پاکستاني سندرغاړي عدنان سمیع ته وروسته له هغې د دغه هېواد وګړي په قهر شوي چې د هند د پوځ او د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي په ملاتړ یې ټویټ کړی دی.
عدنان سمیع ته نه یوازې د پاکستان عام وګړي بلکې د دغه هېواد د فلم لوبغاړي او هنرمندان هم سخت په قهر دي او په سختو نومونو یې یاد کړی.
عدنان سمیع خان پاکستانی سندر غاړی دی، خو د هندي سینما د فلمونو لپاره یې ډېر سندرې ویلي او زیاتره وخت هم هملته په هند کې وي.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پلوامه سېمه کې په هندي ځواکونو له برید وروسته د دواړو هېواد په جنجال کې د سیاسونو تر نیولې تر عام وګړو ټول برخه اخلي او خپل نظرونه شریکوي، چې د نورو تر څنګ په دغه برخه کې د هنرمندان او ممثلین هم تر نورو پاتې نه دي راغلي.
ځینو پاکستانیانو ورته سپکې سپورې ویلي او ځينو نورو بیا ویلي چې نوموړی په هند کې د پاکستان د استخباراتي ادارې غړی دی.
پاکستاني ممثیل شان ویلي، عدنان سمیع نه د پاکستان دی او د استخباراتو کوم کس دی، نوموړي زیاته کړې چې نوموړی یوازینی پاکستانی تولید دی چې په خبره یې دوی پرې شرمیږي.
نوموړي په خپل ټوټیټر کې هند مخاطب کړی او لیکلي دي، عدنان ستاسو دی او ویې ساتئ.
د پاکستان یو بل فلم لوبغاړي احسن خان ویلي څوک چې د خپل هېواد نشي د هېڅ هېواد کېدلی نشي.
نوموړي لیکلي چې پاکستانیانو ته د عدنان سمیع بې ځایه خبرې پروا نلري.