یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د کندوز پوهنتون په لومړي سر کې په ۱۳۴۶ لمریز کال کې د ۵۰ زده کوونکو او ۵ استادانو په ګډون د یوه مستعجل دارالمعلمین په توګه خپلې چارې پیل کړې چې د اووم ټولګي زده کوونکي به یې جذبول او د نهم ټولګي په سویه به ترې فارغېدل. په ۱۳۵۲ کال کې یې بیا یوه اساسي دارالمعلمین ته ارتقا وکړه چې د نهم ټولګي محصلین به ترې له جذب وروسته د دوولسم ټولګي په سویه او په مسلکي توګه فارغېدل. په ۱۳۷۴ کال کې یې د پېداګوژۍ انستیتیوت ته ارتقا وکړه چې محصلینو ته د لېسانس په کچه پکې په دریو پوهنځیو کې لوړې زده کړې ورکول کېدې. په ۱۳۸۵ کال کې یې نوم د کندوز د لوړو زده کړو موسسې ته واوښت چې هغه وخت یې دوه پوهنځي (کرنه او ښوونه او روزنه) درلودل. د کندوز پوهنتون اوسنی رییس پوهنمل ډاکټر خیبر سیفي وایي، د کندوز د لوړو زده کړو موسسې بالاخره په ۱۳۸۹ لمریز کال کې پوهنتون ته ارتقا وکړه چې تر اوسه پورې یې سلګونه ښوونکي او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي.
ډاکتر خیبر وایي، د کندوز پوهنتون چې د دغه ولایت په مرکز کې موقعیت لري، اوسمهال اووه د ورځې پوهنځي (ښوونه او روزنه، زراعت، حقوق، کمپیوټر ساینس، ستوماتولوژي، وترنري او اقتصاد) لري او همدارنګه دوه د شپې پوهنځي (کرنه او ښوونه او روزنه) لري چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي. دغه پوهنتون اوسمهال ۵۳۳۵ تنه محصلین لري چې له دې ډلې ۱۱۳۸ یې نجونې دي.
د کندوز پوهنتون اوسنۍ درې تدریسي ودانۍ، یوه اداري ودانۍ او یوه د لیلیې ودانۍ د مرکز په (پل الچین) کې په ۲۰۰۰ جرېبه ځمکه کې چې خپله د پوهنتون اړوند کېږي، جوړې شوې دي. د کندوز پوهنتون رییس وایي، تېر کال یې ۱۰۱۸ تنه محصلین د لېسانس په کچه فارغ کړل چې له پیله تر اوسه پورې یې دا ۳۲ مه د فراغت دوره راځي.
د کندوز پوهنتون اوسمهال ۱۴۲ تنه کادري غړي لري چې په دې ډله کې ۱۵ تنه یې ښځینه استادانې دي. د دغه پوهنتون رییس وایي، تر تېر کال پورې یې په پوهتنون کې د هغو استادانو کچه ډېره لوړه وه چې د لېسانس تر کچې پورې یې زده کړې لرلې، خو د لوړو زده کړو وزارت په مرسته او د دغه وزارت له لایحې سره سم یې یوازې تېر کال ۷۳ تنه استادان په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل کړي دي. دی وایي، د ماسټرۍ د دغه پروګرام په ختمېدو سره به یې د ماسټر استادانو کچه ۱۳۰ تنو ته لوړه شي او دا پروسه به همداسې روانه وي.
د کندوز پوهنتون رییس وایي، دغه پوهنتون د نجونو او هلکانو لپاره مجهزه لیلیه لري چې محصلینو ته پکې د ژوند ټول شرایط برابر شوي دي. دی وایي، په لیلیه کې یې د نجونو شمېر د هلکانو په پرتله کم دی. د ښاغلي خیبر په خبره د هلکانو لیلیه یې یوازې د ۴۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، خو هغه محصلین چې باید لیلیه شي، شمېر یې ان تر ۱۶۰۰ کسانو پورې رسېږي. دی وایي، هڅه کوي ۶۰۰ هغو محصلینو ته چې عمرونه یې کم دي او یا یې نومرې تر نورو لوړې دي، په لیلیه کې د اوسېدو زمینه برابره کړي او پاتې نورو ته په میاشتني ډول بدل اعاشه ورکول کېږي.
په پوهنځیو پورې له اړوندو کتابتونونو سربېره د کندوز پوهنتون لپاره د اسیا فونډېشن او ملي مشارکت پروګرام په مرسته تېر کال یو مجهز کتابتون جوړ شوی دی. د دغه پوهنتون رییس وایي، په کتابتون کې یې بېلابېل کتابونه شته چې محصلین او استادان یې مطالعه کوي او د خپلو څېړنو لپاره ترې ګټه اخلي.
که څه هم چې د کندوز پوهنتون اوسمهال د ستوماتولوژۍ پوهنځی لری، خو د پوهنتون د رییس په خبره غواړي په راتلونکي کې دوو نورو پوهنځيو انجنیرۍ او طب ته هم له لوړو زده کړو وزارت څخه منظوري ترلاسه کړي، ځکه د کندوز اوسني حالت او وضعیت ته په کتو په دغه ولایت کې د طب پوهنځي لپاره ډېره اړتیا لیدل کېږي او تر ډېره ورته امکانات هم برابر شوي دي.
د کندوز پوهنتون رییس که څه هم د نورو پوهنتونونو د رییسانو په څېر له ډېرو ستونزو شکایت نه کوي، خو وایي په هر ولایت هر پوهنتون او هره اداره کې باید متوازن پرمختګ ته زمینه برابره شي. دی وایي، که څه هم چې پوهنتون یې تر اوسه پورې د هېواد له ځینو نورو پوهنتونونو سره سیالي نه شي کولی، خو دا چې لا هم دغه پوهنتون نوی دی تر اوسه پورې ښه مخ ته تللي دي.
کندوز پوهنتون د هېواد له ډېری پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري چې په دې برخه کې وخت ناوخته د دغه پوهنتون استادان او نور اداري کار کوونکي په جوړېدونکو سمینارونو او ورکشاپونو کې برخه اخلي. دغه راز کندوز پوهنتون د مرکزي پوهنتونونو له کریکولم او مېتودونو څخه په خپل تدریس کې ګټه اخلي. پوهنمل خیبر وایي، کندوز پوهنتون په تېر یوه کال کې ډېر پرمختګ کړی دی. دی وایي، له دې وړاندې کندوز پوهنتون کتابتون، لیلیه او انټرنېټ نه درلودل. د خبیر په خبره د کندوز پوهنتون محصلین کولی شي اوس په هره برخه کې چې وغواړي مطالعه او څېړنه وکړي او دغه راز هغه موارد چې دوی یې په کتابتون کې په پلټلو کې پاتې راځي، د پوهنتون له انټرنېټ کلپ څخه په ګټې اخیستنې یې پیدا کولی شي. نوموړی وایي، یوازې په تېر یو نیم کال کې یې د لږ تر لږه ۷۰ استادانو لپاره د ماسټرۍ زمینه برابره کړې ده او دا لړۍ به تر هغه روانه وي، چې د پوهنتون ټول استادان د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وکړي او له هغه وروسته به ورته په کور د ننه او بهر کې د دوکتورا زمینه هم برابره کړي. پوهنمل خیبر وایي، هڅه یې دا ده تر څو له لوړو زده کړو وزارت څخه د نورو نویو پوهنځیو منظوري هم واخلي او همدې پوهنځیو ته د ودانیو د جوړولو لپاره ډونران او فنډ پیدا کړي. ښاغلی خیبر همدا راز وایي، غواړي مخکې له مخکې د هغو محصلینو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي چې څه موده وروسته فارغېږي. دی وایي، په دې برخه کې له ډېری موسسو او ګڼو ادارو سره په اړیکه کې دي چې د نویو فارغېدونکو محصلینو لپاره د کار او تجربې اخیستو زمینه برابره کړي، تر څو وکولی شي په راتلونکې کې ورته د تجربې د نه درلودلو ستونزه نه وي.
د کندوز پوهنتون رییس له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي تر څو دغه پوهنتون ته پاملرنه وکړي او هغه څه چې د یوه پوهنتون لپاره ضروري ګڼل کېږي په واک کې یې ورکړي. په کندوز ولايت کې ٣١٠ زره زده کوونکي چې ١١٨ زره يې نجونې دي، د ٦٤٠٠ ښوونکو له خوا په ٤٧٠ ښوونځيو کې روزل کېږي. د تخارستان عالي ديني مدرسه، د ښوونکو روزنې انستيتيوت او شېرخان لېسه د دغه ولايت له تاريخي ښوونيزو مرکزونو څخه دي چې تر اوسه يې په سلګونه عالمان او ښوونکي ټولنې ته وړاندې کړي دي. کندوز شپږ دارالمعلمينونه هم لري چې له ٣٧٠٠ زيات هلکان او نجونې پکې د ورځې او شپې له خوا په ۹ پوهنځيو کې لوړې زده کړې کوي.