سونم کپور پسې هم (د پاکستان په اړه د نرمو خبرو کولو له امله) هندیانو راخیستې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

هندیانو دا ځل د پاکستان په ګټه د خبرو په تور د هندي سینما ځوانه فلم لوبغاړې سونم کپور کنځلې او سختې خبرې یې ورته کړي دي.
هندیانو وروسته له هغې سونم کپور په نښه کړه چې خبرې یې څه نه څه د پاکستان په ګټه وې.
د پاکستان او هند تر منځ د روانو ترینګلو حالاتو په جریان کې د دواړو هېوادونو فلم لوبغاړو د نورو خلکو په څېر ځینو د جنګ په پلوۍ او ځینو بیا د دواړو هېوادونو تر منځ په قرارۍ خبري کړي دي.
د بالیوډ زیاتره ستورو د پاکستان په ټکولو ټینګار کړی، د خپل پوځ کلک ملاتړ یې ښودلی او ټول پاکستان یې په ترهګرۍ تورن کړی دی.

خو دا ځل سونم کپور ویلي چې د پاکستان او هندوستان عام وګړي بلکل یو شان دي، د دې په خبره ځينې سخت دریځي هندوان د مخالف د ټولو وګړو د وژلو او تباه کولو غوښتنه کوي، چې په خبره یې د اقلیت سزا اکثریت ته غواړي، دغه اداکاره وایي دې کې ځینې داسې خلک هم شته چې د ماشومانو سره په زور زیاتي اخته دي.
ایکسپریس خبري ویپاڼې د دغې اداکارې له قوله زیاته کړې چې د دغه سخت دریځو هندوانو د کرکې قیمت د دواړو هېوادونو غریب او عام وګړي پرې کوي.
دا وایي د دواړو هېوادونو وګړي غواړي چې په خپله عادي ژوند وکړي، کاروبار ته ولاړ شي او خپل ماشومانو د خپل سترګو په وړاندې لویان وګوري.
د سونم کپور دغه خبرې پر هندیانو ښې نه دي لګېدلي او نوموړي ته یې سختې خبرې په خپلو اکونټونو لیکلي او ځینو یې حتا نوموړې درېمه درجه فلم لوبغاړې یاده کړې چې په خبره یې هېڅ اهمیت نه لري.
د نتیشا دکشت په نوم د ټویټر یوه کارونکي د سونم کپور په خبرو خپله غوسه ښکاره کړې او ویلي دې چې ستا په شان د منځنۍ کچې اداکاره بلکل د هاغو نجونو په څېر وي چې په ټیک ټاک کې خپلې ویډیو ګانې پورته کوي او ځان ورته ممثله ښکاري…

د ټویټر يو بل کارونکي برهمندا ډاس لیکلي: انیل کپور د خپلې لور په روزنه او هغې په وطنۍ مینه ښوولو کې بېخي پاتې راغلی.
وینې په نوم یو بل لیکلي: خلک ولې د یوې دریمې درجې اداکارې خبرو ته دومره ارزښت ورکوي، مهرباني وکړئ له دې تېر شئ.
ځینو یې لیکلي سونم کپور د خپلې بیکاره اداکارۍ له امله نشي کولی په فلمونو کې کار وکړي نو په دې خاطر په خپلو خبرو د خلکو فکر ځان ته راړوي.
ځینو بیا بې عقله او د ګنده ذهن لرونکې یاده کړېده.
د پاکستان او هند دښمني دومره کلکه ده چې ډیر کله د پاکستان په پلوۍ یا له پاکستان سره په نرمۍ وړه خبره هم وشي، هندیان بیا هغه اشخاص په ټولنیزو شبکو ډیر بد یادوي او پر ضد یې کمپاین کوي.