ژباړه: عطا محمد میاخېل
د بریا په لور د حرکت کولو لپاره، له خپل ذهن څخه یې پیل کړئ:
تر ټولو غوره کاري آیډیاوې ( نظریې ) د ډېری افرادو له ذهن څخه را بهر کېږي، خو دا لړزې کولای شي د هغو په څارلو او ترسره کولو سره یې په تر ټولو بریالي کار و بار باندې بدلې شي. که چېرې دا افراد لټي او ټنبلي وکړي، نو کولای شي، په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي. که چېرې دې افرادو محدود ذهن نه لرلی، نو روښانه راتلونکې یې په تمه وه او د خپلې خوښې شرکتونه به یې تاسیس کړي وو. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ، ترڅو د باورونو په بدلون سره مو، له خپل بریالیتوب سره مرسته وکړئ.
لیکوال، څېړونکی او د Sky Bell شرکت بنسټ ګر انډرو توماس، د خپل ژوند په درېیمه لسیزه کې د یوه شرکت مالي پروګرام جوړونکی و، هغه وروسته وویل: هغه وخت هېڅکله په خپلو خوبونو پسې نه تلم، ځکه هېڅکله مې فکر نه کاوه، چې دومره به ارزښتمن یم، چې وکولای شم د کار را منځته کوونکي په تګلوري کې ګام پورته کړم. هغه د ۳۰ کلنې ناهیلۍ له سختې او شدیدې تجربې څخه وروسته را ویښ شو او دې ته متوجه شو، چې دې ډول ژوند ته دوام ورکول ناشونی کار دی. له دې وروسته یې د خپلې موخې په تګلوري یانې بریالي مدیریت کې یې لومړني ګامونه پورته کړل.
که چېرې تاسو هم هېڅکله په خپل ذهن کې د خپلو خوبونو لپاره ژوند نه وي کړی او یا داسې احساس کوئ، له خپل پتانشیل څخه مو کار نه دی اخیستی، نو وخت یې را رسېدلی دی، چې خپل افکار وازمایئ. که چېرې په دې باندې پوهېږئ، چې حتا ځان ته هم دروغ وایئ، نو هرومرو کولای شئ، په خپل تمرکز او ارادې سره، دا محدود کوونکي افکار لرې کړئ.
د لیکنې په دوام ۲۸ محدودوونکي او زهري افکار در پېژنو، چې نه پرېږدي، تاسو هغه ژوند او بریا ته ورسېږئ، چې واقعاً یې غوښتونکي یاست:
۱ ـــ په کافي اندازه ښه نه یم.
۲ ـــ نه پوهېږم، چې دا کار څنګه ترسره کړم.
۳ ـــ تېر ځل مې ونه شو کولای، چې بریالی شم.
۴ ـــ کافي تجربه نه لرم.
۵ ـــ زه ذاتاً مقام غوښتونکی نه یم.
۶ ـــ ښایي ماتې وخورم.
۷ ـــ د دې کار د پیلولو لپاره، کافي پیسې نه لرم.
۸ ـــ باید لومړی یو معتبر سند تر لاسه کړم.
۹ ـــ مخکې مې هېڅکله دا کار نه و کړی.
۱۰ ـــ که چېرې ماتې وخورم، نو ملګري او دوستان مې متوجه کېږي.
۱۱ ـــ زه په کافي اندازه هوښیار او ځیرک نه یم.
۱۲ ـــ داسې کسان نه پېژنم، چې وکولای شي، له ماسره همکاري وکړي.
۱۳ ـــ مور او پلار مې وویل، چې نباید په دې کار باندې لاس پورې کړم.
۱۴ ـــ دا کار ډېر زیات خطر لري.
۱۵ ـــ ښایي د بریا لپاره، هېڅ احتمال شتون ونه لري.
۱۶ ـــ ما په یوه معتبر او مشهور پوهنتون کې زده کړې نه دي کړي.
۱۷ ـــ که چېرې ماتې وخورم، نو زما په کاري سابقه کې به یو تور داغ وي.
۱۸ ـــ کافي وخت نه لرم.
۱۹ ـــ په دې برخه کې یو پیاوړی کار پوه نه یم.
۲۰ ـــ د ژوند او کار توازن مې له منځه ځي.
۲۱ ـــ زما نظریه په کافي اندازه ښه نه ده.
۲۲ ـــ ټول خلک له ما څخه پوه او هوښیار دي.
۲۳ ـــ هېڅوک په ما باندې اعتماد نه کوي.
۲۴ ـــ دا کار ډېر زیات وخت نیسي.
۲۵ ـــ زه نه شم کولای، چې خپل پخوانی کار پرېږدم.
۲۶ ـــ وروسته به یې ترسره کړم.
۲۷ ـــ ډېر سخت کار دی.
۲۸ ـــ ښایي کوم کس دا کار ډېر ژر ترسره کړی وي.