جاپان د معمارۍ سمبول؛ اووم جاپاني هم د معمارۍ نوبل جایزه وګټله

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: صادق طارق
جاپان د نړۍ له هغو هېوادونو دی، چې خلک یې په مثبت فکر او کار دواړو کې نوم لري.
دا هېواد افغانانو ته ډېر د مثال په ډول یادیږي، ډېری خلک د واقعیت خلک وایي چې جاپان او افغانستان په یوه ورځ ازادي ګټلې، خو افغانستان تر جاپان ډېر وروسته دی.
دا موضوع چې دواړه هېوادونه په یوه ورځ ازاد شوي ناسمه ده، خو دا سمه ده چې جاپان په نړیواله کچه د رغونې یوه الګوه ده.
دلته به د دې معلومات درکړو، چې په اووم ځل د معمارۍ نوبل جایزه د دغه هېواد یوه استوګن ته په برخه شوې ده.
اووم نړیوال معمار
پریتزکر د معمارۍ نړیواله او تر ټولو مهمه جایزه ده، چې د لوړ ارزښت او معیار له مخې د معمارۍ په نوبل جایزه مشهوره ده.
دا جایزه سږ کال د جاپان یوه مشهور او پياوړي معمارآراتا ایسوزاکي ته له دې کبله ورکړل شوه، چې خورا ښکلې معمارۍ یې کړي او کارونه یې ډېر عالي دي.

له جغرافیوي حدودو وتلی سړی
دا جاپانی معمار د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د غوره کار عملي بېلګې لري.
د ده یوه مهمه معماري په بارسلون ښار کې د یوه مهم ورزشي سالون جوړول دي.
دغه سالون په ۱۹۹۲ کې د المپیک د لوبو لپاره وکارول شو.
همدا شان د امریکا په لاس انجلس کې یو شمېر مهمې هنري ودانۍ او د قطر ځینې مشهورې ودانۍ دغه معمار جوړې کړي دي.
سربېره پردې د ایټالیې په میلان کې د الیانس برج، د چین د ښکلو هنرونو د مرکز ودانۍ او په اسپانیا او ځینو نورو هېوادونو کې خورا مهمې ودانۍ دغه معمار جوړې کړي دي.

اووم جاپانی نوبل ګټونکی
له دغه معمار څخه مخکې شپږو نورو جاپاني معمارانو هم د معمارۍ په نوبل مشهوره یاده شوې جایزه ګټلې وه.
دغه جایزه هر کال د ژوري پلاوي لخوا د لوړو معیارونو له مخې تر ټولو غوره معمار ته ورکول کیږي.
امریکا تر اوسه ۸ ځله دغه جایزه ګټلې او له جاپان څخه یو قدم مخکې ده.
د یادونې وړ ده، چې یاده جایزه ژوندیو معمارانو ته د دوی د کارونو د قدرانۍ لپاره هر کال ورکول کیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.