دا چې افغانستان او ایرلېنډ یوه متوازنه لوبلړۍ پیل کړې ده، نو د دې مساوات ماتېدل له دې سیریز وروسته له منځه تلونکی او یا تر بلې لوبلړۍ او لوبو مساوي پاتې کېدونکی دی.
افغانستان او ایرلېنډ ۲۳ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۱ افغانستان او ۱۱ ایرلېنډ ګټلي دي، یوه لوبه بیا باران بې پایلې کړې ده.
که نن افغانستان لوبه وګټي، نو د افغانستان ۱۲ لوبې کېږي، چې بریا پکې حاصلوي او که بیا وروستۍ لوبه ایرلېنډ وګټي مساوات بیا برقرارېږي او خبره د دولس، دولس لوبو بریا ته رسېږي، دا مساوات به بیا هله ماتېږي، چې دا لوبډلې بیا سره یو ورځنیو لوبو کې مخ شي.
په دریمه لوبه کې وېکټ د توپ اچونې لپاره ښه وه او په نوي توپ خورا ښه توپ اچونه کېدلای شوای؛ نو همدا علت و، چې د پاور پلی لس اورونو کې افغان لوبډلې ۲۹ منډې وکړې، شهزاد او رحمت شاه مو پکې له لاسه ورکړل.
که څه هم حضرت الله ځاځي بې رحمه توپ وهنه پیل کړې وه؛ خو هغه هم د ناسم پوهاوي له امله منډ اوټی یا رن اوټ شو.
د افغانستان لپاره په شپږمه وېکټ اوږده ملګرتیا د دې سبب شوه، چې افغانستان ایرلېنډ ته یو مناسب ټارګېټ کېږدي.
د اصغر افغان او نجیب الله ځدران؛ همدا یوه ملګرتیا وه، چې افغان لوبډله یې په پښو ودروله او منډې یې تر ۲۵۶ پورې ورسولې.
د نجیب الله ځدران وکولای شول، چې سلیزه پوره کړي او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې خپله لومړۍ سلیزه ثبت کړي.
نجیب الله ځدران له دې وړاندې لوړې منډې ۸۹ کړې وې او د سه شنبې په ورځ د مارچ په پنځمه نېټه یې بیسټ سکورز جوړکړل.
ولې ایرلېنډ لوبه وګټله؟
لومړی علت د افغانستان د پاڼۍ پر مهال د ایرلېنډ ښه ډګر ساتنه وه، چې د ځاځي په څېر توپاني توپ وهونکی یې د رن اوټ ښکار کړ.
بل علت د ایرلېنډ سټراټیژیکه لوبه وه، هغوی رن رېټ ته په کتو مخ ته روان وو، بل د هغوی بالرانو لاین ډېر کابو کړی و، د ایرلېنډ بالرانو څلور اورونه مېډن کړل، چې ۲۴ توپونه شول، که دې ۲۴ توپونو باندې د افغان توپ وهونکو له خوا ۲۴ منډې هم راغلې وای، ایرلېنډ دا هدف نه شو پوره کولای.
د ایرلېنډ توپ وهونکو په سخت حالت کې هم د یوې منډې جوړول نه درول او منډې یې جاري ساتلې وې؛ خو چې د افغان لوبډلې یوه وېکټ ولوېده، بیا پرې اورونه مېډن کېدل.
راځو اصلي علت ته، هغه د افغان لوبغاړو مېس فیلډینګ یا ډګر ساتنه وه، د ځېنو لوبغاړو څخه لومړیو کې څلوریزې ولاړې او مېس فیلډ وشو.
بل کېچونه ولوېدل، کرکټ کې اصطلاح ده، ټېک د کېچ وېن د مېچ، یعنې کېچونه ونیسه او لوبه وګټه.
د افغانستان په فیلډینګ کې شا او خوا ۳ کېچونه ډراپ شول، همدا ډراپ کول وو، چې بلبېرني ته یې د بریا موقع ورکړه او هغه یې د لوبې هیرو کړ.
له افغان لوبډلې سره د فسټ بالر او د فست بالېنګ الراونډر نشتون بل ستر علت و، چې لوبه مو له لاسه ووته.
فسټ بالېنګ الراونډر په لوبډله کې تل مثبت تمامېږي، که یوه برخه کې ونه ځلېږي، بله برخه کې ځلېږي، اوسمهال افغانستان یواځې یو فسټ بالېنګ الراونډر لري، چې هغه هم ګلبدین نایب دی.
که افغان کرکټ بورډ غواړي راتلونکي کې ځواکمنه لوبډله ولري، باید د سپېن بالېنګ الراونډرانو ترڅنګ د فسټ بالېنګ دوه یا درې الراونډران ولري او خامخا یې یو په یوه لوبه کې ولوبوي.
د هندوستان هارډېک پانډیا به پېژنئ، چې لوبډله کې یې رول بارز دی، د انګلستان بېن سټوکس به مو لیدلای وي، چې خامخا یوه برخه کې ځلېږي، د ویسټ انډیز رسل، جېسن هولډر، دېرین سمي او نور به مو لیدلي وي، چې رولونه یې خورا مهم دي، همداسې باید افغان غوراوي کمېټه غوره او وړ الراونډران ولري او دا الراونډران دوی د کورنیو کرکټ اکاډومیو رانیولی شي.
هره لوبه کې باید فسټ بالېنګ ښې جوړې وجود ولري، ځکه هر ځل باید د بالېنګ ذمه واري په مجیب، راشد او محمد نبي ور وانه چوو، ځکه ځېنې پیچونه دي، چې هغه د فسټ بالر لپاره دي نه د سپېن بالر لپاره، باید هره غوراوي کمېټه متوازنه لوبډله اعلان کړي.
ستونزې وې او کار ته اړتیا ده، چې باید دا ستونزې هوارې شي او بیا تکرار نه شي.
څلورمه لوبه او کلیدي لوبغاړي
افغانستان لپاره په ۴ مه لوبه کې کلیدي لوبغاړي کېدای شي دا ثابت شي، حضرت الله ځاځی،
راشدخان ارمان، مجیب ځدران، محمدنبي عیسی خېل، ګلبدین نایب، نورعلي ځدران، ضیاءالرحمن شریفي او افتاب عالم، په دغو لوبغاړو کې د دوه یا درې لوبغاړو پوره کارکرده ګۍ ته اړتیا ده، که یو یې د توپ وهنې په برخه کې ښه وځلېږي او دوه یې د توپ اچونې په برخه کې نو بیا ستونزه نشته.
که دوی ښه لوبه وکړي او نور لوبغاړي ورسره په حساسو شرایطو کې مرسته وکړي افغان لوبډله بالکل لوبه ګټلای شي.
د فشار په صورت کې په سالمه ډګر ساتنه باید ډېر کار وشي، ترڅو کېچونه ونه غورځوو او څلوریزو ور نه کړو، بیا نو بریا زمونږ ده.