د څلور اړخیزې لوبلړۍ لپاره نولس کلنه ملي لوبډله اعلان شوه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان نوې ملي نولس کلنه لوبډله په هندوستان کې تر ازمايښتي لوبو وروسته وټاکل شوه.
د غوراوي کميټې مشر دولت احمدزی چې اوسمهال په هندوستان کې دی، ویلي لوبډله تر ډيرو ازمايښتي سياليو وروسته ټاکل شوې او هیله یې ښودلې چې دا ځوانان به یو وار بیا هېواد ته ډيرې برياوې راوړي.
د ټاکل شوې لوبډلې په نوملړ کې د لوبډلمشر فرهان ذاخیل تر څنګ؛ عبدالرحمن رحماني، محمد حسن خان، عارف خان دولتزی، نويد محمد، اعجاز مهران، ریاض حسن، عابد محمدي، شفیق الله غفاري، محمد اسحاق ځاځی، عبدالله تره خیل، عابدالله تڼيوال، احسان الله مندوزی، اسلام خان ځاځی،
جمشید میرعليخیل، احمد ظاهر پټان او فضل الحق شامل دي.
همدارنګه په احتیاطي لوبغاړو کې بیا رضوان منګل، صابر حنیف او نوراحمد غوره شوي دي.
د ویلو ده چې افغان ملي نولس کلنه لوبډله اوسمهال په یوه څلور اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه هند کې ده چې پکې افغانستان، سویلي افریقا، هندوستان (الف) او هندوستان (ب) لوبډلې شتون لري. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه نن له هندوستان (ب) لوبډلې سره ترسره کړي.
د افغانستان پخوانۍ نولس کلنه لوبډله کې د مجیب ځدران، قېس احمد، فرید ملک، اکرام علي خېل، دروېش رسولي په څېر پیاوړي لوبغاړي موجود وو، چې ځېنې یې ملي لوبډلې ته راغلل او ځېنو نورو عمرونه بیا له نولس کلونو واوښتل.
د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ۲۰۱۹ کال د جنوري په وروستیو کې د ایرلېنډ خلاف لوبلړۍ ته د ۴۴ لوبغاړو تمریناتي کمپ اعلان کړ، چې په همغه مهال د افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبډلې ته هم ۲۴ نوي ځوانان له ازموینو وروسته ونیول شول.
د افغانستان پخوانۍ نولس کلنې لوبډلې په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې، چې په ترڅ کې یې اسیا جام سیالۍ هم وګټلې او پایلوبه کې یې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
له دې وروسته بیا افغان لوبډله په ۲۰۱۸ کال نیوزیلېنډ کې په نړیوال جام کې ولوبېده، چې د ۱۶ لوبډلو په منځ کې یې څلورم مقام واخېست، افغان لوبډله په پلی اف پړاو کې د اسټرالیا له خوا ماته شوه، چې جېک اېډوارډ پکې مهم رول درلوده.
کرکټ بورډ وایي نوې نولس کلنې لوبډلې ته یې هم تکړه ځوانان نیولي؛ خو ګورو چې دوی به څنګه لوبې وکړي او څنګه مخته ځي.