جان ابراهیم: د ترهګرو په وړاندې د جنګ ملاتړی یم

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هندي سینما مشهور فلم ستوري جان ابراهیم ویلي چې د ترهګرو په وړاندې د جنګ کولو ملاتړی دی.
د پاکستان او هند په روان جنجال کې د نورو وګړو تر څنګ د دواړو هېوادونو فلم ستورو او هنرمندانو هم برخه اخیستي.
ځینې د سختو خبرو له امله ستایل شوي خو ځينې نورو ته بیا د نرمو او یا د مخالف هېواد په تړاؤ د نرمو خبرو له امله سخت غبرګونونه شوي دي.
دا ځل د بالیوډ یو بل فلمي اتل جان ابراهیم ویلي چې د هر ډول ترهګرو په وړاندې د جنګ ملاتړ کوي خو د هیڅ هېواد په وړاندې جنګ نه غواړي.
ایکسپریس نیوز خبرې ویپاڼې د هندي رسنیو له قوله لیکلي چې جان ویلي، جګړه د کوم مشخص هېواد یا مذهب په وړاندې نه غواړي بلکې جنګ باید د ټولو ترهګرو په وړاندې وشي.
هغه زیاته کړې، د ده نظر روښانه دی ځکه چې په خبره یې د هغو اداکارانو له ډلې به نه وي چې ورته معلومه نه وي ایا خبرې یې په عامو خلکو سختې لږي او که ښې؟
ابراهیم ویلي دوی د دغې مسئلې حل غواړي او د ځینو خلکو په لمسوونه باید د کوم هېواد سره جګړه ونه شي.
د نوموړي له خولي لا لیکل شوي چې هېڅوک جګړه کول نه غواړي ځکه ټول پوهیږي چې جنګ یو طرف ته زیان نه رسوي بلکې جنګ هر دواړه لورو ته په تاوان دی.