کیلي جینر؛ د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

کیلي جینر ۲۱ کلنه امریکايي ده. نوموړې سوداګره، د ټلویزوني خپرونو چلونکې، او ماډله ده. د فوربیز مجلې د ۲۰۱۹ کال د معلوماتو په اساس، هغه د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره ده.
اغلې کیلي، د (کیلي کازمیټیک) یا سمساري کمپني لري او له ۲۰۰۷ کال راهیسې ددې کمپنۍ بنسټګره او مشره ده. دې کمپنۍ یواځې تېر کال ۳۶۰ میلونه ډالر خرڅلاو درلوده.
نوموړې فوربېز ته ویلي:

“ما د هیڅ تمه نه درلوده. د یو داسې راتلونکې په اړه مې سوچ هم نه و کړی. اما په دې لاس ته راوړنې، له زړه خوشاله شوم. یو ښه تشویق دی.”

د فوربیز د مالوماتو په اساس، سږ کال د میلیاردرانو سرمایه په لویه کچه لوېدلې ده. د رپوټ په اساس د میلیاردرانو په سرمایه کې تر ۴۰۰ میلیارده ډالرو کمی راغلی. د پانګې د کمي لوی لاملونه، د اسهامو د بازار ټیټوالی او د نړیوال اقتصاد تنزیل ښودل شوی.

د رپوټ په اساس، د امازون شرکت مشر جیف بیزوس سږ کال یو ځل بیا د نړۍ د میلیاردرانو میر دی. نوموړی ۱۳۱ میلیارده ډالره سرمایه لري، او د شتمنو د لیست په سر کې ځای لري.
بېل ګيټس په دغه لیست کې دویم راغلی. د مالوماتو په اساس، بېل ګيټس کولای شول، چې د امازون له مشره مخکې شي، خو هغه د خپلې سرمایې لویه برخه، بشري مرستې ته ځانګړې کړه.
د فیسبوک مشر مارک زیکربرګ بیا تاوان کړی. د هغه سرمایه له ۸.۷ میلیارد ډالرو څخه ۶.۶ میلیارد ډالرو ته لويدلې. اوس نوموړی د شتمنو په نوملړ کې اتم ځای لري. تېر کال نوموړي په نوملړ کې پينځم ځای درلوده.
وارن بفیټ باید ددې لیست په دریمه درجه کې ځای لري. نوموړی ۸۲.۵ میلیارد ډالره سرمایه لري.
د نړۍ تر ټولو زیات میلیاردران د امریکا د متحده ایالاتو څخه دي. متحده ایالات ۶۰۷ میلیاردران لري، چې د نړۍ هیڅ بل هیواد دومره لوی شمیر کې شتمن خلک نه لري. انګلستان یواځې ۵۲ شتمن میلیاردران لري.
فوربیز وايي، د نړۍ د میلیاردارنو شمیر د تېر کال په نسبت کم شوی. د رپوټ په اساس ۲۴۷ کسان، چې تیر کال میلیاردران وه، سږ کال نه دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.