلۍ یوازې له هلکه سره واده کوي بلکې انجلې مجبوره ده چې دې هلک له ټولې کورنۍ سره په خوښۍ ژوند وکړي
کورنیو به ددې لپاره چې لونې په راتلونکي کې ارامه او هوسا ژوند ولري نو خپلې لوڼې په ښه توګه لکه ( باشخصیته، نیک خویه، اخلاقي، هوښیارې، هڅانده، ) روزي ددې تر څنګ ورته ( خیاطي، رسامي، قالین ګنډنه، پخلی،ګل جوړونه، خطاطي، قران زدکړه، قرآعت، دې کتاب لوستل، او لیکل ) هم ور زده کوي چې دغه روزنه باید دې پلار په کور کې تر اخېرې ورځې ورکړل شي نو دې همدې لپاره کله چې انجلۍ

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.