دا چې افغان کرکټ لوبډله یوه ځوانه لوبډله ده او د ټولو لوبډلو په پرتله یې د کرکټ تاریخ لنډ دی؛ خو ریکارډونه یې د ډیرو سترو لوبډلو غوره دي.
د راشدخان او مجیب ځدران په راتګ سره د افغان لوبډلې په څېر پیاوړی بالېنګ لاین اوس په اسیایي لوبډلو کې څوک نه لري، د راشدخان او مجیب ځدران په شاملیدو سره د افغان لوبډلې توپ اچونې برخه ۹۹ سلنه بشپړه شوې ده، دوی دواړو هم د سپېن بالرانو تشه ډکه کړې او هم یې د چټکو بالرانو.
ښایي تاسې دا دلیل ولرئ، چې ایرلېنډ یوه کمزورې لوبډله ده، همدې لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د نړۍ لومړۍ درجه لوبډله انګلستان په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ماته کړه.
بل دا چې افغان بالرانو په اسیا جام سیالیو کې هم ډېری لوبډلې په خپل بالېنګ وتړلې او تر پوزې یې راوستې.
د پاکستان د لوبډلمشر ژړا به مو هیڅکله هېره نه شي، د ډوني وارخطایي به مو په یاد وي، د بنګله دېش او سریلانکا ماتې به مو په زړه وي.
په اسیا جام سیالیو کې افغان لوبډله بالکل بریالۍ وه.
په راروان نړیوال جام کې به هم د افغان لوبډلې لوبې وګورو، که یې د انګلستان په لوبغالو همداسې لوبې وکړې، لکه څنګه یې چې د اسیا جام سیالیو پر مهال وکړې، بیا نو افغان لوبډله کولای شي په نږدې راتلونکي کې نړیوالې لوبډلې په ګونډو کړي.
افغان لوبډله او د کرېک بز وېب پاڼې مقاله
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي افغان شنو زمریانو د ایرلېنډ مستي له منځه یوړه، تاسې د یاران لوستونکو به د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ شل اوریزې او لومړۍ یو ورځنۍ لوبې لیدلي وي او یا به مو هم له یاران څخه معلومات تر لاسه کړي وي، چې چا څنګه لوبه وکړه او څوک ډېر مثبت و؟
هسې خو ټولو لوبغاړو خپله ونډه کړې او د افغانستان په ویاړ کې یې رول لوبولی؛ خو د کرېک بز وېب پاڼې ځېنې لوبغاړي راخېستي، چې د افغانستان لپاره کولای شي لا نور ریکارډونه جوړکړي.
وېب پاڼه لیکي شهزاد محمدي د افغان لوبډلې خطرناک اوپنر دی او حضرت الله ځاځی بیا په هر بال د غټو شاټونو صلاحیت لري.
دوی وایي افغان لوبډله هغه یوه ده، چې له تاسیس څخه تر اوسه پورې خورا ښه روانه ده، دوی زیاتوي، که چېري په راتلونکي کې یوه لوبډله ډېر پرمختګ کوي، تاسې څه فکر کوئ دا به کومه لوبډله وي؟
ځواب یې داسې ورکړی
دا یو راز نه دی، چې افغان سپېن توپ اچوونکو د افغان لوبډلې په زرغونولو کې اغېزناک رول لوبولی، راشدخان او مجیب ځدران دوه هغه سپېن توپ اچوونکي دي، چې د کرکټ په نړۍ کې یې انقلاب راوستی.
د راشدخان او مجیب عمرونه که یوځای شي د دواړو عمر د ډوني له عمر سره برابر دی، راشدخان شل کاله او مجیب ۱۷ کاله عمر لري.
دوی دواړو په خپلې خطرناکې توپ اچونې د کرکټ نړۍ ته یو ځانګړی رنګ وربخښلی.
دواړو سپېنرانو د مقابلې لوبډلې توپ وهنه ننګولې او د لوبغاړو د ملګرتیا ستنې یې نړولي دي.
مجیب د پنجشنبې په ورځ د ایرلېنډ خلاف لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ایرلېنډ لوبډلمشر په یوه منډه له مېدانه بیرون کړ، دا یوه منډه دولت ځدران ورکړې وه؛ خو مُجیب د لوبې دوهم اوور مېډن کړ او پورټرفیلډ یې هم بولډ وسوځاوه.
مجیب په لسو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې، درې اورونه یې مېډن کړل او درې وېکټې یې واخېستې.
۱۷ کلن ځوان په یو اعشاریه ۴۰ ایکانومي توپ اچونه وکړه؛ چې نړۍ کې ریکارډي ایکانومي ده.
راشدخان لس اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او په درې ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
ګلبدین نایب په ۲ اعشاریه ۷۳ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
په دې لوبه کې لوړه ایکانومي د محمدنبي عیسی خېل وه، چې په ۵ اعشاریه شل ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.
که پرتله وکړو د نړۍ د ډېرو لوبډلو په پرتله د افغان بالرانو توپ اچونه سره زر وه.
که افغان لوبغاړي په نننۍ لوبه کې یو ځل بیا ښه توپ اچونه او توپ وهنه وکړي، نه یواځې دا چې ایرلېنډ به مات کړي، بلکې لوبډله به په درجه بندۍ کې مثبت پواینټونه واخلي او د ویسټ انډیز د وروسته کولو فُرصت به هم ومومي.
د هرې لوبلړۍ ګټل د افغان لوبډلې لپاره د مثبتو نومرو د ترلاسه کولو زرین چانسونه دي، د ایرلېنډ ماتولو ته باید په کمه سترګه ونه ګورو، دا داسې یوه لوبډله ده، چې ډېری لوبډلې یې ناهیلي کړي دي؛ خو دا چې د افغان لوبډلې پر وړاندې یې مُرال لوېدلی او بایللی دی، د افغان ملت دعاګانې او د افغان زمریانو وړتیاوې دي، چې بېرغ مو رپانده ساتي او جګړه ځپلي ولس ته د خوښۍ شېبې او د خندا موقع ورکوي.
نن دولس بجې به افغان لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې دوهمې پنځوس اوریزې سیالۍ ته ووځي.
راځئ دلته د تیرې پنځوس اوریزې په اړه ځیني غبرګونونه هم ولولوئ:
د جادوګرې توپ اچونې پاچا مجیب الرحمن ایرلېنډ لاندې کړ، دا د کرېک ټرېکر په نامه د ورزشي وېب پاڼې د هغې لیکنې عنوان دی، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د غبرګونونو په نامه هره ورځ خپرېږي.
تر دې وروسته وېب پاڼې د ډېری ټوېټر کاروونکو تبصرې راخېستي او د هغوی له رسمي اکاونټونو سره یې خپاره کړي دي.
وېب پاڼه لیکي چې افغانستان د پنځه یو ورځنیو لوبو سیریز یو د صفر پر وړاندې رهبري کړ.
په دې لوبه کې د وېب پاڼې له خوا د مجیب، راشدخان، نجیب الله، شهزاد، ځاځي، ګلبدین نایب او د افغان لوبغاړو د لوبې یادونه شوې، چې ډېر په ارام زړه او سړه سینه یې لوبه وګټله.
د ټوېټر کاروونکي او غبرګونونه
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله؛ دا لوبډله په آې پي ایل کې د پرېټي زېنټا ملکیت دی، دې لوبډلې سره دا دوهم کال دی، چې مجیب ځدران لوبېږي.
دې لوبډلې په خپل رسمي فېسبوک اکاونټ لیکلي، مجیب په لومړۍ لوبه کې یوه بهترینه توپ اچونه وکړه او په یو اعشاریه ۴۰ ایکانومي یې خپل اورونه پای ته ورسول.
ګوریلا کرکټ
دا د ټوېټر یو بل کاروونکی دی، ده لیکلي په دېرادون لوبغالي چې کومه لوبه وه، سخته وېکټ وه او د ګلبدین نایب اوږده ودرېدنه او ۴۶ منډې کول زبردسته توپ وهنه ده.
دی زیاتوي د دواړو لوبډلو سپېن توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه، مجیب لس اووره درې مېډن، ۱۴ منډې او درې وېکټې، راشدخان لس اورونه ۳۰ منډې یوه وېکټ او د سیمي سېنګ لس اورونه یو مېډن ۱۹ منډې او یوه وېکټ غوره توپ اچونه ده.
کرکټ لف
کرکټ لف په نامه یو تن لیکلي؛ افغانستان لومړۍ لوبه په پنځه وېکټو وګټله او افغانانو ورونوته دې مبارک وي.
کرکټ ټاک یا د کرکټ خبرې
نجیب الله ځدران په شپږیزو لوبه پای ته ورسوله.
دی وایي افغانستان لوبلړۍ یو د صفر پر وړاندې مخته یوړه.
جان ټوېټر کاروونکی
ده هم د افغانستان د غوره بریا خبره کړې ده او افغانستان ته یې مبارکي ویلې.
سورېش کی سولانکي
ده لیکلي چې دا اصغر ټېسټ لوبه کوي، چې داسې سلو لګیا دی؟
عزیزالرحمن حمیدي
واو! یوه بریالۍ بریا یو ځل مو بیا مبارک، افغان شنو زمریانو لومړۍ لوبه له ایرلېنډ څخه وګټله.
مجیب، دولت، ځاځي، راشدخان او محمدنبي ښه لوبه وکړه.
آې سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا
دې شورا په خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د افغانستان لپاره یوه ارامه بریا، په وروستیو کې په پنځه وېکټو برتري.
مجیب د لوبې سټار یا ستوری، درې وېکټې او ۱۴ منډې خطرناکه توپ اچونه.
جواد، جواد
د لومړۍ لوبې بریا مو مبارک، دولت ځدران له اوږده ځنډ وروسته لوبډلې ته راستون شو او درې وېکټې یې واخېستې، مجیب هم درې وېکټې ترلاسه کړې.
نجیب الله ځدران د خپلې زوکړې شپږ ویشتمې کالیزې په مناسبت په دوه شپږیزو لوبه وګټله، په هرحال ښه لوبه، په خپلو زمریانو فخرکوم.
میرین کومار
ده بیا د زیاتو وېکټو اخېستونکي افغان بالران رااخېستي، ده لیکلي راشدخان یو ورځنیو لوبوکې ۱۱۹ وېکټې، محمدنبي ۱۱۵، دولت ځدران ۱۰۱، حمید حسن ۵۶ او مجیب ځدران ۴۷ وېکټې اخېستې دي.